Connect with us

لوبی

مالیزیا د آسیا ۲۰۲۳-۲۴ لمانز موټرځغلونې سیالیو کوربه‌توب کوي

خپور شوی

د

د مالیزیا د آسیا ۲۰۲۳۲۴ لمانز د موټر ځغلونې ولوله راپاروونکې سیالۍ د شنبې پر ورځ ( د لیندۍ پر ۱۱ / د دسمبر پر ۲ نېټه) د دې هېواد په سپانګ نړیوال ډګر کې پیل کیږي.

د دې سیالیو تېر پړاو د ډېرو لیدونکیو او ننداره‌کوونکیو شاهد و او راتلونکی پړاو د ډېرې لیوالتیا زیری وړاندې کوي.

د پرانستې پړاو دا پړاو د شنبې پر ورځ د سپانګ په نړیوال ډګر کې له ټولې نړۍ څخه د ۳۹ موټرو او۱۱۷ چلوونکیو په شتون کې ترسره ترسره کیږي.

په موټر چلوونکیو کې به د FIA د لمانز ۲۴ ساعتونو د نړیوال استقامت اتلولۍ ډېري ګټونکي لوبغاړي هم وي.

په لیست کې ځانګړي تکړه درایوران هم شته، چې د  GT جوړوونکیو لخوا یې ملاتړ کیږي.

آسیا ته راستنېدا د آسیا ډېر استعدادونه راجلب کړي دي او په دې پړاو سیالیو کې به د آسیا – آرام سمندر له سیمې ځینې خورا تکړه چلوونکي شتون ولري.

د ۳۹ موټرو د ۲۰۲۳-۲۴ اتلولیو لومړی پړاو د سپانګ نړیوال ډګر کې سیالي کوي، چې دا به په مالیزیا کې د آسیا ترټولو لوی لمانز سیالۍ وي.

د سپانګ نړيوال لوبغالي د دې سياليو په تاريخ او پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی او د لومړي ځل لپاره آسيايي لمانز سيالۍ پر ٢٠١٤ ز.کال په همدې ډګر کې تر سره شوې.

د آسیا لمانز سیالۍ هر کال د ودې په حال کې دي، چې د نړۍ ترټولو بریالي تکړه لوبډلې جذبوي او همدارنګه په سیمه کې نوي راپورته کیدونکي استعدادونو ته وده ورکوي.

کلیزې ته د سپانګ له بېرته راستنیدو سره به دې پړاو ته پېنځه نورې سیالۍ ورزیاتې شي او دا د لیدو وړ سیالۍ به د دوبۍ اتودروم او یاس مرینا لوبغلیو کې هم ترسره شي.

د تل په څیر لوبغالي او چلوونکي به نه یوازې د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي، بلکې په ۲۰۲۴ کې به د لمانز ۲۴ ساعتونو ته هم بلنه ورکړ شي. د LMP2 او GT ډلې اتلان به دواړه د سیالۍ لپاره بلنه ترلاسه کړي.

د لوبو نېټې په لاندې بڼه دي:

لومړۍ لوبه: سیپانګ (مالیزیا) – د دسمبر ۲کال ۲۰۲۳

دوه‌يمه لوبه: سپانګ (مالیزیا) – د دسمبر ۳ نېټه

درېیمه سیالي: دوبۍ ( عربي متحده امارات) – د فبرورۍ ۴ کال ۲۰۲۴

څلورمه لوبه: یاس مارینا ډګر (ابوظبي) – د فبرورۍ ۱۰

پېنځمه لوبه: یاس مارینا ډګر (ابوظبي) – د فبرورۍ ۱۱

د لیوالو لپاره

آریانا تلویزیون یو ځل بیا ډاډ تر لاسه کړ، چې یوځل بیا به افغانان په ټول هېواد کې د دغو زړه‌راکښونکیو سیالیو د لیدو برخمن شي.

آریانا تلویزیون به ډېر ژر د سیالیو د خپرېدو نېټه او وخت اعلان کړي.

لوبی

په جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي

د پرانیستلو په مراسمو کې بېلابېل پروګرامونه ترسره شوي او د جاپان امپراتور ناروهيټو د ۴۵ هېوادونو او سیمو د لوبغاړو له تېرېدا وروسته د دې لوبو د پیل اعلان وکړ.

Published

on

د آسیایي لوبو شلم پړاو د شنبې پر ورځ د جاپان په ناګویا ښار کې د پرانیستلو مراسمو پر ترسره کېدا پیل شو او د اوکټوبر تر څلورم به روان وي.

د پرانیستلو په مراسمو کې بېلابېل پروګرامونه ترسره شوي او د جاپان امپراتور ناروهيټو د ۴۵ هېوادونو او سیمو د لوبغاړو له تېرېدا وروسته د دې لوبو د پیل اعلان وکړ.

د آسیا د المپیک شورا مشر د پرانیستلو په مراسمو کې ویلي؛ د آسیا په لوبو کې ورزشکاران په داسې حال کې سیالۍ کوي، چې نړۍ له شخړو سره مخ ده او ښيي، چې سپورټ اوس هم د ملتونو ترمنځ د سولې، متقابلې همغږۍ او ملګرتیا لپاره ځواک کېدی شي.

د آسیا دا لوبې د توکیو له المپیک پېنځه کاله وروسته ترسره کېږي؛ هغه لوبې، چې د کووېډ-۱۹ د محدودیتونو له کبله پرته له نندارچیانو ترسره شوې وې.

په دې پړاو کې له ۱۱ زره ډېر لوبغاړي د آسیا له ۴۵ هېوادونو څخه ګډون لري او په ۴۱ سپورټي څانګو کې به له یو بل سره لوبې وکړي.

په دغو لوبو کې د افغانستان اته سپورټي ډلې د ۳۴ لوبغاړو په ګډون حضور لري.

ټاکل کیږي، چې نن څلور افغان لوبغاړي؛ محمد جعفر سلطاني، شهزاده ساپی، محمد خالد هوتک او حامد اشرفي د ووشو په برخه کې له خپلو سیالانو سره مخامخ شي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول

د افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۹, ۱۴۰۵

ابومسلم فراه او آریانا خوست د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په دیارلسمه لوبه کې نن (شنبه) سره مخ شول، چې لوبه یې له کوم ګول پرته په مساوي ډول پای ته ورسېده.

دواړو لوبډلو په دواړو نیمایي کې د یو بل د دروازې د پرانیستلو لپاره ډېرې هڅې وکړې؛ خو هېڅ یوې لوبډلې ونه‌شو کولی له خپلو رامنځته شویو دریځونو ګټه واخلي او لوبه ۰-۰ پای ته ورسېده.

د ابومسلم فراه فوټبال لوبډلې لوبغاړی مصطفی عمرخېل د دې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ابومسلم فراه به په خپله راتلونکې لوبه کې له سرخ‌پوشان خوافي سره مخ شي او آریانا خوست به له استقلال کابل سره لوبه وکړي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلوېزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ عینو مېنه او عمر ځواک ۱-۱ مساوي شول

عینو مېنې لوبه ښه پیل کړه او محمد یعقوب د لوبې په شپږمه دقیقه کې لومړی ګول وواهه او خپله لوبډله یې مخکې کړه.

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۹, ۱۴۰۵

عینو مېنه کندهار او عمر ځواک هرات د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په دولسمه لوبه کې نن(‌شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې سره مخ شول، چې لوبه یې ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

عینو مېنې لوبه ښه پیل کړه او محمد یعقوب د لوبې په شپږمه دقیقه کې لومړی ګول وواهه او خپله لوبډله یې مخکې کړه.

دغه راز عمر ځواک هرات اته دقیقې وروسته ځواب ورکړ او نعمت‌الله کریمي په څوارلسمه دقیقه کې د عینو مېنې پر دروازې توپ وردننه کړ او لوبه یې مساوي کړه.

د لوبې په دوام کې دواړو لوبډلو د بریا ګول وهلو هڅې وکړې؛ خو په دوه‌یمه نیمایي کې رامنځته شوې هڅې پر ګول بدلې نه‌شوې او لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

د عینو مېنه کندهار لوبډلې اهل‌الله درمان د دې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

عینو مېنه کندهار به په راتلونکې لوبه کې له سرسبز یاشلر فاریاب سره لوبه کوي او عمر ځواک هرات به له آرمان اف‌سي سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلوېزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!