تازه خبرونه
ملګرو ملتونو له ایران څخه د افغان کډوالو پر جبري ایستلو اندېښنه څرګنده کړه
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ویلي، چې بې ځایه شوې کورنۍ افغانستان ته د لږو شخصي توکو سره را ستنیږي؛ دوی ستړي، وږي او د نامعلوم راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.
ملګرو ملتونو له ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو د مخ پر زیاتېدونکي شمېر په اړه اندېښنه څرګنده کړې او څرګندوي، چې دې هېواد د غیرقانوني کډوالو لپاره د ضرب الاجل له پلي کیدو راپدېخوا له ۶۴۰ زره څخه ډېر کډوال افغانستان ته راستانه کړي، چې له ۳۶۰ زره څخه ډېر یې جبري ایستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ویلي، چې بې ځایه شوې کورنۍ افغانستان ته د لږو شخصي توکو سره را ستنیږي؛ دوی ستړي، وږي او د نامعلوم راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.
سټیفن دوجاریک زیاته کړې؛ کورنۍ، په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان افغانستان ته د لږو شخصي توکو سره ستنیږي، چې ستړي، وږي او د نامعلوم راتلونکي په اړه اندېښمن دي.
سټیفن دوجاریک وایي:”په سختو شرایطو کې له ایران څخه د افغانانو راستنېدل په ډراماټیک ډول زیات شوي دي. د مارچ له شلمې راپدېخوا، چې د ایران حکومت له بېرته ستنېدو وروستۍ نیټه ټاکلې وه، له ۶۴۰ زره څخه ډېر افغانان له ایران څخه راستانه شوي، چې له ۳۶۰ زره څخه ډېر یې جبري ایستل شوي دي.
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فډراسیون (IFRC) ویلي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې له ۸۰۰ زره څخه ډېر افغانان د اسلامکلا پولې له لارې راستانه شوي دي. دې ټولنې د راستنېدونکو د سختو شرایطو په اړه هم خبرداری ورکړی او د بېړني نړیوال ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو د سره صلیب د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: “دا خلک یوازې شمېرندی؛ دوی میندې، پلرونه، ماشومان او هغه کورنۍ دي، چې دې هېواد ته راستنیږي. دوی پخپله له ډېرو ستونزو سره مخ دی.”
دې ټولنې په پوله کې د سانټي ګریډ کچې ۴۰ درجې تودوخې لوړېدو ته هم اشاره کړې او وایي؛ کورنۍ په داسې سختو شرایطو کې افغانستان ته ستنیږي، چې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ نښې هم لیدل کیږي.
د یادونې ده، چې ایران او پاکستان په تېرو درې کلونو کې د مهاجرینو د بېرته راګرځولو بهیر ګړندۍ کړې دی. که څه هم اسلامي امارت تل د مهاجرینو د تدریجي راستنېدا غوښتنه کړې؛ خو تهران او اسلامآباد تر دې دمه د کابل غوښتنه نده منلې، چې مهاجرین تدریجي او پر درناوي خپل هېواد ته راستانه شي.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ2 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه5 days agoچین او افغانستان د پانګهوالو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې
-
سوداگري5 days agoد پاکستان د مالټې صادرات له بېساري کمښت سره مخ شول
-
تازه خبرونه5 days agoله نادولتي ښکېلو خواوو سره سیاسي تعامل اړین دی
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سوداگري4 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه5 days agoسیمهییزه همکاري د افغانستان او پاکستان تر منځ له خبرو پرته ناشونې ده
