تازه خبرونه
مونږ پر پاکستان د تي تي پي په بریدونو کې د افغانستان بې تفاوتي زغملی نهشو
د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر یو ځل بیا له افغانستان غوښتي، چې یا دې د تحریک طالبان پاکستان غړي اسلامآباد ته وسپاري او یا یې باید پر ضد اقدام وکړي.
انوارالحق کاکړ له پاکستانيو رسنیو سره په خبرو کې اسلامي امارت د پاکستانيو طالبانو د غړیو پر وړاندې پر بې غورۍ تورن کړ او څرګندوي، چې پر پاکستان د دې ډلې بریدونه د منلو نهدي.
اسلامي امارت یو ځل بیا په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو شتون ردوي او وایي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي.
اسلامي امارت په څه باندې دوه کلنه واکمنۍ کې تل ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې هیچاته پر نورو هېوادونو د بریدونو اجازه نهدهورکړ شوي او نه به یې پر وړاندې وکارول شي؛ خو پاکستان یوازنی هېواد دی، چې د افغانستان له خاورې د بریدونو ادعاوې کوي.
په دې وروستیو کې د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر له جیونیوز تلویزوني شبکې سره په خبرو کې ویلي؛ د پاکستان پر خلکو او امنیتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو په اړه به د اسلامي امارت بې پروايي او بې تفاوتي ونه زغمي.
د پاکستان لنډمهالي حکومت لومړی وزیر انوارالحق کاکړ د خپلو خبرو پر مهال ویلي؛ دا د افغانستان د حکومت خوښه ده، چې تي تي پي مونږ ته سپاري او که پر ضد یې اقدام کوي. مونږ ته دا د منلو نهده، چې تي تي پي پر ملکي وګړیو او پاکستانيو امنیتي ځواکونو بریدونه کوي او افغان حکومت یې په اړه بې تفاوته پاتې وي. مونږ باید ځواب ورکړو؛ مونږ باید پر پاکستان د تي تي پي د بریدونو په اړه د افغانستان بې پروايي ونه زغمو.
انوار الحق کاکړ ادعا کړې، چې د افغانستان اوسني واکمن پوهېږي، چې تحریک طالبان پاکستان په کوم ځای کې د پاکستان پر ضد د خپلو بریدونو پلان عملي کوي.
په دې اړه د اسلامي امارت ویاد ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شتون او فعالیت رد کړی او څرګندوي، چې دا د پاکستان خپله کورنۍ ستونزه ده او افغانستان د پاکستان د امنیت ضامن نهدی.
د پاکستان د عالمانو شورا مشر محمد طاهر محمود اشرفي هم د استوګنې له قانوني اسنادو پرته د افغان مهاجرینو له شړلو او ایستلو دفاع کړې او وایي، چې د مهاجرینو د ایستلو موخه د پاکستان د امنیت تامینول دي.
محمد طاهر محمود اشرفي دا ادعا هم کړې، چې د پاکستان په ناامنیو کې یو شمېر افغانان لاس لري؛ خو نوموړي د دې ادعا لپاره کوم ثبوت نهدی وړاندې کړی.
دا مهال د کابل او اسلامآباد اړیکې د تحریک طالبان پاکستان او د افغان کډوالو د جبري شړلو له کبله ترینګلې شوې دي. که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له افغانستان سره یې ارتباطي چینلونه ساتلي دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.
د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.
ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.
تازه خبرونه
په ایران کې میشت افغانان له سختې پرېکړې سره مخ دي – عرفات جمال
عرفات جمال الجزیرې ته څرګنده کړې، چې ایران میشتي افغانان یا باید په دې هېواد کې جګړه او اقتصادي ستونزې وزغمي او یا هم افغانستان ته له راستانېدا سره ورته ننګونې وویني.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازي عرفات جمال ويلي، چې په ایران کې میشت ډېری افغانان له سختې پرېکړې سره مخ شوي دي.
عرفات جمال الجزیرې ته څرګنده کړې، چې ایران میشتي افغانان یا باید په دې هېواد کې جګړه او اقتصادي ستونزې وزغمي او یا هم افغانستان ته له راستانېدا سره ورته ننګونې وویني.
نوموړی وایي: ” داسې ښکاري، چې اوسمهال دا (د کډوالو راستنېدا) پوره پاملرنه غواړي. خلک د بمونو او مرمیو په اړه، چې پرې وریږي؛ خبرې کوي. دوی وېره لري؛ خو د خراب اقتصاد په اړه هم خبرې کوي.”
عرفات جمال ویلي، سږ کال شاوخوا ۱۱۰زره افغانان له ایران څخه راستانه شوي دي.
هغه پر افغانستان د پاکستان پوځي یرغل ته د نغوتې( اشارې ) پر مهال ویلي: «د دې خلکو لپاره کومه ښه پرېکړه نهوینم؛ ځکه له یوې جګړې تښتي او بلې ته راستنیږي.»
جمال دا خبرداری هم ورکړی، چې ملګري ملتونه اوسمهال د راستنېدونکو د وضعیت د څارنې لپاره پوره مالي سرچینې نلري.
ویل کیږي، چې په ۲۰۲۵ ز.کال کې شاوخوا ۲.۸ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان او عمان چارواکو د ایران د جګړې او په افغانستان کې د پاکستان د یرغل په اړه خبرې وکړې
په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو خواوو د افغانستان او عمان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه په سیمه کې د وروستیو بدلونون په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.
-
تازه خبرونه3 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه2 days agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه3 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
-
تازه خبرونه2 days agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه
-
تازه خبرونه3 days agoخلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoترکیې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار څرګند کړ
