تازه خبرونه
مونږ نشو کولی ۴۰ میلیون افغانان یوازې پرېږدو
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یو ان ډي پي) مشر اخیم شټینر د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې دا ټولنه نشي کولی ۴۰ میلیون افغانان تش د نورو د ناراضایتۍ د اصل پر بنسټ یوازې پرېږدي.
اخیم شټینر په یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړې: مونږ په اصل کې له رسمیت پېژندلو پرته د همکارۍ پر بڼه بوخت یوو او هڅه کوو، چې د افغانستان ناهیلي ولس ته شونی ډاډمن حالت رامنځته کړو.
ملګري ملتونه د هغو بشري حقونو په اړه، چې مونږ یې په تمه یوو؛ د افغانستان په څېر یو هېواد به ترې ساتنه وکړي. یعنې په ښوونیزو بنسټونو کې د نجونو د زدکړو او کار حق په ګډون ټول حقونه ښکاره او څرګند دي.
نوموړي ویلي؛ نړیوالې ټولنې هڅه کوي، چې له عادي افغانانو سره مرسته وکړي او د ژوندي پاتې کیدو خورا ډېر نارسمي اقتصاد پیاوړی شي.
دغه راز په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې مشر ایلوی فیلیون په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې ژور اقتصادي بحران میلیونونه افغانان بېوزلي کوي او افغانان اوس هم د کور لوښي د خواړو د تر لاسه کولو لپاره پلوري.
هغه ټینګار کړې، چې مونږ د نړیوالې ټولنې له بشپړ ملاتړ پرته دا ډول بحران درولی نشو.
تازه خبرونه
امیرخان متقي او د ترکیې سفیر پر سیمهییزو بدلونونو خبرې وکړې
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د لیدنې پر مهال د ترکیې جمهوریت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) سادین آیلدز او د هېواد بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مثبتې وارزولې او په دې اړه یې د ترکيې د منځګړیتوب پخوانۍ هڅې هم ارزښتناکې وبللې.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د سیمهییزوبدلونونو او د چین په اورمچي ښار کې د ترسره شویو مذاکراتو په اړه خبرې وشوې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د لیدنې پر مهال د ترکیې جمهوریت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) سادین آیلدز او د هېواد بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مثبتې وارزولې او په دې اړه یې د ترکيې د منځګړیتوب پخوانۍ هڅې هم ارزښتناکې وبللې.
امير خان متقي له پاکستاني لوري سره د سولې د وروستيو خبرو په اړه ويلي؛ تر دې دمه مثبتي خبرې شوې دي او هیله ده، چې جزئي تخنيکي مسايل د خبرو د پرمختګ بهیر له خنډ سره مخ نهکړي.
ویل کیږي، چې د ترکيې سفير څرګنده کړې؛ هېواد ته يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مثبتې اړيکې ځانګړی ارزښت لري او په دې برخه کې به خپلې هڅې روانې وساتي.
تازه خبرونه
په هرات کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید په اړه نړیوال غبـــرګونونــه راڅــرګند شول
دا خونړۍ پېښه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې ناڅرګندو وسلهوالو د جمعې پر ورځ(د وري یوویشتمه / د اپریل لسمه) د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په ده مهري کلي کې ناڅرګندو وسلهوالو د انجیل او زنده جان ولسوالیو ترمنځ د ده مهري په سیمه کې د شیعه ګانو د زیارت مخې ته په تفریحي سیمه کې د راټولو شویو خلکو پر ګڼه ګوڼه ډزې وکړې.
په هرات ولایت کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید له کبله نړیواله غندنه راپارېدلې او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افرادو، اشخاصو او ادارو د خواخوږۍ پیغامونه وړاندې شوي دي.
دا خونړۍ پېښه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې ناڅرګندو وسلهوالو د جمعې پر ورځ(د وري یوویشتمه / د اپریل لسمه) د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په ده مهري کلي کې ناڅرګندو وسلهوالو د انجیل او زنده جان ولسوالیو ترمنځ د ده مهري په سیمه کې د شیعه ګانو د زیارت مخې ته په تفریحي سیمه کې د راټولو شویو خلکو پر ګڼه ګوڼه ډزې وکړې.
د تائید شویو راپورونو له مخې؛ لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۱ نور، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي ټپیان شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر(یوناما) د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او دا پېښه یې یو «وحشتناک جنایت» وباله.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر چارسمبالې جورجټ ګانیون ویلي: «مونږ د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو او د ټپیانو د روغتیا هیله کوو.»
هغه همدارنګه له چارواکو وغوښتل، چې په دې اړه بشپړه څېړنه وکړي او په ټول افغانستان کې د ټولو خلکو امنیت ډاډمن کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ هم دا برید وغانده او دا یې «وحشیانه» وباله او د عدالت منګولو ته یې د عاملانو د کښلو غوښتنه وکړه.
هغې زیاته کړې، چې قربانیان شیعه مسلمانان دي.
همدارنګه ټینګار کوي، چې دا ډول هدفمند تاوتریخوالی باید بې سزا پاتې نشي.
اروپايي ټولنې هم دا ډلهییزه وژنه وغندله او څرګندوي، چې د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی په هیڅ حالت کې د منلو وړ ندی.
اروپايي ټولنې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او له زیانمنو شویو کسانو سره خپله خواشیني څرګنده کړه.
تر دې دمه کومې ډلې د برید مسوولیت ندی منلی.
تازه خبرونه
په اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې پیل شوې
دا خبرې اترې په غیر مستقیم ډول او د پاکستان پر منځګړیتوب ترسره کیږي.
په اسلامآباد کې د امریکایي او ایراني پلاوي له شتون سره – سره ایراني رسنیو راپور ورکړ، چې د دواړو پلاويو ترمنځ خبرې اترې پیل شوې دي.
دا خبرې اترې په غیر مستقیم ډول او د پاکستان پر منځګړیتوب ترسره کیږي.
د راپورونو له مخې؛ ایران په لبنان کې د جګړې بندول او د خپلو کنګل شویو شتمنیو خوشې کول د خبرو د پیل لپاره یو شرط وړاندې کړی و.
له اسلامآباد څخه د راډیو او ټلویزیون خبریال راپور ورکړ، چې امریکا د ایراني شتمنیو له خوشې کولو سره هوکړه کړې او په لبنان کې جګړه د هېواد تر جنوب پورې محدوده شوې ده.
دغه راز امریکایي چارواکو تر اوسه د ایران د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو هوکړه نده تائید کړې.
دا خبرې د امریکا او اسرائیلي رژیم ترمنځ له ایران سره له ۴۰ ورځو شخړې وروسته پیل شوې.
-
نړۍ1 day agoد هائیټي په تاریخي کلا کې د ګڼې ګوڼې له کبله مرګ او ژوبله رامنځته شوې
-
روغتيا24 hours agoد روان کال د ګوزڼ واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
-
تازه خبرونه2 days agoپه اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې پیل شوې
-
تازه خبرونه20 hours agoپه هرات کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید په اړه نړیوال غبـــرګونونــه راڅــرګند شول
-
تازه خبرونه17 hours agoامیرخان متقي او د ترکیې سفیر پر سیمهییزو بدلونونو خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoد ایران او امریکا خبرې له ۴۰ ورځنۍ تحمیلي جګړې وروسته هم هوکړې ته ونه رسېدې
-
تحول2 days agoتحول: په پاکستان کې د ایران او امریکا تاریخي خبرې
-
نړۍ3 hours agoد منځني ختیځ جګړه د نړۍ اقتصاد ته ګواښ دی
