سوداگري
له روسیې سره د تېلو، ګازو او غنمو د پېرلو لنډمهاله هوکړه لاسلیک شوه
د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولینو ويلي؛ له روسیې سره یې افغانستان ته د پترولو، ډیزلو، ګازو اوغنمو د پېرلو یوه لنډمهاله هوکړه لاسلیک کړی ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې له روسیې سره یې د پترولو، ډیزلو، ګازو اوغنمو د تامین په برخه کې یو لنډ مهاله قرارداد کړی دی.
د صعنت اوسوداګرۍ وزارت مسوولین زیاتوي؛ روسیې له اسلامي امارت سره ژمنه کړې، چې د نړیوال بازار پر پرتله به د روسیې لخوا افغان لوري ته تخفیف هم په نظر کې ونیول شي.
د سوداګرۍ وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې: له روسیې سره د نوي تړون له مخې دوه میلیون ټنه غنم، یو میلیون ټنه پترول، یو میلیون ټنه ډیزل او پېنځه سوه زره ټنه مایع ګاز په کال کې افغانستان ته ورکوي.
دا چې دا پیسې به یې په څه ډول روسیې ته ورکول کېږي، په اړه یې نورجزئیات نه ورکوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي، چې دا تړون د دواړو حکومتونو ترمنځ تر سره شوی او افغان لوری په دې هڅه کې دی، چې دا تړون په دوام داره توګه فعال وساتي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو زیاته کړې؛ هڅه کوي، چې خپل سوداګریز شریکان متنوع کړي.
دوی څرګنده کړې؛ روسیې له اسلامي امارت سره ژمنه کړې، چې د نړۍ د توکو په اوسط نرخ کې به دوی افغانستان ته تخفیف ورکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخوندزاده عبد السلام جواد وایي: مونږ و د یو میلیون ټن پترولو، یو میلیون ټن ډیزلو، ۵۰۰ زره ټنو اوبلن ګاز او دوه میلیون ټنو غنمو تړون کړی، چې د دې توکو له راتلو سره به د هېواد په بازارونو کې پر بیو خورا مثبت اغېز ولري.
د سوداګرۍ اوپانګونې خوني غړي هم د افغانستان اسلامي امارت او د روسېې ترمنځ له شوي تړون هرکلی کوي او زیاتوي، چې له روسیې اومنځنۍ آسیا سره د هېواد د اقتصادي اړیکو پراختیا کولی شي هېواد د لومړنیو خوراکي او سون توکو له پلوه له ستونزو خلاص کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي؛ مونږ د دې قرار داد په تر سره کیدو خوښ یوو. هیله لرو، چې د افغانستان اسلامي امارت لخوا له روسیې او منځنۍ آسیا هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ په برخوالي کې آسانتیاوي او پراختیا وې رامنځته شي.
د اقتصادي چارو پوهان هم پدې باور دي، چې واک ته له رسېدو وروسته دا د افغانستان اسلامي امارت لومړنی لوی نړیوال اقتصادي تړون دی، چې کولی شي په نړۍ کې د دوی د انزوا په کمولو کې مرسته وکړي.
دوی د افغانستان له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې د روسیې او منځنۍ آسیا له هېوادونو سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې هڅې نورې هم پیاړوې کړي.
سوداگري
افغان او قزاق چارواکو پر بانکي همکاریو خبرې وکړې
د افغانستان بانک د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ صدیق الله خالد په دې غونډه کې زیاته کړې؛ دا اداره غواړي له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره منظمې او اغېزمنې بانکي اړیکې رامنځته کړي.
تازه خبرونه
د افغانستان مالیې وزارت مرستیال د هند پر پانګونې ټینګار وکړ
د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې عبدالمتین سعید ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي او په دې اړه یې د ملاتړ رامنځته کولو هڅې روانې ساتلې دي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال عبدالمتین سعید له یو شمېر هندي پانګوالو سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې کړې دي.
د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې عبدالمتین سعید ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي او په دې اړه یې د ملاتړ رامنځته کولو هڅې روانې ساتلې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان او هند اړیکې په ځانګړي توګه د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د پراختیا په حال کې دي.
دغه راز هندي پانګوالو هم ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به د انساني، کرنیزو او حیواني درملو د تولید، کرنې او کانونو د عصري ټکنالوژۍ کارونې او دغو برخو ته د افغان کدرونو د ظرفیت لوړونې لپاره د پروګرامونو پر برابرولو پانګونه وکړي.
ویل کیږي، چې یاده پانګونه کولی شي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د تخنیکي پوهې په لېږد او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
سوداگري
د پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس جنید الطاف ویلي؛ د دواړو خواوو سوداګري، چې پخوا محدوده وه اوس د توکو د تګ راتګ د بندېدا له کبله خرابه شوې او د تورخم د لارې له بندېدا راپدېخوا شاوخوا ۴۵ میلیون ډالر اقتصادي زیان ثبت شوی دی.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو د بندېدا له کبله د دواړو لوریو ترمنځ سوداګري سخته زیانمنه شوې؛ شاوخوا ۱۱ زره افغان ټرانزیټ کانټینرونه د کراچۍ په بندر او زرګونه نور خرابېدونکي توکي د غلام خان، سپین بولډک، خرلاچي او تورخم کې بند پاتې دي.
د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس جنید الطاف ویلي؛ د دواړو خواوو سوداګري، چې پخوا محدوده وه اوس د توکو د تګ راتګ د بندېدا له کبله خرابه شوې او د تورخم د لارې له بندېدا راپدېخوا شاوخوا ۴۵ میلیون ډالر اقتصادي زیان ثبت شوی دی.
سوداګرو خبرداری ورکړی؛ خوراکي توکي مخ پر خرابېدا دي، چې دې اقتصادي چلند درانده مالي زیانونه اړولي دي. هغو صادروونکو، چې E سندونه یې ترلاسه کړي وه؛ هم نشي کولی خپل بارونه ولېږدوي او دوه اړخیزه سوداګري چټکه راټیټه شوې ده.
د لارو بندېدا د درملو سوداګري هم د ۲۰۰ میلیون ډالرو له خطر سره مخ کړې ده. د انټي بیوټیکو، انسولینو، واکسینونو او زړه درملو سلګونه توکي په تورخم او چمن کې بند پاتې دي، چې د تودوخې حساس درمل د خرابېدا له خطر سره مخ دي.
د پاکستان د درملو جوړوونکو ټولنې خبرداری ورکړی، چې دا ګډوډي نه یوازې په افغانستان کې پر درمل رسولو اغېزه کوي، بلکې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان لپاره د پاکستان ټرانزیټي لار هم اغېزمنوي، چې د سیمهییز اتصال پروژې په ګډون د پاکستان- ازبکستان- افغانستان اوسپنېپټلۍ له خطر سره مخ کوي.
د سوداګرو استازو له اړوند چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژره د توکو تګ راتګ بېرته پیل او سوداګري له سیاسي مسلو څخه بېله کړي، چې دواړو هېوادونو ته نور اقتصادي زیان ونهرسیږي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
-
روغتيا4 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې سره سم د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیل شو
