سوداگري
له ایران سره سوداګري لرونکي هېوادونه به له ۲۵ سلنې تعرفې سره مخ شي – ټرمپ
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته شوي، چې واشنګټن په ایران کې د بدلونونو په اړه خپل غبرګون په پام کې نیولي. په داسې حال کې، چې په وروستیو کلونو کې ایران د حکومت پر وړاندې له ټولو پراخه لاریونونه لیدلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ هر هغه هېواد، چې له ایران سره سوداګري کوي امریکا به یې پر سوداګرې ۲۵ سلنه تعرفې ولګوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته شوي، چې واشنګټن په ایران کې د بدلونونو په اړه خپل غبرګون په پام کې نیولي. په داسې حال کې، چې په وروستیو کلونو کې ایران د حکومت پر وړاندې له ټولو پراخه لاریونونه لیدلي دي.
ټرمپ په “ټروت پاڼه کې” لیکلي: ” سر له اوس څخه هر هغه هېواد، چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره سوداګري کوي؛ د امریکا ۲۵ سلنه تعرفه به مني.”
دغه راز ټرمپ د ایران پر مشرانو فشار زیات کړی او حتا د پوځي اقدام ګواښ یې هم کړی دی.
په هرحال سپینې ماڼۍ تر دې دمه په خپله ویب پاڼه کې پدې اړه کوم رسمي سند ندی خپور کړی او دا هم روښانه نده، چې ټرمپ د کوم قانوني واک له مخې غواړي دا تعرفې ولګوي یا آیا دا اقدام به د ایران ټول سوداګریز شریکان راونغاړي؟!
ایران، چې د تېلو صادروونکو هېوادونو ټولنې (OPEC) غړی دی؛ له کلونو راپدېخوا د امریکا تر سختو بندیزونو لاندې دی. دا هېواد خپل ډېری تېل چین ته صادروي؛ ترکیه، عراق، متحده عربي امارات او هند یې هم سوداګریز شریکان دي.
په واشنګټن کې د چین سفارت د ټرمپ پر روان چلند نیوکه کړې او څرګندوي، چې بیجینګ به د خپلو ګټو د ساتنې لپاره “ټولې اړینې هڅې” تر سره کړي.
د بشري حقونو ډلې هرانا د څرګندونو له مخې: ایران، چې د سختو اقتصادي ستونزو او د رژیم پر ضد د خلکو د پراخو لاریونونو له څپې سره مخ دی؛ له تېرو دوه اوونیو راپدېخوا په کې د ۶۹۹ کسانو مړینه تائید شوې، چې ۵۱۰ لاریون کوونکي او ۸۹ نور امنیتي پرسونل دي. دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ له ایراني چارواکو سره د خبرو داډ هم ورکړی دی.
په هرحال؛ سپینې ماڼۍ ټینګار کړی، چې ډیپلوماسي د امریکا د ولسمشر لومړی انتخاب پاتې دی.