تازه خبرونه

مونږ باید د دین، پت او خپلواکۍ د ساتنې لپاره چمتووالی ولرو- اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۶, ۱۴۰۱)

نن (د مرغومي شپږمه) پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل له ۴۳ کلیزې سره برابره ده، چې د هېواد خلک یې د تورې ورځې په توګه یادوي.

د افغانستان اسلامي امارت په هغه اعلاميه کې، چې نن (د زمري شپږمه) د سرو لښکرو لخوا د افغانستان د اشغال د کليزې په مناسبت خپره شوې؛ راغلي، چې زمونږ مسلمان ولس بايد تل د خپل دین، خاورې، پت او خپلواکۍ ساتنې ته چمتو وي.

د اسلامي امارت د اعلامیې له مخې؛ له نن څخه ۴۳ کاله مخکې د ۱۳۵۸ ل. ل کال د مرغومي پر شپږمه د وخت شوروي اتحاد د افغانستان پر پاک حریم یرغل وکړ او خپل زرګونه پوځونه يې زمونږ خاورې ته را دننه کړل.

 په اعلاميه کې همدا راز راغلي، چې د پخواني شوروي اتحاد د لس کلن اشغال او له سترو ظلمونو وروسته افغانستان په هر ډګر کې زيانمن شو، ميليونونه افغانان له هېواده کډه کولو ته اړ شول او په ميليونونو نور شهيدان او معيوب شول.

دغه راز څرګنده شوې؛ اسلامي امارت ژمن دی، چې شپه او ورځ به د خپل هېواد، دیني ارزښتونو او مسلمان ملت د دفاع او تحفظ لپاره خدمت  او هڅې روانې ساتي.

اعلامیې په ډاګه کړې: الحمدلله زمونږ غیور او مسلمان ولس په میړانه د هغو پر ضد جهاد وکړ، چې په پایله کې یې لس کاله وروسته د شوروي سرو لښکرو په افغانستان کې ماتې وخوړه او زمونږ مظلوم ملت یې له شر او اشغال څخه خلاص کړ.

د تاریخ دغه ستره پېښه دا پیغام ورکوي، چې د نړۍ هیڅ کوم ځواک د افغانستان د مسلمان، پتمن او غیرتمن ولس په ایمان، کرامت او قوي اراده کې شک نلري. دې کار دا هم ثابته کړه، چې که څه هم زمونږ ملت هر څومره مظلوم او بېوسه وي؛ د لوی څښتن تعالی د حکم (جهاد) په پلي کولو او د خپل هېواد د استقلال او خپلواکۍ په ترلاسه کولو او د هغې د ساتنې په برخه کې روښانه تاریخ لري، چې د انګریزانو، شوروي او امریکايي اشغال او شرمناکې ناکامۍ پر وړاندې یې ډاډمنې هڅې تر سره کړې.

اسلامي امارت په داسې حال کې، چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو یرغل، چې له کبله یې څلور لسیزې جګړې وشوې په کلکه غندي او له ولسه غواړي، چې د خپلې خاورې د آزادۍ او خپلواکۍ د ساتنې لپاره تل چمتو اوسي.

دغه راز ویل شوي؛ اسلامي امارت هوډمن دی، چې د هېواد، خپلو دیني ارزښتونو او مسلمان ولس د دفاع او ساتنې لپاره شپه او ورځ خپلو هلو ځلو او هلو ځلو ته دوام ورکړي.

درې څلوېښت کاله وړاندې د ۱۳۵۸ ل.ل کال د جدي د میاشتې پر شپږمه نېټه شاوخوا یو لک پخواني شوروي ځواکونو او د وارسا تړون غړیو هېوادونو پر افغانستان ګډ یرغل وکړ او دغه ځواکونه لس کاله په افغانستان کې پاتې شول او د ۱۳۶۸ لمریز کال د سلواغې پر ۲۶ د ژنیو پرېکړه پلې شوه  او د شوروي ځواکونو د ۴۰ فرقې قومندان جنرال بوریس ګروموف د وروستي پوځي په حیث پر امو سیند د دوستۍ له پله ازبکستان ته واوښت او په افغانستان کې د شوروي پوځ یرغل پای ته ورسېد او داسې جګړه یې وکړه، چې څلور لسیزې روانه وه.

Trending

Exit mobile version