Connect with us

تازه خبرونه

ناڅرګندو وسلوالو په تخار کې یوه لیسه سوځولې

خپور شوی

د

نن سهار د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د پولیسو قومندانې ته نږدې د ابو عثمان تالقاني لیسه سوځول شوې ده.

سیمه ییزو خبریالانو څرګنده کړې، چې په دې وروستیو کې دا د دې ولایت درېیم ښوونځی دی، چې سوځول کیږي.

ویل کیږي، چې په ابوعثمان تالقاني لیسه کې درې زره زدکوونکيو زدکړه کول، چې اوس د لیسې ټول درسي او نور توکي د اور خوراک شوي دي.

پېښه سهار وختي شوې او عاملین یې تښتېدلي دي.

په ټولینیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي، چې د دې ښوونځي لیکي او نور لوازم د اور لمبه شوي دي.

طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او وایي، چې تېره شپه د تخار مرکز په تالقانو ښار کې امنیه قومندانۍ او استخباراتو ودانیو ته نږدې د ابوعثمان تالقاني لیسې ته اور اچول شوی دی.

تازه خبرونه

د نړیوالې جنایي محکمې حکمونه د اسلامي امارت مذهبي دریځ اغېزمنولی نشي – ذبیح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند په یوه غږیزه څرګندونه کې ویلي: “مونږ د نړیوالې جنایي محکمې پر نوم اداره نه پېژنو او نه هم مونږ د هغې د حکمونو منلو ته اړ یوو.”

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۸, ۱۴۰۴

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت د مشر او قاضي القضات د نیولو په اړه د هاګ نړیوالې جنایي محکمې د راپور د خپرېدو په غبرګون کې ويلي، چې دا ډول حکمونه د اسلامي امارت پر” اراده او مذهبي دریځ” اغېزه نشي کولی.

د اسلامي امارت ویاند په یوه غږیزه څرګندونه کې ویلي: “مونږ د نړیوالې جنایي محکمې پر نوم اداره نه پېژنو او نه هم مونږ د هغې د حکمونو منلو ته اړ یوو.”

مجاهد زیاته کړې، چې په غزه کې د فلسطینیانو نسل وژنه د اسرائیلو لخوا او د دې رژیم د ملاتړ کوونکو هېوادونو پر ملاتړ ترسره کیږي او هره ورځ سلګونه ماشومان او ښځې پرته له کوم دلیل څخه وژل کیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د نړیوالې جنایي محکمې لخوا د بشري حقونو شعار یوه “شرموونکې” موضوع ده.

په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې نن (سې‌شنبه) له “بشري حقونو د سرغړونې” پر تور د اسلامي امارت د رهبر هبة‌الله آخوندزاده او د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

بیات بنیاد د هرات په اسلام‌کلا پوله کې زرګونو کډوالو ته مرستې ووېشلې

د بیات بنیاد لوی مشر احسان الله بیات ويلي، چې له ایران څخه راستنېدونکو کډوالو ته د دې بنیاد مرستې د پولې په صفري نقطه کې د خیمو ایښودل، د خوراکي توکو د بستو وېشل او د اسلام‌کلا له پولې څخه د زرګونو خلکو لېږدول رانغاړي.

Published

on

بیات بنیاد ویلي، چې د هرات په اسلام‌کلا پوله کې یې زرګونو افغان کډوالو ته خوراکي او نا‌خوراکي مرستې وېشلې دي.

د بیات بنیاد لوی مشر احسان الله بیات ويلي، چې له ایران څخه راستنېدونکو کډوالو ته د دې بنیاد مرستې د پولې په صفري نقطه کې د خیمو ایښودل، د خوراکي توکو د بستو وېشل او د اسلام‌کلا له پولې څخه د زرګونو خلکو لېږدول رانغاړي.

احسان الله بیات ویلي: ” له ګاونډ هېواد څخه زمونږ د عزیزانو بېرته راستنېدل په داسې غمجن حالت کې د منلو وړ ندي. دوی باید دومره ځوریدلي نه وای. له همدې کبله زه د خپلې کورنۍ، بیات بنیاد پر استازیتوب او له افغان بېسیم شرکت سره پر همکارۍ هڅه کوو، چې د خپلو هېوادوالو دا بېرته کډوالي آسانه کړو.”

نوموړي زیاته کړې: “مونږ یو لړ ترتیبات د ټرانسپورټ، خوړو، اوبو او ځینو نورو توکو په ګډون، چې عزیزان (کډوال) مو ورته د تغذیې لپاره اړتیا لري؛ په پام کې نیولي او دا مرستې نورې هم پراخوو.”

بیات ټینګار کړې؛ دا همکاري د مهاجرو د لېږد رالېږد د بهیر د آسانه کولو پر موخه ترسره کیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له ایران حخه راستنطدونکو ته دا امکانات نور هم براخیږی.

هغه ټینګار وکړ، چې د دې بنیاد د همکاريو موخه د مهاجرینو د لېږد آسانه کول او له ایران څخه راستنېدونکو مهاجرینو ته د آسانتیاوو برابرول دي.

احسان الله بیات وایي، چې په راتلونکو پړاوونو کې به د بیات بنیاد لخوا د همکارۍ د زیاتوالي هڅې روانې وساتل شي.

هغو کډوالو، چې د بیات بنیاد مرستې ترلاسه کړي؛ ترې خپل رضایت څرګندوي او غواړي، چې را بنیاد خپلې مرستې روانې وساتي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ۱۴۰۴ کال کې د افغانستان نفوس ۳۶.۴ میلیون اټکل شوی

د دغه راپور له مخې، د دې نفوس ۵۱ سلنه نرینه او ۴۹ سلنه ښځینه دي.

Published

on

د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د څرګندونو له مخې؛ په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د اټکلونو پر بنسټ د افغانستان نفوس شاوخوا ۳۶.۴ میلیون ته رسېدلی دی.

د دغه راپور له مخې، د دې نفوس ۵۱ سلنه نرینه او ۴۹ سلنه ښځینه دي.

د احصائې ادارې زیاته کړې، چې د هېواد په ولایتونو کې کابل تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ولایت دی، چې د اټکلونو له مخې؛ په کې شاوخوا ۶.۱ میلیون خلک ژوند کوي.

دا اټکلونه په ټولنیزو خدماتو، اقتصادي پراختیا، عامې روغتیا او تعلیمي سکټورونو کې بنسټیز رول لري، چې د پالیسۍ جوړولو او ملي سرچینو د تخصیص بنسټ ګڼل کیږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!