Connect with us

لوبی

له ۱۹ کلونو لږ عمره کرکټ افغان لوبډلې زمبابوی ته پر ۱۰۹ منډو ماتې ورکړه

Published

 on

(Last Updated On: سلواغه ۳, ۱۴۰۰)

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلونو لږ عمره ملي لوبډلې تېره شپه زمبابوی ته پر ۱۰۹ منډو ماتې ورکړه او د ویسټ انډیز د نړیوال جام بل پړاو ته یې لاره پیدا کړه.

د افغانستان لوبډلې که څه هم ۶ لوبغاړي وسوځېدل؛ خو سیالې ډلې ته یې د ۲۶۲ منډو هدف وټاکه.

زمبابوی د ۱۵۲ منډو پر جوړولو بریالۍ نشوه، چې ځان د افغان لوبډلې لخوا ټاکل شوې موخې ته ورسوي او په ۳۷ آورونو کې یې لوبډله وسوځېده.

د افغانستان لوبډلمشر سليمان ساپي ۱۱۱، ننګيالي خروټي ۵۰، محمد اسحاق ۳۹ او اعجاز احمدزي ۲۱ منډې جوړې کړې.

دغه راز په توپ اچوونه کې ننګيالی خروټی ښه وځلېد او د زمبابوی څلور لوبغاړي يې وسوځول.

همدارنګه شاهد الله او اظهارالحق دوه – دوه ویکټې ترلاسه کړې.

په دې نړيوال جام کې، چې د وېسټ انډيز پر کوربتوب روانې دي؛ ۱۶ لوبډلې په ۴ ګروپونو کې ونډه لري. افغان لوبډله په سي ګروپ کې راغلې؛ خو په نړيوال جام کې يې لومړنۍ سيالي، چې ټاکل شوې وه د جنورۍ پر ۱۶ ترسره شي د کرونایي محدودیتونو له کبله وځنډېده او همدارنګه ترې له انګلنډ او اماراتو سره د چمتووالي لوبې پاتې شوې دي.

د یادونې ده، چې افغانستان په تېرو دوه سیالیو کې يوه له پاپوا نيو ګيني ګټلې او بله يې پاکستان ته بايللي ده.

لوبی

آریانا تلویزیون د هند کرکت غوره لیګ د خپرولو دیجیتل حق ترلاسه کړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۰, ۱۴۰۲)

آریانا تلویزیوني شبکې په خپل دیجیتل پلیت فارمونو کې د کرکت تر ټولو لویې او تر ټولو ډېرې کتل شوې لوبې د هند کرکت غوره لیګ د خپرولو حق ترلاسه کړی دی.

د هند غوره لیګ یا (IPL) سږنۍ سیالۍ، چې د جمعې پر ورځ (د وري یوولسمه / د مارچ یو‌دېرشمه) پیلېږي؛ میلیونونه افغان مینه‌والو ته به د آریانا او آریانا نیوز اوبپاڼو له لارې د لاسرسي او لیدو وړ وي.

دغه سیالۍ هره ورځ د آریانا نیوز او آریانا تلویزیون د اوبپاڼو له لارې په ژوندۍ بڼه خپریږي، چې هېوادوال کولی شي؛ دا په زړه پورې سیالۍ له واټن پرته په خپلو کورونو او هر ځای کې ننداره کړي.

په دغه لیګ او سیالیو کې به د لوبغاړیو په ګډون د کرکت د نړۍ یو شمېر مشهور ستوري یو ځل بیا د کرکت په یوه ستره سیالۍ کې خپل استعدادونه نندارې ته وړاندې کړي.

هغه څه، چې باید پرې پوه شئ:

دا لیګ او سیالۍ به د جمعې پر ورځ ( د وري پر ۱۱ / د مارچ پر ۳۱ ) پیل شي. د تېر کال د اتلولۍ لرونکې لوبډله ګجرات تایتانز به په لومړۍ لوبه کې له چینای سوپر کینګز سره مخ شي.

ټولټال لس لوبډلې به په دې سیالیو کې ونډه ولري او د اتلولۍ تر پړاو  پورې به ۷۰ سیالۍ وکړي.

پای لوبه به د غبرګولي پر ۷ / د می پر ۲۸ د احمد آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شي.

آریانا تلویزیون څنګه په دیجیتل پلیت فارمونو کې وګورو؟

  • د آریانانیوز اوبپاڼه کېکاږئ
  • د آریانا تلویزیون اوبپاڼه کېکاږئ

د هند غوره لیګ کرکت سیالیو بشپړ مهالوېش:

  • د سیالۍ مهالوېش

په سږني IPL کې رامنځته شوي بدلونونه:

سږ کال د هند کرکت بورد (BCCI) د IPL په قوانینو او بڼه کې بدلون رامنځته کړی دی.

  • د هندوستان د کرکت بورد د غوره لیګ د شپاړسمې دورې د کورنۍ او بهرنۍ سیالۍ تنظیم کړي او لس لوبډلې یې پر دوه ګروپونو وېشلي، چې هر یو یې پېنځه لوبډلې لري. هره لوبډله به د لیګ په پړاو کې ۱۴ لوبې کوي، چې په کې ۷ کورنۍ او ۷ بهرنې لوبې په پام کې نیول شوي دي.
  • سږنی لیګ به ۵۲ ورځې په ۱۲ بېلابېلو ځایونو کې ترسره شي
  • او په سږني لیګ کې نور ټولیز بدلونونه راغلي دي

د سږ کال لیګ لوبډلې:

  • د الف ګروپ لوبډلې: ممبي اندینز، راجستان رویالز، کلکته نایت رایدرز، دیلي کپیتلز او لکنو سوپر جاینتز.
  • د ب ګروپ لوبډلې: ګجرات تایتانز، چینای سوپر کینګز، پنجاب کینګز، سانرایزرز حیدرآباد، رویال چلنجرز بنګلور

هغه افغان لوبغاړي، چې په سږني لیګ کې لوبیږي:

سږ کال به پېنځه افغان لوبغاړي په بېلابېلو لوبډلو کې ولوبېږي، چې نومونه یې دا دي:

  • د کلکتې په نایت رایدرز لوبډلې کې رحمان الله ګربز
  • په ګجرات تایانز لوبډله کې راشد خان او نور احمد
  • په سانرایزرز حیدرآباد لوبډله کې فضل حق فاروقي
  • په لکنو سوپر جاینتز لوبډله کې نوین الحق

د راپورونو له مخې، ټول افغان لوبغاړي هند ته رسېدلي دي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان له پاکستان سره په ۲۰ آووریزو لوبو کې له تاریخي بریا برخمن شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۲)
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د یکشنبې پر شپه له پاکستان لوبډلې څخه د درې شل آووریزو لوبو دوه‌یمه لوبه پر ۷ ويکتو وګټله او د سیمې پر کچه د دې لوبو له تاریخي بریا برخمنه شوه.
 

د‌ يادې سيالي پچه پاکستان لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او وتوانېدله، چې د ۶ لوبغاړیو پر سوځېدو خپلې سيالې افغان لوبډلې ته ۱۳۱ منډې هدف جوړ کړي.

د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي ۲, راشد خان درې، نوين الحق او کريم جنت یوه ـ یوه ويکته ترلاسه کړه.

دغه راز افغان لوبډلې د رحمن الله ګربز پر ۴۴ منډو وکولی شول، چې په وروستي آوور کې ياد هدف ته ځان ورسوي او دغه ستره بريا ترلاسه او افغانستان د یادې لوبې ګټونکی شي.

د یادې لوبې غوره لوبغاړی فضل الحق فاروقي ونومول شو، چې په څلور آوورونو کې یې ۱۹ منډې جوړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

د افغانستان د کرېکت په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې پاکستان ته یې په یوه نړیواله لړۍ کې ماتې ورکړه.

بايد يادونه‌ وشي، چې دغه لوبې د‌ افغانستان پر کوربتوب، د اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي، چې په پيل کې افغان لوبډلې د یادو سیالیو لومړۍ او دويمه لوبه وګټله او د دوشنبې پر ورځ به وروستۍ لوبه ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

د ټولو سترګې د افغانستان د دوه‌یمې شل آووریزې لوبې بریا ته اوړي

Published

on

(Last Updated On: وری ۶, ۱۴۰۲)

د جمعې پر ورځ د درې ۲۰ آوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې افغانستان، پاکستان ته  تاریخي ماته ورکړه، چې ورسره سم مو افغان مینه‌وال د خپلې لوبډلې د دوه‌یمې لوبې ګټلو ته سترګې اړوي.

د ۲۰ آوریزو سیالیو دوه‌یمه لوبه نن یکشنبه د وري ۶ / د مارچ ۲۶ د کابل پر وخت د شپې ۸:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو په شارجه کرکت لوبغالي کې پیلېږي.

د جمعې پر ورځ، د افغان لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د خپلې لوبډلې پر مشرۍ د پاکستان خلاف په شپږ ویکتو بریا ترلاسه کړه او په ۲۰ آووریزو نړیوالو لوبو کې یې د نورو پر پرتله خپله لومړۍ سیمه ییزه بریا ثبت کړه.

دمګړۍ پر پاکستان فشار دی او باید وکتل شي، چې دوی له دې ماتې څه زده‌کوي!

د افغانستان کرکت بورد ويلي، د دواړو لوبډلو ترمنځ به درېیمه او وروستۍ لوبه د دوشنبې پر ورځ د وري ۷ / د مارچ ۲۷ ترسره شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!