تازه خبرونه
له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د اندېښنې وړ دي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر برهم صالح ویلي، چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د اندېښنې وړ دي او د کډوالو د ستونزو د هواري او باعزته ستنېدا لپاره درې اړخیزو او څلور اړخیزو همکاریو ته اړتیا ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر برهم صالح او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس الکساندر ډي کرو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر برهم صالح ویلي، چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د اندېښنې وړ دي او د کډوالو د ستونزو د هواري او باعزته ستنېدا لپاره درې اړخیزو او څلور اړخیزو همکاریو ته اړتیا ده.
برهم صالح کابل ته د خپل سفر پر مهال د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر، سره د کتنې پرمهال ویلي، چې ملګري ملتونه له افغانانو سره مرستو ته ژمن دي او هڅه کوي، چې افغانستان ته ډېرې بشري او پراختیايي مرستې راجلبې کړي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر ډي کرو هم په دې کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې امنیت او د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه مهمې لاسته راوړنې دي او نړۍوال باید د افغانانو د اقتصادي ودې او شته ظرفیتونو له پیاوړتیا ملاتړ وکړي.
په دې کتنه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د ملګرو ملتونو ادارو په سختو شرایطو کې له افغانانو سره مرستې کړې دي.
هغه زیاته کړې، د پرلهپسې جګړو او نورو پېښو له کبله میلیونونه افغانان کډوالۍ ته اړ شوي او د دې ستونزې د اساسي لاملونو له منځه وړل اړین دي.
هغه ویلي، چې اسلامي امارت د اقتصادي ودې او سیمهییز اتصال لپاره سترې پروژې پیل او سره له اقتصادي ستونزو، میلیونونو راستنو شویو او بېځایه شویو افغانانو ته یې اړین خدمتونه وړاندې کړې دي.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د افغان کډوالو د ستونزو د حل، د مرستو د پراختیا او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیز اندونه وړاندې کړي دي.
تازه خبرونه
په بهرنیو چارو وزارت کې د کوکنارو د کښت د بندیز فرمان تشریح شو
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې د وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم رییسانو، مرستیالانو او کارکوونکو ګډون کړی و.
تازه خبرونه
په ۱۰ ولسوالیو کې د سندونو د تصدیق خدمتونه پیلېږي – د بهرنیو چارو وزارت
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، هېوادوال کولی شي د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د زمري له لومړۍ نېټې خپل سندونه د افغان پوسټ امارتي شرکت د یادو ولسوالیو د څانګو له لارې د تصدیق لپاره بهرنیو چارو وزارت یا د دغه وزارت ولایتي ریاستونو ته واستوي او له تصدیق وروسته یې بېرته له هماغو پوستخونو ترلاسه کړي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي، د قونسلي خدمتونو د آسانتیا لپاره به د هېواد په ۱۰ ولسوالیو کې د مصدقه سندونو د تصدیق خدمتونه پیل شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکورییس ضیا احمد تکل په ایکسپاڼه کې خبر ورکړی، چې د قونسلي خدمتونو د آسانتیا لپاره به د هېواد په سروبي او قرهباغ ولسوالیو(کابل)، سپین بولدک(کندهار) شینډنډ(هرات) کلدار یا حیرتان(بلخ) مومندره یا تورخم(ننګرهار) ګرشک(هلمند) امام صاحب(کندوز)، جاغوري(غزني) او څمکنیو(پکتیا) ولسوالیو کې د مصدقه سندونو د تصدیق خدمتونه وړاندې کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، هېوادوال کولی شي د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د زمري له لومړۍ نېټې خپل سندونه د افغان پوسټ امارتي شرکت د یادو ولسوالیو د څانګو له لارې د تصدیق لپاره بهرنیو چارو وزارت یا د دغه وزارت ولایتي ریاستونو ته واستوي او له تصدیق وروسته یې بېرته له هماغو پوستخونو ترلاسه کړي.
International Sports
انګلستان فرانسې ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ
انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګولوهونکي وه.
د انګلستان فوټبال ملي لوبډلې فرانسې ته ۶ ـ ۴ ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ز.کال د فوټبال نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ.
انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګولوهونکي وه.
ساکا وروسته د لوبې په اووهاتیاایمه دقیقه کې له پنالټۍ خپل درېیم ګول هم وواهه او هټټریک یې بشپړ کړ.
د فرانسې لپاره کیلیان امباپه په دوهیمه نیمايي کې دوه ګولونه ووهل او په دې نړیوال جام کې یې د خپلو ګولونو شمېر ۱۰ ته ورساوه. برادلي بارکولا هم د فرانسې لپاره یو ګول وکړ.
عثمان ډیمبلي د اضافي وخت په شپږمه دقیقه کې د فرانسې څلورم ګول وواهه؛ خو له هغه وروسته جوډ بلېنګهم د انګلستان شپږم ګول د فرانسې دروازې ته واستاوه.
امباپه د آرجنټاین له ستوري لیونېل میسي څخه په دوه ګولونو ډېر د روان نړیوال جام د غوره ګولوهونکو په سر کې ځای لري.
نوموړی همداراز له میسي څخه په یو ګول ډېر د نړیوال جام د تاریخ د غوره ګولوهونکو په جدول کې هم مخکښ دی. په داسې حال کې، چې میسي د یکشنبې د ورځې په پایلوبه کې د اسپانیې پر وړاندې د لوبېدا لپاره چمتووالی نیسي.
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان له افغانستان سره پر سولهییزو او باثباته اړیکو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoرباب فاطمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې ونومول شوه
-
International Sports4 days agoارجنټاین په زړهراکښونکې لوبه کې انګلستان مات او پایلوبې ته ووت
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران د سویل په تازه بریدونو کې له ۳۰ ډېر ملکي وګړي ووژل شول
-
تازه خبرونه5 days agoد کابل- ډیلي هوايي دهلېز فعال دی
-
تازه خبرونه4 days agoپه کندهار کې د امنيې، عبور او مرور شُرطې ځواکونو ته یو ورځنی سمینار ورکړ شو
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت له رهبرۍ سره اختلاف نهلرم – جمعهخان فاتح
-
سوداگري4 days agoایران، افغانستان او تاجکستان د ټرانزیټي آسانتیاوو او سیمهییز نښلون سند لاسلیک کړ
