Connect with us

لوبی

نن مازیګر د ۲۰۲۲ ژمني المپیک د پای مراسم نندارې ته وړاندې کیږي

خپور شوی

د

ټاکل شوې، چې نن یکشنبه د بېجينګ په ملي لوبغالي( د مرغۍ ځاله) کې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د دوه اوونیز ژمني المپیک د لوبو د پای مراسم پیل شي.

دغه مراسم، مازیګر مهال څلور بجې له آريانا ټلویزيون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

د ټولو ګډون کوونکیو هېوادونو لوبغاړي به د نندارچیانو مخې ته تېر شي؛ د چين او ايټاليا دواړو هېوادونو لوبغاړي به یو لړ نندارې هم وړاندې کړي.

د اولمپیک رپی او بیرغ به راکښته او د ایټالیا د میلان او کورتیناـ دامپزو ښارونو ښاروالانو ته به وسپارل شي، چې د  ۲۰۲۶ کال د ژمنیو اولمپیک لوبو کوربتوب کوي.

د چين ولسمشر شي جين پينګ به د پای په مراسمو کې ګډون وکړي او د ټولو ګډون کوونکیو ورزشکارانو لاسته راوړنې به وستایي.

که څه هم ځینې سیالۍ مخکې پای ته رسیدلي؛ خو د خپلو اړوند لوبو(الپین سکیینګ، کراس کنټري سکیینګ ، بوبسلیډینګ، فګر سکیټینګ، کرلینګ، فری سټایل سکیینګ، هاکي او سرعت سکیټینګ) کې خپل خپل مډالونه ورکړ شي.

د یادونې ده، چې ملګري ، کورنۍ، لوبغاړي او مینه وال د پای مراسمو ته په تمه وي. په هر حال ۲۰۲۰ کال دوبنیو لوبو ته ورته کرونا ویروس د خلکو شور او هلهله بدله کړې ده.

د پای مراسمو کې به یوازې همدا څو مینه وال وي؛ خو د ۹۰ هېوادونو ل. تر لږه ۲۹۰۰ لوبغاړي به پکې  ګډون وکړي.

لوبی

د افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالیو لړۍ د منځني ختیځ د جګړې له کبله وځنډول شوه

د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د سریلانکا پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې د سیالیو لړۍ، چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۶ ز.کال د کب پر دوه‌ویشتمه / د مارچ پر دیارلسمه په متحده عربي اماراتو کې پېل شي؛ د منځني ختیځ د جګړې له کبله د روان کال تر وروستۍ ربعې وځنډول شوه.

د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې لوبډلو او مسوولانو بشپړ چمتوالی درلود؛ خو د وروستیو پېښو له کبله د سیالیو دا لړۍ نه ترسره کیږي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دا لوبې به په متحده عربي اماراتو کې روان کال  ترسره شي، چې نېټې به یې وروسته اعلان شي.

Continue Reading

لوبی

هندوستان د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه

وروستۍ لوبه، چې د احمد‌آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو ننداره‌کوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینه‌وال ول.

Published

on

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ نیوزیلینډ  ته پر ماته ورکولو د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه.

وروستۍ لوبه، چې د احمد‌آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو ننداره‌کوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینه‌وال ول.

هند دا سیالي د ۹۶ منډو پر توپیر وګټله او بیا یې هم د ۲۰ آوریز نړیوال جام له اتلولي دفاع وکړه.

دې بري د هند لپاره ځانګړی ارزښت درلود؛ ځکه، چې په دې لوبغالي کې یې درې کاله مخکې ۵۰ آوریز نړیوال جام آسټرالیا ته بایللی و.

په دې لوبه کې د هند لوبډلې د ۵ ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۵۵ منډې جوړې کړې؛ سنجو سمسون له ۸۰ ډېرې منډې وکړې.

د توپ‌اچونې په برخه کې جسپریټ بومراه زړه‌راکښونکې هڅه لرله او د څلور ویکټو پر اخیستلو یې خپله لوبډله بریا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

Continue Reading

لوبی

افغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه

په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپ‌وهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د ۲۰ آوریز نړیوال جام راتلونکې پړاو ته د لارموندلو هیلې ژوندۍ وساتلې.

په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپ‌وهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

هدف ته د رسېدو لپاره افغانستان کمزوری پیل درلود؛ ځکه رحمن الله ګربز پرته له دې، چې کومه منډه وکړي وسوځېد. ابراهیم ځدراڼ د ۵۳ منډو، عظمت الله عمرزي د ۴۰ منډو او دروېش رسولی د ۳۳ منډو پر مټ لوبه وکړه او افغانستان په داسې حال کې بریا خپله کړه، چې څلور توپونه پاتې ول.

له دې بریا سره افغانستان دوه نمرې ترلاسه کړې او د جام د غوره اته لوبډلو پړاو ته د رسېدو خپلې هیلې یې ژوندۍ وساتلې.

ټاکل شوې، چې افغانستان په خپله راتلونکې لوبه کې د پنجشنبې پر ورځ له کاناډا سره مخامخ شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!