تازه خبرونه
مونږ باید د دین، پت او خپلواکۍ د ساتنې لپاره چمتووالی ولرو- اسلامي امارت
نن (د مرغومي شپږمه) پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل له ۴۳ کلیزې سره برابره ده، چې د هېواد خلک یې د تورې ورځې په توګه یادوي.
د افغانستان اسلامي امارت په هغه اعلاميه کې، چې نن (د زمري شپږمه) د سرو لښکرو لخوا د افغانستان د اشغال د کليزې په مناسبت خپره شوې؛ راغلي، چې زمونږ مسلمان ولس بايد تل د خپل دین، خاورې، پت او خپلواکۍ ساتنې ته چمتو وي.
د اسلامي امارت د اعلامیې له مخې؛ له نن څخه ۴۳ کاله مخکې د ۱۳۵۸ ل. ل کال د مرغومي پر شپږمه د وخت شوروي اتحاد د افغانستان پر پاک حریم یرغل وکړ او خپل زرګونه پوځونه يې زمونږ خاورې ته را دننه کړل.
په اعلاميه کې همدا راز راغلي، چې د پخواني شوروي اتحاد د لس کلن اشغال او له سترو ظلمونو وروسته افغانستان په هر ډګر کې زيانمن شو، ميليونونه افغانان له هېواده کډه کولو ته اړ شول او په ميليونونو نور شهيدان او معيوب شول.
دغه راز څرګنده شوې؛ اسلامي امارت ژمن دی، چې شپه او ورځ به د خپل هېواد، دیني ارزښتونو او مسلمان ملت د دفاع او تحفظ لپاره خدمت او هڅې روانې ساتي.
اعلامیې په ډاګه کړې: الحمدلله زمونږ غیور او مسلمان ولس په میړانه د هغو پر ضد جهاد وکړ، چې په پایله کې یې لس کاله وروسته د شوروي سرو لښکرو په افغانستان کې ماتې وخوړه او زمونږ مظلوم ملت یې له شر او اشغال څخه خلاص کړ.
د تاریخ دغه ستره پېښه دا پیغام ورکوي، چې د نړۍ هیڅ کوم ځواک د افغانستان د مسلمان، پتمن او غیرتمن ولس په ایمان، کرامت او قوي اراده کې شک نلري. دې کار دا هم ثابته کړه، چې که څه هم زمونږ ملت هر څومره مظلوم او بېوسه وي؛ د لوی څښتن تعالی د حکم (جهاد) په پلي کولو او د خپل هېواد د استقلال او خپلواکۍ په ترلاسه کولو او د هغې د ساتنې په برخه کې روښانه تاریخ لري، چې د انګریزانو، شوروي او امریکايي اشغال او شرمناکې ناکامۍ پر وړاندې یې ډاډمنې هڅې تر سره کړې.
اسلامي امارت په داسې حال کې، چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو یرغل، چې له کبله یې څلور لسیزې جګړې وشوې په کلکه غندي او له ولسه غواړي، چې د خپلې خاورې د آزادۍ او خپلواکۍ د ساتنې لپاره تل چمتو اوسي.
دغه راز ویل شوي؛ اسلامي امارت هوډمن دی، چې د هېواد، خپلو دیني ارزښتونو او مسلمان ولس د دفاع او ساتنې لپاره شپه او ورځ خپلو هلو ځلو او هلو ځلو ته دوام ورکړي.
درې څلوېښت کاله وړاندې د ۱۳۵۸ ل.ل کال د جدي د میاشتې پر شپږمه نېټه شاوخوا یو لک پخواني شوروي ځواکونو او د وارسا تړون غړیو هېوادونو پر افغانستان ګډ یرغل وکړ او دغه ځواکونه لس کاله په افغانستان کې پاتې شول او د ۱۳۶۸ لمریز کال د سلواغې پر ۲۶ د ژنیو پرېکړه پلې شوه او د شوروي ځواکونو د ۴۰ فرقې قومندان جنرال بوریس ګروموف د وروستي پوځي په حیث پر امو سیند د دوستۍ له پله ازبکستان ته واوښت او په افغانستان کې د شوروي پوځ یرغل پای ته ورسېد او داسې جګړه یې وکړه، چې څلور لسیزې روانه وه.
تازه خبرونه
په فاریاب کې سیلابونو ۱۸ کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړل
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې په فاریاب ولایت کې تېره شپه سېلابونو ۱۸ کسان مړه او دوه نور ټپیان کړي دي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سیلابونو په پښتونکوټ، المار، قیصار، بلچراغ، خیبر او دولتآباد ولسوالیو کې راوتلي دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سېلابونو له کبله ۵۶۰ کورونه، ۸۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۱۰ پلورنځي او یو ګرځنده روغتیایي مرکز ویجاړ شوي دي.
ویل کیږي، چې ۳۰۰ څاروي او دوه زره میوه لرونکې ونې له منځه تللې دي.
تازه خبرونه
له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، چې په یوه مقدمه، ۳ فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی؛ د اسلامي امارت رهبر مولوی هبة الله اخوندزاده توشیح کړی او په رسمي جریده کې خپور شو.
د عدلیې وزارت ويلي؛ د دغه قانون له مخې روغ، کاسب او هغو کسانو لپاره، چې د یوې ورځې د خوراکي توکو د برابرولو وړتیا لري، سوال کول منع دي.
دا قانون د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولینو کارول هم منع کوي.
د دغه قانون له مخې: هغه مسلکي سوالګر، چې د خلکو د خواخوږۍ د جلبولو په موخه له ماشوم، لیوني او معيوب څخه کار اخلي؛ د محکمې لهخوا پر يوه مياشت بند محکومېږي او تنظيموونکي يې تر شپږ مياشتو پورې پر بند محکومېږي.
په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې، د اسلامي امارت مشر د سوالګرو راټولولو امر وکړ، چې تر اوسه په لسګونو زره سوالګر راټول او په اړه یې بېلابېلې پرېکړې شوې دي.
تازه خبرونه
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.
د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.
دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.
په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.
دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.
دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.
-
لوبی5 days ago
د کابل کرکټ غوره لیګ لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول
-
تازه خبرونه5 days ago
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه
-
سوداگري3 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
په تېرو ۲ زره کلونو کې د تېر کال اوړی له ټولو تود و – څېړنه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر رفح د اسرائیلو بریدونه په نړیواله محکمه کې ارزول کیږي
-
تازه خبرونه5 days ago
په روزګان کې د ماین پاکۍ موسسې یو کارکوونکی د ماین چاودنې له کبله ووژل شو
-
تازه خبرونه3 days ago
د تورخم لار لنډمهاله تړل کیږي
-
نړۍ3 days ago
اروپايي ټولنې روسي رسنۍ هم د بندیزونو په نوملړ کې ورزیاتې کړې