سوداگري
مالیې وزارت د ۱۴۰۲ کال د بودجې جوړولو بهیر پیل کړ
د ماليي وزارت د مسوولینود څرګندونو له مخې؛ دې وزارت د نوي مالي ۱۴۰۲ ل.ل کال د بودجې جوړولو لپاره د ټولو دولتي اداري واحدونو وړا ندیزونو راټول کړي او کابیني ته به یې د تائید لپاره وړاندې کړي.
د ماليي وزارت که څه هم د راتلو نکي مالي کال د بودجې بشپړ ارقام نه وړاندې کوي؛ خو وایي، چې بودجه به د روان کال د بودجې پر پرتله زیاته وي.
سرچینې زیاته کړې، چې د راتلونکي کال لپاره د ټولو دولتي اداري واحدونو اړتیاوې او وړاندیزونه د ماليي وزارت ته رارسیدلي دي. ماليي وزارت هم د خپلو عوایدو پر بنسټ هغه پروژو ته لومړیتوب ورکړی، چې اړینې او ولس ورته زیاته اړیتا لري.
د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حمقل وایي: د راتلونکي کال د بودجې جوړولو بهیر روان دی؛ دولتي ادارو د خپلو پروګرامونو د پلي کولو وړاندیزونه کړي، چې له ارزونې وروسته د بودجې ریاست ته استول کیږي. مونږ د خپلو عوایدو پر بنسټ ورته بودجه په نظر کي نیوسو. زمونږ بودجه ټوله د کورنیو عوایدو څخه تمویل کیږي، چې د روان کال پر پرتله به زیاته وي.
نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد د صادراتو اوعوایدو د راټولولو په بهیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلي؛ ځکه، چې له سیمي او ګاونډ هېوادونو سره مو د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې زیاتې کړي او د خصوصي سکتور د فعالیتونو د اسانتیاوو د را منځته کولو لپاره به هڅې نورې هم چټکې کړي.
د ماليي وزارت ویاند احمد ولي حمقل دا هم ویلي، چې د روان کال په لومړیو میاشتو کې مو له یو میلیارد دالرو زیات صادرات کړي، چې دا مو د هېواد په تاریخ کې نه وه شوي او دا بهیر اوس هم په منظم ډول پرمخ روان روان ساتل شوی دی.
د مالیې وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د ۱۴۰۱ مالي کال ټوله بودجه ۲۳۱ میلیارد افغانۍ وه، چې ۲۰۶ میلیارد افغانۍ عادي او ۲۷.۹ میلیارد افغانۍ یې پراختیايي بودجه ده؛ خو سږنۍ بودجې ۴۴ میلیارد افغانۍ کسر درلود.
تازه خبرونه
د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.
د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.
ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.
سوداگري
د اوسپنېپټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنېپټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:
د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه
د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه
د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه
د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه
په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.
د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.
سوداگري
د خواف-هرات اوسپنېپټلۍ له لارې سوداګریزه لېږدېدا عادي روانه ده – مجاهد
هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې د خواف- هرات اوسپنېپټلۍ کمیسیون ادارې چارې عادي دي او د سوداګریزو توکو لېږد له کوم خنډ او ځنډ پرته روان دی.
هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سوداګریزو توکو د لېږدونکو توکو یو لېږدوونکی ریلګاډی اوس هم د هرات ولایت د روزنک سټیشن ته رسیدلی، چې په کې د سمنټو ۴۲ واګونونه او ۲ د امډياف تختو واګونونه شامل دي.
مجاهد زیاته کړې؛ تمه ده یو بل باروړونکی ریلګاډی، چې خوراکي توکي او اړوند سونګ توکي لېږدوي د شپې په اوږدو کې به د روزنک سټیشن ته راورسیږي.
د اسلامي امارت ویاند د ایران اوسپنېپټلۍ چارواکو معلوماتو ته پر نغوته(اشاره ) دا هم ویلي؛ شاوخوا ۹۰۰ واګونونه د هغه هېواد په خاوره کې د افغانستان لوري ته راروان دي او په عادي توګه به هېواد ته راننوځي.
هغه له ملي سوداګرو هم غوښتي، چې د بازار ثبات ساتلو لپاره د سوداګریزو توکو د بیو له لوړولو څخه ډډه وکړي.
-
تازه خبرونه2 days agoنورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
تازه خبرونه4 days agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
نړۍ4 days agoایران له مونږ سره خیانت وکړ – د قطر لومړی وزیر
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران د تېلو د بندېدا او ټرمپ د سختو بریدونو ګواښ کړی
-
لوبی4 days agoهندوستان د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو راپورونه رد شول
-
تازه خبرونه3 days agoکه افغانستان امریکایي یرغمل خوشې نکړي د ایران او وینزویلا له برخلیک سره به مخ شي – د ټرمپ استازی
