تازه خبرونه
مخابراتو وزارت د ټیلیفوني مکالمو او انټرنیټي کڅوړو د لګښت نوي نرخونه اعلان کړل
د مخابراتو او معلومتي ټکنالوژۍ وزارت ويلي د مخابراتي شرکتونو لپاره د بیو په نوي سقف کې د مخابراتي شبکو تر منځ د خپلمنځي نښلونې فیس ۰.۵۰ افغانۍ ټاکل شوی، چې د تېر پر پرتله په کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی. دغه راز له یوې شبکې څخه بلې شبکې ته د پېرودونکیو ترمنځ د یوې دقیقې غږیزې اړیکې بیه ۱.۴۰ افغانۍ ټاکل شوې، چې د بیو د تېر سقف په پرتله ۳۶ سلنه ټیټوالی ښیي.
د مخابراتو او معولوماتي ټکنالوژۍ وزارت د دوهیم ځل لپاره د مخابراتي شبکو د اړيکو او انټرنټ نوې ټيټې بيې اعلان کړې.
د مخابراتو او معلومتي ټکنالوژۍ وزارت ويلي د مخابراتي شرکتونو لپاره د بیو په نوي سقف کې د مخابراتي شبکو تر منځ د خپلمنځي نښلونې فیس ۰.۵۰ افغانۍ ټاکل شوی، چې د تېر پر پرتله په کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی. دغه راز له یوې شبکې څخه بلې شبکې ته د پېرودونکیو ترمنځ د یوې دقیقې غږیزې اړیکې بیه ۱.۴۰ افغانۍ ټاکل شوې، چې د بیو د تېر سقف په پرتله ۳۶ سلنه ټیټوالی ښیي.
په همدې ډول د یو جي بي میاشتنۍ انټرنټي کڅوړې بیه ۹۵ افغانۍ ټاکل شوې، چې د تېر پر پرتله په کې ۱۴ سلنه ټیټوالی راغلی دی.
د مخابراتو وزارت مسوولانو زياته کړې، چې د مخابراتي شرکتونو لپاره په نويو بيو کې د هرې شبکې دننه د پېرودونکیو ترمنځ د یوه لیکلي پیغام بیه ۱.۳۰ افغانۍ او له یوې شبکې څخه بلې ته ۱.۴۰ افغانۍ ټاکل شوې، چې په ترتیب سره د مخکیني سقف په نسبت ۶۸ او ۶۰ سلنه ټیټوالی ښیي.
ویل کیږي، چې د نوي سقف پورتنۍ بیې به یوه نیمه میاشت وروسته، یعنې د راتلونکي زېږدیز کال له پیل څخه عملي شي.
