تازه خبرونه
له خپلو متحدینو سره یوځای له افغانستان څخه وځو- ناتو
د ناتو سرمنشي ويلي، افغانستان ته د تګ پرېکړه له متحدینو سره په ګډه شوې او د راتلونکیو بدلونونو په اړه به هم پرېکړه په ګډه کوي.
له هغې وروسته، چې ولسمشر ترمپ په راتلونکي کریسمس کې له افغانستان څخه د ځواکونو پر ایستلو ټینګار څرګند کړ؛ ینس ستولتنبرګ په بروکسل کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان ته د تګ پرېکړه له متحدینو سره په ګډه شوې او د راتلونکیو بدلونونو په اړه به هم پرېکړه په ګډه کوي.
ینس ستولتنبرګ ویلي؛ کله، چې مناسب وخت راشي، په ګډه به راوځوو.
د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار مک ماستر د افغانستان په اړه د امریکا پر تګلاره نیوکه کوي او وایي، چې په واک کې د طالبانو شریکول مناسب کار ندی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ خلک غواړي، چې جګړې پای ومومي او ځواکونه له افغانستان ووځي. مونږ اوس په افغانستان کې په یوه له لیونتوب څخه په ډک حالت کې یو؛ هغه دا، چې مونږ د افغان دولت پر ضد د طالبانو شریکان یو.
مک ماستر ویلي، د طالبانو او القاعده یارانه هم اوس تر پخوا لا ژوره شوې ده.
مک ماستر وایي؛ مونږ په افغانستان کې ځانته دښمن جوړ کړ. اوس د القاعده او طالبانو تر منځ څرګنده کرښه شتون نلري. دا افسانه یې دښمن یعنې طالبان اوس د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو په پرتله ډېر ډارن دي.
د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک له مخې، امریکایي ځواکونه باید په څوارلس میاشتو کې له افغانستان ووځي؛ خو که ترمپ خپله پرېکړه عملي کړي، له طالبانو سره به له کړې هوکړې څخه پېنځه میاشتې مخکې دا کار کوي.
تازه خبرونه
د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
نن سېشنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بختالرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
تازه خبرونه
په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه4 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
تحول5 days agoتحول: له امریکا سره د اړیکو لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار
-
لوبی2 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
نړۍ4 days agoپر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریفالله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو
-
لوبی5 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ آریانا خوست لوبه وګټله؛ عینو مېنه او خراسان فاریاب مساوي شول
-
تازه خبرونه1 day agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد قطر یوه لوړپوړي چارواکي له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل
