تازه خبرونه
ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د مرستې بېړنۍ غوښتنه وکړه
ملګرو ملتوتو او یوشمېر نورو بنسټونو له نړوالو مرستندویانو غوښتي، چې افغانستان ته د مرستو رسولو ژمنې چټکې پلې کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ مشر فيليپو ګراندي د کډوالو عالي کمشنرۍ ۷۲ کلنۍ غونډې ته د وينا پر مهال ويلي، چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره باید پر لارو چارو غور وشي.
فيليپو ګراندي تېره مياشت په کابل کې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو او مهاجرينو پر چارسمبالو سربېره د کابيني له ځينو نورو غړیو او چارواکو سره ليدلي دي.
نوموړي زياته کړې، چې ده تېره مياشت افغانستان ته سفر کړی و او هلته يې وضعيت له نږدې څارلی، چې باید له هر ډول قيد او شرط پرته مرستې وشي او که داسې ګام وانخيستل شو؛ نو هلته به نه یوازې بشري ناورين رامنځته، بلکې ستونزې به هم ډېرې شي او د کورنیو بې ځایه شویو د شمېر پر زياتېدو سربېره ښايي ګڼ شمېر خلک بهر ته ووځي.
د یو ان ايچ سي ار مشر ويلي: له يوه لاسه ټک نه خيژي؛ خو که له شخصي ګټو تېر شو او ډاډمن ګامونه پورته کړو، نو پر ستونزو برلاسي کېدل شوني دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په پیل کې افغانستان له وچکالۍ، کرونا ویروس سره مخ شو؛ خو د اشرف غني د حکومت له سقوط سره په دې هېواد کې له اقتصادي ناخوالو بشري ناورین زیات شو او که مخ یې ونه نیول شي شونې ده، چې نور هم خراب شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.
د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.
ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.
تازه خبرونه
په ایران کې میشت افغانان له سختې پرېکړې سره مخ دي – عرفات جمال
عرفات جمال الجزیرې ته څرګنده کړې، چې ایران میشتي افغانان یا باید په دې هېواد کې جګړه او اقتصادي ستونزې وزغمي او یا هم افغانستان ته له راستانېدا سره ورته ننګونې وویني.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازي عرفات جمال ويلي، چې په ایران کې میشت ډېری افغانان له سختې پرېکړې سره مخ شوي دي.
عرفات جمال الجزیرې ته څرګنده کړې، چې ایران میشتي افغانان یا باید په دې هېواد کې جګړه او اقتصادي ستونزې وزغمي او یا هم افغانستان ته له راستانېدا سره ورته ننګونې وویني.
نوموړی وایي: ” داسې ښکاري، چې اوسمهال دا (د کډوالو راستنېدا) پوره پاملرنه غواړي. خلک د بمونو او مرمیو په اړه، چې پرې وریږي؛ خبرې کوي. دوی وېره لري؛ خو د خراب اقتصاد په اړه هم خبرې کوي.”
عرفات جمال ویلي، سږ کال شاوخوا ۱۱۰زره افغانان له ایران څخه راستانه شوي دي.
هغه پر افغانستان د پاکستان پوځي یرغل ته د نغوتې( اشارې ) پر مهال ویلي: «د دې خلکو لپاره کومه ښه پرېکړه نهوینم؛ ځکه له یوې جګړې تښتي او بلې ته راستنیږي.»
جمال دا خبرداری هم ورکړی، چې ملګري ملتونه اوسمهال د راستنېدونکو د وضعیت د څارنې لپاره پوره مالي سرچینې نلري.
ویل کیږي، چې په ۲۰۲۵ ز.کال کې شاوخوا ۲.۸ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان او عمان چارواکو د ایران د جګړې او په افغانستان کې د پاکستان د یرغل په اړه خبرې وکړې
په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو خواوو د افغانستان او عمان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه په سیمه کې د وروستیو بدلونون په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.
-
تازه خبرونه4 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه3 days agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه4 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
-
تازه خبرونه3 days agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
تازه خبرونه4 days agoخلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه
-
نړۍ3 days agoایران له مونږ سره خیانت وکړ – د قطر لومړی وزیر
