تازه خبرونه
ملګرو ملتونو د افغانستان د غنمو د حاصلاتو د کمېدو د مخنیوي لپاره د مرستې غوښتنه وکړه
یادې ادارې ویلي، دا مرسته به شاوخوا ۶۰۰ زره بزګرو کورنیو ته زمینه برابره کړې، چې د ژمنیو غنمو د کر موسم له پیلېدو مخکې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې(افایاو) خبرداری ورکړی، چې د کیمیاوي سرو د بیو لوړېدو د افغانستان د ۲۰۲۷ز.کال د غنمو حاصلات له ګواښ سره مخ کړي دي. دې ادارې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د ۳۸.۳ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
یادې ادارې ویلي، دا مرسته به شاوخوا ۶۰۰ زره بزګرو کورنیو ته زمینه برابره کړې، چې د ژمنیو غنمو د کر موسم له پیلېدو مخکې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ترلاسه کړي.
د دې ادارې د څرګندونو له مخې، په ۲۰۲۶ز.کال کې د منځني ختیځ له کړکېچ وروسته د کیمیاوي سرو بیې په بېساري ډول لوړې شوې دي. که څه هم سره په بازار کې شته؛ خو ډېر بزګران یې د پېرلو وس نهلري.
په افغانستان کې د افایاو استازي ریچارډ ټرینچارډ ویلي، بزګران له یوه وچکالۍ ځپلي کال وروسته د ښه کرنیز فصل فرصت لري؛ خو د سرو د بیو لوړېدا دا فرصت له ډېرو بزګرانو اخیستی دی.
هغه ټینګار کړی، چې ستونزه د سرو کمښت نه، بلکې لوړې بیې دي.
افایاو خبرداری ورکړی، که بزګران ونهشي کولی کافي سره وپېري؛ د غنمو حاصلات به کم شي، د کورنیو د خوړو خوندیتوب به زیانمن شي او پورونه به یې زیات شي.
د دې ادارې د څرګندونو له مخې، زیانمنې کورنۍ، د ښځو پر مشرۍ کورنۍ او بېرته راستانه شوي کډوال به تر ټولو ډېر اغېزمن شي.
افایاو ویلي، د برښنايي نوملیکنې او کوپون د سیسټم له لارې به بزګرانو ته کیمیاوي سره او د غنمو اصلاح شوي تخمونه په سبسایډۍ ورکړي. تر اوسه له ۱۰۰زره څخه ډېرو بزګرانو په دې پروګرام کې نوملیکنه کړې ده.
دې ادارې ټینګار کړی، که اړینه بودجه د سپټمبر تر نیمايي برابره شي؛ بزګران به وکولی شي د کر موسم له پیلېدا مخکې اړین تخمونه او سره ترلاسه کړي او د راتلونکي کال د غنمو د حاصلاتو له کمېدو مخنیوی وشي.
افایاو زیاته کړې، چې د اصلاح شویو تخمونو، کافي کیمیاوي سرو او مناسبو کرنیزو لارو چارو ګډه کارونه کولی شي د غنمو حاصلات تر ۳۲.۸ سلنه پورې لوړ کړي.
تازه خبرونه
د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
نن سېشنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بختالرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
تازه خبرونه
په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه4 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
لوبی2 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
نړۍ4 days agoپر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریفالله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد قطر یوه لوړپوړي چارواکي له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد امریکا او حوثیانو استازو په عمان کې پټه لیدنه کړې
-
نړۍ1 day agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
