سوداگري
د خوراکي او نفتي توکو په بیعو کې ټیټوالی راغلی
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ويلي، چې د تېرې یوې میاشتې پر پرتله د هېواد په بازارونو کې د سون او لومړنیو توکو په بیعو کې دېرش سلنه کموالی راغلی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ويلي؛ د تېرې یوې میاشتې پر پرتله د سون او لومړنیو توکو په بیعو کې دېرش سلنه کموالی راغلی.
د خصوصي سکتورغړي هیله څرګندوي، چې په راتلونکي کې به بیعې نورې هم راټیټې شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند ویلي؛ په ټوله کې بیعې تر دېرش سلنې کمې شوي او علت يي دا ده، چې په نړیوال بازار کې بیعې راټیټې شوي او په منځنۍ آسیا او قزاقستان کې فصلونه هم رسیدلي دي.
په کابل ښار کې د خوراکي توکو پلورونکي وايي؛ که څه هم د خوراکې تو بیعې راټیټې شوي؛ خو خلک اوس هم د پېرودلو وس نلري.
هټیوال حاجي ګل محمد وایي: ارازنه شوي؛ خو ورځ تر بلي هم ارازنه کیدی شي. که مونږ یې ارزانه واخلو ارازنه يي بېرته پلورو.
هټیوال عبیدالله ویلي؛ د تېرې یوې میاشتې پر پرتله د خواړو توکو بیعې راټیټې شوي، خو وریجي اوس هم ارزانه شوې ندي او خلکو يي پېرلی نشي.
د لومړنیو خوراکي توکو ترڅنګ د سون او نفتي توکو په بیعو کې هم تر یوه بریده ټیټوالی راغلي دی. پلورونکي یې هیله څرګندوي، چې که د نفتي توکو بیعې راټیټې شي؛ دوی به يي په ټیټه بیعه خلکوته ورکړي.
تېل پلورونکی مهدي وایي: د تېرې یوې میاشتي په پرتله د تېلو بیعې راټیټې شوي؛ یو لیتر ډیزل ۹۷، پترول ۸۷ او اوبلن ګاز ۶۵ افغانې پلورل کیږي.
یو شمېرهېوادوال بیا وايي، چې اوس هم خلک د لومړنیو توکو د پېرودلو وس نلري. دوی د افغانستان له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې خلکو ته دې د کار د پیدا کولو ترڅنګ د توکو له بازاره هم څارنه پراخه کړي.
د هېواد یو شمېر اوسیدونکي بیا له بېکارۍ ځوریږي او څرګندوي، چې خلک اوس هم په اوسنیو قیمتونو د سوند او لومړنیو توکو د رانیولو توان نلري.
تکسي چلوونکی علي احمد وایي: دې اوسنیو بیعو ته په کتو هم زمونږ لګښت نه پوره کیږي؛ کار نشته، چې کار نوي بیا له کومه دومره پیسې پیدا کړو.
د کابل ښار اوسیدونکي احمد شاه ویلي: خلک کار نلري وختي، چې پیسي نه وي توکي به په څه راونیسو. خلک له بېکارۍ غرق دي؛ حکومت باید د خلکو لپاره کار برابر کړي، چې ستونزې یې حل شي.
د اقتصادي چارو کار پوهان هم له صنعت او سوداګرۍ له وزارته غوښتنه کوي، چې باید د بیعو د څارنې لپاره له بازار څارنه ډېره کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی: حکیم الله صدیقي وایي؛ زما له نظره که د صنعت او سوداګرۍ وزارت باید له کورني بازاره څارنه زیاته کړي، چې د یوشمېر خپلسريو مخه ونیول شي.
د افغانستان د اسلامي امارت مسوولین ژمنه کوې، چې د بیعو د څارنې لپاره تدابیر لري او هڅه کوي، چې د لومړینو توکو د بیعو د ټیټولو لپاره نورې آسانتیاوې هم رامنځته کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخوندزاده عبدالسلام جواد وایي؛ مونږ خپلې کاري ډلې لرو، چي له بازاره څارنه کوي، چې د توکو د انحصار او احتکار مخنیوی وکړي او بیعې هم وڅاري.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي، په نړۍ کې د خوراکي توکو او تېلو د بیو ټیټېدو، په افغانستان کې د خوراکي توکو په تېره بیا اوړو، وریجو او غوړیو پر بیو مثبته اغېزه کړې ده. افغانستان تر ډېره خوراکي او د اړتیا وړ تېل د منځنۍ آسیا له هېوادونو، روسیې او ایران واردوي.
سوداگري
قزاقستان له افغان شرکت سره د جست ډبرو د صادراتو تړون لاسلیک کړ
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د قزاقستان چارواکو ویلي، د دغه هېواد شالکیازینک شرکت په افغانستان کې له افغان ـ جرمن باختر شرکت سره د جست ډبرو د برابرولو تړون لاسلیک کړی دی.
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د تړون له مخې، هر کال به شاوخوا ۳۰ زره ټنه د جست ډبرې له افغانستان څخه قزاقستان ته صادرېږي. د تړون ټول ارزښت ۱۸.۸۸ میلیون ډالر ښودل شوی او موخه یې شالکیازینک تولیدي فابریکو ته د خامو موادو برابرول دي.
قزاقستاني چارواکي وایي، افغانستان پر پراخو اقتصادي فرصتونو لرونکي بازار بدلېږي او د کانونو، کرنې او رغونې په برخو کې د همکارۍ زمینه پراخېږي.
د رسمي څرګندونو له مخې، په ۲۰۲۵ز.کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۵۴۱ میلیون ډالرو اوښتې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې ۳ میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.
سوداگري
د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ ۲۵ تفاهملیکونه لاسلیک شول
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې هوکړهلیکونو کې د درملو، سابو، تازه او وچو مېوو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ بانکي همکاري، اوړه، غنم، غوړي او کچالو هم رانغاړي.
سوداگري
د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون امریکايي ډالرو پر پانګونه لاسلیک شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قرارداد د پنجشنبې پر ورځ د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د «ایبک سمنت» شرکت ترمنځ لاسلیک شو. د قرارداد له مخې، یاد شرکت به د تولید شوي هر ټن سمنټو په بدل کې ۲۰۰ افغانۍ د دولت حق الامتیاز (رویالټي) ورکوي.
د کانونو او پټرولیم وزیر د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، دا پروژه د ۳۰ کلونو لپاره ورکړ شوې او د هغې دوام به د کانونو د اصولو، کړنلارو او په تړون کې د راغلو ژمنو له رعایت سره تړلی وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پروژې له عملي کېدا سره به شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. همداراز پانګوال شرکت ژمنه کړې، چې په ټاکلې موده کې به شاوخوا یو میلیون ډالر پر ټولنیزو خدماتو ولګوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه11 hours agoافغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه3 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
-
تازه خبرونه12 hours agoپه کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoله افغانستان سره تعامل د بېثباتۍ د مخنیوي لپاره اړین دی – قزاقي استازی
-
څار3 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې
