Connect with us

نړۍ

له ایران سره خبرې نه‌کېږي – ټرمپ؛ د هرمز تنګی تړلی پاتې دی- تهران

له ایران سره د نږدې شپږ میاشتنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د هوکړې د امکاناتو له کمېدا سره، د تېلو بیې د سې‌شنبې پر ورځ یو ځل بیا لوړې شوې. د ونډو بازارونه هم راولوېدلي او د امریکا په ګډون د سترو اقتصادونو د پور اخیستلو لګښتونه په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

خپور شوی

د

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې پر ورځ وویل، له ایران سره هیڅ خبرې روانې نه‌دي او د راتلونکو خبرو لپاره هم کوم پلان نشته. هغه همداراز ویلي، چې د هرمز تنګی پرانیستی دی؛ خو ایران وايي، دغه مهمه اوبلار اوس هم د بېړیو پر مخ تړلې ده.

له ایران سره د نږدې شپږ میاشتنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د هوکړې د امکاناتو له کمېدا سره، د تېلو بیې د سې‌شنبې پر ورځ یو ځل بیا لوړې شوې. د ونډو بازارونه هم راولوېدلي او د امریکا په ګډون د سترو اقتصادونو د پور اخیستلو لګښتونه په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

د دواړو لوریو ترمنځ لنډمهاله اوربند د دوشنبې پر ورځ پای ته ورسېد.

یوه لوړپوړي ایراني چارواکي رویټرز ته ویلي، د خبرو اترو د بن‌بست له کبله ایران د پوځي دریځ د «بشپړ بریدیز» حالت پر لوري روان دی؛ خو د سې‌شنبې پر ورځ د دواړو لوریو له‌خوا د نویو بریدونو راپور  ورکړ شوی نه‌دی.

ټرمپ په «ټروټ سوشل» پاڼه کې لیکلي:« له اسلامي جمهوریت ایران سره هیڅ خبرې یا بحثونه روان نه‌دي او نه‌هم د خبرو کوم پلان شته.»

هغه زیاته کړې:« سمندري کلابندي اوس هم بشپړه پخپل حال پاتې ده؛ هرمز تنګی پرانیستی او فعال دی او ټول سمندري ماینونه یا لرې شوي او یا هم چاودول شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ټرمپ زوم او ځانګړي استازي، جېرډ کوشنر، د دوشنبې پر ورځ ویلي وه، چې له ایران سره خبرې اوس هم روانې دي او ښايي د پخوا پر پرتله جدي شوې وي.

جګړه شاوخوا شپږ میاشتې مخکې پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډو بریدونو پیل شوه. اوس دواړه لوري په یوه بن‌بست کې دي. ایران اوس هم په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ ګواښ کوي او امریکا هم خبرداری ورکړی، چې که خبرې ناکامې شي؛ ښايي خپل بریدونه بېرته پیل کړي.

د امریکا له مهمو موخو څخه یوه دا ده، چې ایران د اټومي وسلې له ترلاسه کولو راوګرځوي.

کارپوهانو ويلي؛ دې موخې ته رسېدل به ستونزمن وي؛ تر هغې، چې غني شوي یورانیم بیاد د ایران له لاسرسي ووځي.

د بېړیو تګ راتګ ګډوډ شوی

سره له دې، چې ټرمپ په خلیج کې د وضعیت د ښه کېدا په اړه څرګندونې کړي؛ د سیمې هېوادونه اوس هم د بېړیو د تګ راتګ په تړاو له پېښو خبر ورکوي.

د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت اعلان کړی، چې د ایران له لوري توغول شوي دوه بالسټیک توغندي یې کشف کړي دي. دا د مې له څلورمې وروسته لومړۍ ورته پېښه ده، چې د فجیره بندر د برید په تړاو راپور شوې ده.

اماراتو ویلي، د دوی د ارزونې له مخې دغه توغندي د«بېړیو تګ راتګ» پر نښه کولو لپاره توغول شوي وه، خو دواړه په سمندر کې لوېدلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي دغه ادعاوې رد کړې او د اماراتو تورونه یې «بېبنسټه» وبلل.

د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی، چې تر بلې خبرتیا پورې یې له ایران سره ټول سوداګریز فعالیتونه، راکړې ورکړې او مالي معاملات درولي دي.

د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې هم ویلي؛ یوه بېړۍ د هرمز تنګي له لارې د وتلو پر مهال له یوه نامعلوم توغندي یا څیز سره لګېدلې ده. په دې پېښه کې د بېړۍ د انجن خونې ته زیان او د عملې یوه غړي ته هم زیان اوښتی دی. د عمان ساحلي ساتونکي د عملې د مرستې لپاره ورغلي دي.

لومړني معلومات ښيي، چې د دوشنبې پر ورځ یوازې لږ شمېر بېړۍ د هرمز له تنګي تېرې شوې دي.

د ایران لوړپوړي مذاکره کوونکي محمدباقر قالیباف هم ویلي، هرمز تنګی به تر هغې تړلی پاتې وي، چې امریکا له ایران سره د لنډمهاله هوکړې شرطونه عملي نه‌کړي.

هغه ویلي، ایران غواړي د دغه هېواد پر بندرونو کلابندي پای ته ورسېږي، د تېلو بندیزونه لغوه شي، کنګل شوې شتمنۍ یې آزادې شي او د امریکا ګواښونه او پوځي عملیات پای ته ورسېږي.

د ایران او امریکا ترمنځ لنډمهاله هوکړه د جون پر اووه‌لسمه لاسلیک شوې وه او د ایران د اټومي پروګرام او د امریکا د بندیزونو په اړه د پراخې هوکړې لپاره یې ۶۰ ورځې مهلت ټاکلی و. دغه موده د دوشنبې پر ورځ پای ته ورسېده او ټرمپ ویلي، چې د هغې د غځولو نیت نه‌لري.

ایران او هم خبرو ته چمتو دی

د ایران د رهبر سلاکار محمد مخبر د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، ایران اوس هم له امریکا سره خبرو ته چمتو دی؛ خو مذاکره د تسلیمېدا پر معنا نه‌بولي.

هغه ویلي، پوځي فشارونه او بندیزونه ایران شاتګ ته نه‌شي اړ کولی او وایي، چې تهران به د خپل امنیت او ګټو دفاع وکړي؛ خو د جګړې غوښتونکی نه‌دی.

په دغو نښتو کې تر اوسه زرګونه کسان وژل شوي، چې ډېری یې په ایران او لبنان کې دي.

د برنټ خامو تېلو بیه هم د جګړې پر مهال ۱۲۶ ډالرو ته لوړه شوې وه، چې د جګړې له پیل مخکې د بیې پر پرتله شاوخوا ۷۵ سلنه زیاتوالی ښيي. د سې شنبې پر ورځ د برنټ تېلو بیه ۲۰ سنټه لوړه شوه او هر بېرل یې له ۹۱ ډالرو لږ څه پورته و.

د امریکا د حکومت یوه چارواکي هم خبرداری ورکړی، چې واشنګټن ښايي په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې پر ایران ډېر نور اقتصادي فشارونه وارد کړي.

نړۍ

په یمن کې د حوثیانو پرمختګ؛ امریکا له نوې ستونزې سره مخ ده

رویټرز راپور ورکړی، چې حوثي جنګیالیو د یمن د ساحلي سیمو په اوږدو کې سویل ته پرمختګ کړی او د باب‌المندب تنګي د تړلو وړتیا یې زیاته شوې ده. دغه تنګی د سره سمندرګي په خوله کې پروت دی او د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی.

Published

on

د ایران پلوو حوثیانو چټک پرمختګ د دې ډلې نفوذ تر سټراټیژیک باب‌المندب تنګي پورې رسولی، چې له کبله یې امریکا د منځني ختیځ په روان کړکېچ کې له نوې ستونزې سره مخ شوې ده.

رویټرز راپور ورکړی، چې حوثي جنګیالیو د یمن د ساحلي سیمو په اوږدو کې سویل ته پرمختګ کړی او د باب‌المندب تنګي د تړلو وړتیا یې زیاته شوې ده. دغه تنګی د سره سمندرګي په خوله کې پروت دی او د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی.

د راپور له مخې، حوثیانو د جمعې پر ورځ «پریم» ټاپو تر کنټرول لاندې راوستی، چې د یمن او افریقا ترمنځ د باب‌المندب تنګي تر منځ پروت دی.

د حوثیانو دغه پرمختګ د سعودي عربستان لپاره هم اندېښمنوونکی بلل شوی؛ ځکه دغه هېواد د هرمز تنګي له تړل کېدا وروسته د سره سمندرګي له بندرونو څخه د خپلو ډېرو تېلو د لېږد لپاره کار اخلي.

راپور زیاتوي، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د پنجشنبې پر ورځ د امریکايي له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړي او له حوثیانو سره یې د مبارزې لپاره د امریکا د پوځي مرستې غوښتنه کړې ده.

د درې بېلابېلو سرچینو د څرګندونو له مخې: واشنګټن ویلي، چې د اوس لپاره به په مستقیم ډول په جګړه کې ښکېل نه‌شي؛ خو له سعودي عربستان سره به استخباراتي معلومات شریک کړي.

د امریکا د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې واشنګټن د سرې بحیرې د بېړیو د تګ راتګ پر آزادۍ او ملي امنیتي ګټو راڅرخیږي او غواړي سیمه‌ییز شریکان د امنیتي ننګونو د اواري لپاره مخکښ رول ولوبوي.

شنونکو ويلي؛ که حوثیان باب‌المندب وتړي، د نړۍ د تېلو شاوخوا اووه سلنه او د نړیوالې سوداګرۍ نږدې ۱۲ سلنه به له خنډ سره مخ شي.

دوی باور لري، چې د حوثیانو پر وړاندې د امریکا پوځي اقدام به د واشنګټن لپاره بله ستره ننګونه وي؛ ځکه امریکايي پوځ له وړاندې په ایران کې د جګړې له کبله له پوځي فشار سره مخ دی.

د امریکا پخوانیو چارواکو او شنونکو ویلي، واشنګټن اوس له دوه انتخابونو سره مخ دی؛ یا باید د حوثیانو د شاتګ لپاره خپل پوځي ځواکونه او هوايي دفاعي مهمات وکاروي، یا سعودي عربستان او د هغه متحدین پرېږدي، چې پر یوازې ځان له دې ډلې سره مقابله وکړي.

Continue Reading

نړۍ

اروپايي ټولنه د ګرینلینډ د نیولو لپاره د ټرمپ د هڅو په غبرګون کې پانګونه زیاتوي

د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا فون ډېرلاین ګرینلنډ ته له رسېدا وروسته ویلي، چې د اروپايي ټولنې د پانګونې نوی پروګرام به «د پام وړ» وي.

Published

on

 
اروپايي ټولنه غواړي په ګرینلینډ کې خپله پانګونه زیاته او له دې خپلواکې ډنمارکي سیمې سره خپلې سیاسي اړیکې نږدې کړي؛ دا ګام د ډونالډ ټرمپ د ګرینلینډ د نیولو د هڅو په غبرګون کې پورته کېږي.

د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا فون ډېرلاین ګرینلینډ ته له رسېدا وروسته ویلي، چې د اروپايي ټولنې د پانګونې نوی پروګرام به «د پام وړ» وي.

ټاکل شوې، چې دغه پانګونې د مهمو کانونو، سپوږمکیزو اړیکو او نوي کېدونکې انرژۍ په برخو کې وشي.

فون ډېرلاین ګرینلینډ ته په خپل دوه‌ورځني سفر کې د ګرینلینډ او ډنمارک له حکومتونو ملاتړ کړی دی.

د دغو دواړو هېوادونو چارواکو له دې مخکې څو ځله د ټرمپ د دې هڅو مخالفت کړی، چې د ټاپو کنټرول ترلاسه کړي.

ګرینلینډ د شمالي قطب په سټراټیژیک جغرافیایي موقعیت کې پروت دی او د یخونو له ویلې کېدا سره د کښتۍ‌چلونې د لارو او معدني سرچینو په ګډون د دې سیمې ارزښت د امریکا، روسیې، چین او اروپا لپاره زیات شوی دی.

ټرمپ له دې مخکې ویلي وه، چې امریکا د خپل امنیت د خوندي کولو لپاره د ګرینلینډ کنټرول ته اړتیا لري؛ خو ډنمارک او ګرینلینډ دا غوښتنه رد کړې ده.

Continue Reading

نړۍ

ښايي د اطلس یا آرام سمندر نوم بدل کړو-ټرمپ

ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ د امریکا د ولسمشرۍ په دفتر کې پر ټوکو وویل، چې د یوه خلیج او یوه جهیل له نوم بدلولو وروسته ښايي اوس د یوه سمندر وار وي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي د اطلس یا آرام سمندر نوم هم بدل کړي. دا څرګندونې له هغې لږ وروسته وشوې، چې نوموړي د یوه اجرائیوي فرمان له لاسلیکولو سره د امریکا په رسمي نقشو کې د انټاریو جهیل نوم« امریکا جهیل» ته بدل کړ.

ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ د امریکا د ولسمشرۍ په دفتر کې پر ټوکو وویل، چې د یوه خلیج او یوه جهیل له نوم بدلولو وروسته ښايي اوس د یوه سمندر وار وي.

هغه ویلي:« مونږ یو خلیج او یو جهیل لرو. اوس یوازې یوه سمندر ته اړتیا لرو. ښايي اړ شو، چې د اطلس یا آرام سمندر نوم بدل کړو؛ ښايي د دواړو نومونه بدل کړو.»

دا څرګندونې له هغې وروسته وشوې، چې ټرمپ د امریکا په دولتي نقشو کې د انټاریو جهیل د نوم بدلولو فرمان لاسلیک کړ. هغه له دې مخکې د مکسیکو خلیج نوم هم« امریکا خلیج» ته بدل کړی و.

ټرمپ همداراز د الاسکا د تر ټولو لوړې څوکې لپاره د «مک‌کینلي غره» نوم بیا رسمي کړ او د «ډینالي» نوم یې، چې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال کارېده؛ له رسمي کارونې وایست.

د ټرمپ دغه وړاندیز په داسې حال کې وړاندې شوی، چې په وروستیو میاشتو کې د واشنګټن او د کاناډا د پلازمېنې اوټاوا ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. ټرمپ څو ځله د سوداګرۍ په برخه کې پر کاناډا نیوکه کړې او له دې مخکې یې وړاندیز کړی و، چې کاناډا دې د امریکا پر یوه ایالت بدله شي.

که څه هم د امریکا حکومت کولی شي په خپلو رسمي نقشو کې کارېدونکي نومونه بدل کړي؛ خو کاناډا، نور هېوادونه او نړیوال بنسټونه نه‌شي اړ کولی، چې دغه بدلونونه ومني.

اوس‌مهال اطلس سمندر او آرام سمندر د نړۍ په نقشو کې پخپلو نومونو پېژندل کېږي؛ خو ټرمپ د دغو نومونو د بدلولو احتمال نه‌دی رد کړی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!