Connect with us

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د ملکي وګړیو د ژغورنې پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی

خپور شوی

 په

(Last Updated On: غبرګولى ۱۲, ۱۴۰۰)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کاري ډلې څرګنده کړې؛ د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت (یوناما)  په دې وروستیو کې د دې هېواد د ملکي وګړیو درانده ځاني زیانونه مستند کړي او د ملکي وګړیو د ژغورنې پر بېړنۍ اړتیا یې ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې په کندهار، هلمند، روزګان، سرپل، پروان او کاپیسا ولایتونو کې له تېرو ۳ ورځو راپدیخوا  یوازې اووه پېښې راپور شوې وې، چې لږ تر لږه یې ۲۳ ملکي وګړي وژلي او ۴۹ نور ټپیان دي.

د یادې سرچینې د راپور له مخې؛ د ملي اردو او طالبانو لخوا د په ډزو کې ډېري ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، دې ټولنې خپلې موندنې ښکېلو خواوو ته سپارلي او له هغو یې غوښتي، چې د ملکي وګړیو د ساتنې لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح فرهنګ آریانا نیوز ته څرګنده کړې؛ یوازې د می په میاشت کې د ۱۰۹ ماشومانو په ګډون ۲۸۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۳۴ نور ټپیان دي.

تازه خبرونه

زیربنا: له یوه اماراتي شرکت سره د افغانستان د درې هوایي ډګرونو د ځمکنيو چارو د ترسره کولو تړون

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۴, ۱۴۰۱)

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۴, ۱۴۰۱)

د کابل ایمرجنسي روغتون د راپور له مخې؛ نن ماښام د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په یوه جومات کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه پېنځه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

کورنیو چارو وزارت پېښه تائید کړې او څرګندوي، چې دغه چاودنه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ترافیکو څلور لاري ته نږدې په زکریا نومي جومات کې رامنځته شوې، چې ۱۸ کسان ترې تبیان دي او ۶ نور وژل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت ندی منلی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د نویو پاسپورتونو د چاپ چارې مخ پر بشپړېدو دي ـ اسلامي امارت

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۴, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورتونو عمومي ریاست څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د پاسپورټونو د چاپ چارې مخ پر بشپړېدو دي او په راتلونکیو څو ورځو کې به لسګونه زره پاسپورټونه ترلاسه شي.
دغه ریاست د چارشنبې پر ورځ امریکا غږ ته ویلي، چې په لیتوانیا کې درې میلیون ټوکه نوي پاسپورټونه چاپ شوي او د ملګرو ملتونو په همکارۍ به په دوه اوونیو کې کابل ته راولېږدول شي.
د پاسپورتونو د عمومي ریاست د رسنیو مسوول شفیع الله تسل امریکا غږ ته ویلي، چې یاد شمېر پاسپورټونه د لیتوانیا د یوې کمپنۍ لخوا چاپ شوي او حکومت یې پیسې هم ورسپارلې دي.
شفیع الله تسل زیاته کړې، چې اوسمهال د پاسپورټونو د رالېږدولو په اړه خبرې روانې دي او په دې اړه یې له یوناما سره خبرې کړې دي.
هغه وایي، چې افغانستان ته د دغو پاسپورټونو له رالېږد سره باید «سیاسي» چلند ونشي.
اسلامي امارت د پاسپورتونو د نشتوالي له کبله له یوې میاشتې راپدیخوا له پېنځلس کلنۍ څخه پورته کسانو ته لس کلن پاسپورټونه وېشي.
یاد ریاست د وري پر ۲۹ ویلي وه، چې له ۱۵ کلونو څخه کم عمر لرونکيو اړتیا وړ کسانو ته به پېنځه کلن پاسپورټ ورکړ شي.
اسلامي امارت د پېنځه کلن پاسپورټ لپاره ۵۰۰۰ افغانۍ او د لس کلن پاسپورټ لپاره ۱۰۰۰۰ افغانۍ اخلي.
اوس له څو اوونیو راپدیخوا د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بنده شوې او اسلامي امارت یوازې په کابل کې روانه ساتل شوې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاسپورتونو عمومي ریاست وايي، کابل ته د پاسپورټونو له رارسېدو سره به په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا پیل شي.
دغه رياست دوه ورځې وړاندې ويلي وه، چې په دې وروستيو کې يو شمېر کسانو په “ګاونډ هېوادونو” کې جعلي پاسپورټونه چاپ کړي او په غير قانوني ډول يې د پيسو په بدل کې عامو خلکو ته وېشلي دي.
د دغه رياست د څرګندونو له مخې، یو شمېر دغه خېتور د اسلامي امارت کشفي ځواکونو نيولي او تر پوښتنو لاندې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!