تازه خبرونه
مونږ له افغان میرمنو سره د عاید او زدهکړې په ترلاسه کولو کې مرسته کوو- انټوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سې شنبې پر ورځ (د کب اتمه) د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ائتلاف» په غونډه کې د وینا پر مهال اندېښنه څرګنده کړه، چې اسلامي امارت د افغان ټولنې نیمایي برخه له زدهکړو او کار څخه بې برخې کړې ده.
بلینکن ویلي، چې د اسلامي امارت لهخوا د ښځو پر کار او زدهکړو لګیدلي بندیزونه د دې لامل شوي، چې افغانستان په کال کې تر یو میلیارډ ډالرو پورې تاوان وکړي؛ ځکه، چې دا پیسې په اقتصادي وده کې د ښځو د ونډې له لارې ترلاسه کېدې.
انتوني بلینکن زیاته کړې، چې د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ائتلاف ورځ پر ورځ په کور دننه او بهر پراخیږي او د امریکا او نړۍ ګڼ شمېر لوی شرکتونه او بنسټونه ورسره یوځای کیږي.
بلینکن ووايي؛ دا ائتلاف به په ټوله نړۍ کې د افغان ښځو لپاره آنلاین روزنیز کورسونه چمتو کړي، چې دوی وکولی شي کار ومومي او عاید ترلاسه کړي. هغه د بېلګې په توګه څرګنده کړه، چې د قطر حکومت د قطر بنسټ او د امریکا د زدهکړو ادارې به په ګډه لسګونه زره افغان ښځو ته مسلکي او تخنیکي کورسونه برابروي. مایکروسافټ او لینکډین دوی ته فرصتونه چمتو کوي، چې تصدیقونه ترلاسه کړي او بیا یې له شرکتونو سره ونښلوي. دوهیم، د امریکا د ښوونې او روزنې بنسټ، تر ټولو ډېر په امریکا کې افغان کډوالو میرمنو ته د لیسانس او ماسټرۍ تحصیلي بورسونو وړاندې کوي. درېیم، دا اتحادیه به د افغان میرمنو سره د دوی د سوداګرۍ پیل او پراختیا کې هم مرسته وکړي.
د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ائتلاف په ۲۰۲۲ کال کې له هغو افغان نجونو او ښځو سره د مرستې لپاره پیل شو، چې له کار او زدهکړو بې برخې دي.
د افغانستان اسلامي امارت، چې د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست میاشت کې بیا واک ته ورسېد؛ د یوشمېر ښځو پر کار او زده کړو یې محدودیتونه وضع کړل.
په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې او د دغه ائتلاف یوه بنسټګره رینا امیري وايي؛ افغان نجونو ۸۹۸ ورځې له شپږم ټولګي پورته او تر پوهنتونونو پورې له زدهکړو بې برخې دي او یو شمېر نورې ۸۹۰ ورځې کیږي، چې له کاره بې برخې دي. له محرم پرته د افغان ښځو پر تګ – راتګ هم بندیز لګول شوی دی.
میرمن امیري وایي؛ مونږ غواړو تاسې ته د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه معلومات درکړو، چې افغان میرمنې له کومو ستونزو سره مخ دي او دوی د کار او زدهکړې حق ترلاسه کولو لپاره په رښتیا پر کومو ستونزو برلاسي کیدل غواړي.
رینا اميري زیاته کړې؛ امريکا او نړيواله ټولنه له افغان ښځو سره کار کولو ته ژمن دي او د افغان ښځو د اقتصادي پياوړتيا لپاره ائتلاف رامنځته کول د دې همکارۍ يوه بېلګه ده.
اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې له پرلهپسې فشارونو او غوښتنو سره – سره بیا هم د افغان نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه نهدي پرانستلي او په اکثرو دولتي ادارو کې یې پر کار کولو بندیزونه لګولي او له یو لړ نورو بندیزونو سره مخ کړي دي.
تازه خبرونه
Four civilians killed in Khost overnight in Pakistani military attacks
Hamdullah Fetrat, Deputy Spokesperson of the Islamic Emirate, reported on Thursday that four civilians were killed overnight in Khost province during artillery and mortar shelling by the Pakistani military.
The attacks occurred around 4:00 a.m. in Alishir-Trezi district.
The victims were members of a nomadic family, including a man, a woman, and two children. Three additional children were injured in the strikes.
The Pakistani military also carried out attacks in Kunar province last night. While no casualties were reported there, several homes and private properties were damaged.
تازه خبرونه
چین د تاجکستان او افغانستان په پوله کې ۹ سرحدي ودانیز بنسټونه جوړوي
ویل کیږي، چې د دې ودانیزو بنسټونو ټوله ساحه شاوخوا ۱۷ زره مربع مټره ده او د پلي کولو لګښت یې نږدې ۴۲۴.۸ میلیون یوان اټکل شوی او لګښت یې د چین حکومت ورکوي.
د تاجکستان چارواکو ویلي، چې چین به د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې ۹ سرحدي ودانیز بنستونه جوړ کړي.
د راپورونو له مخې؛ دا تړون د تاجکستان د استازو جرګې د هېواد د پارلمان په غونډه کې تصویب کړی دی. د دې پروژې له پليکېدا موخه د تاجک سرحدي ځواکونو تخنیکي او تجهیزاتي وړتیاوو پیاوړې کول دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ دا ودانیز بنسټونه به د څارنې پرمختللي سیسټمونه، مخابراتي تجهیزات او پر انجینرۍ سمبال ودانیز بنسټونه ولري.
ویل کیږي، چې د دې ودانیزو بنسټونو ټوله ساحه شاوخوا ۱۷ زره مربع مټره ده او د پلي کولو لګښت یې نږدې ۴۲۴.۸ میلیون یوان اټکل شوی او لګښت یې د چین حکومت ورکوي.
د تاجکستان د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ پخوا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې هوکړې له مخې څو نور سرحدي ودانیز بنسټونه جوړ شوي وه.
تازه خبرونه
امریکا په پېښور کې خپله قونسلګري د تل لپاره تړل غواړي
د یادې سرچینې په راپور کې راغلي؛ د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه څو ورځې مخکې کانګرس ته استولې او څرګندوي، چې له دې سره به د کال ۷ اعشاریه ۵ میلیون ډالر سپما شي او په پاکستان کې د امریکا ملي ګټې هم نهزیانمنې کیږي.
د اسوشیټډپرس د راپور له مخې: امریکا په پېښور کې خپله کونسلګري، چې یو وخت یې د افغانستان لپاره لوژسټیکي ارزښت درلود؛ اوس یې تړل غواړي.
د یادې سرچینې په راپور کې راغلي؛ د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه څو ورځې مخکې کانګرس ته استولې او څرګندوي، چې له دې سره به د کال ۷ اعشاریه ۵ میلیون ډالر سپما شي او په پاکستان کې د امریکا ملي ګټې هم نهزیانمنې کیږي.
دا پرېکړه د ټرمپ ادارې لهخوا د لګښتونو کمولو او د حکومتي ادارو د کمولو لپاره د پراخو هڅو یوه برخه ده، چې له تېر یو کال راپدېخوا تر غور لاندې ده.
چارواکو ویلي، چې دا هڅه د ایران له روانې جګړې سره تړاو نلري.
په پیښور کې د امریکا قونسلګري به په بهر کې د امریکا لومړی ډیپلوماټیک ماموریت وي، چې د تل لپاره تړل کیږي.
ویل کیږي، چې په دې قونسلګرۍ کې دمګړۍ ۱۸ امریکایي ډیپلوماټان او ۸۹ ځایي کارکوونکي دندې لري.
-
تازه خبرونه4 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه3 days agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه4 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
-
تازه خبرونه23 hours agoنورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
تازه خبرونه4 days agoخلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه
