سوداگري
نړیوالو بازارونو ته د تازه میوو د صادراتو بهیر پیل شو
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي؛ هڅه کوي د هېواد تازه میوو ته بازار موندنه وکړي، چې په دې توګه تازه میوې د نړۍ بازارونو ته په مناسبه بیه وړاندې شي.
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت ویاند وايي، چې هڅه کوي په روان کال کې د صادراتو کچه د تېر پر پرتله لوړه کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخوند زاده وایي؛ مونږ په دې روستیو کې سلګونه ټنه د تېر کال را پاتي انار او مڼې قزا قستان او ځینو نورو هېوادو نو ته صادر کړي او د تازه میوو د صادارتو لپاره اړوند تدابیر نیول شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین هم وايي، چې هڅه کوي په روان کال کې د نړۍ بېلابېلو اروپايي او آسیايي مارکیتونو ته د هېواد تازه میوې وروسوي.
دوی زیاتوي، چې افغان سوداګر اوس هم د بانکي اړیکو او ویزو د ستونزو له کبله نهشي کولی په نړیوالو مارکیتونو کې مستقیم فعالیت تر سره کړي.
د کرني او مالدارۍ خونې د بهرنیو اړیکو مسوول امید حیدري وایي؛ مونږ د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادارت کوو، خو د افغانستان په نامه نهکیږي. زمونږ هیله داده که زمونږ د ویزي ستونزه حکومت اواره کړي؛ صادرات به مو نور هم ز یات شي.
سر کاریګر محمد هارون وایي: مونږ له بامیان، کاپیسا، او پروان څخه خاص زردالو راوړي او ټولې روغتیايي خواوې په نظر کې نیول شوي او دا به لو مړۍ ټولګه وي، چې صا دره شي.
بل لورته بیا د هندواڼو سوداګر او بزګر د مارکیت له نهشتوالي سره مخ دي او وایي؛ که د هېواد هندوانو ته مناسب مارکیت پیدا نهشي د هېواد بزګرو ته به ستر مالي زیان واوړي.
د هندوانو پلورونکی حاجي محمد وایي: له فراه نه تر کابله د یو من هنداوڼې کرایه ۴۰ افغانۍ ده او مونږ دلته یو من هندواڼه پر ۵۰ افغانیو پلورو؛ بزګر او سوداګر دواړه په تاوان کې دي. له حکومت هیله لرو، چې زمونږ ستونزه په نظر کې ونیسي.
د اقتصادي چارو کار پوهانو ویلي؛ که د هېواد د صادراتو کچه د سیمي او نړۍ مارکیتونو ته منظمه تر سره شي؛ نو له دې سره به د هېواد بزګر او سوداګر د پام وړ ګټه تر لاسه کړي.
سوداگري
افغان او قزاق چارواکو پر بانکي همکاریو خبرې وکړې
د افغانستان بانک د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ صدیق الله خالد په دې غونډه کې زیاته کړې؛ دا اداره غواړي له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره منظمې او اغېزمنې بانکي اړیکې رامنځته کړي.
تازه خبرونه
د افغانستان مالیې وزارت مرستیال د هند پر پانګونې ټینګار وکړ
د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې عبدالمتین سعید ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي او په دې اړه یې د ملاتړ رامنځته کولو هڅې روانې ساتلې دي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال عبدالمتین سعید له یو شمېر هندي پانګوالو سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې کړې دي.
د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې عبدالمتین سعید ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي او په دې اړه یې د ملاتړ رامنځته کولو هڅې روانې ساتلې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان او هند اړیکې په ځانګړي توګه د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د پراختیا په حال کې دي.
دغه راز هندي پانګوالو هم ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به د انساني، کرنیزو او حیواني درملو د تولید، کرنې او کانونو د عصري ټکنالوژۍ کارونې او دغو برخو ته د افغان کدرونو د ظرفیت لوړونې لپاره د پروګرامونو پر برابرولو پانګونه وکړي.
ویل کیږي، چې یاده پانګونه کولی شي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د تخنیکي پوهې په لېږد او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
سوداگري
د پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس جنید الطاف ویلي؛ د دواړو خواوو سوداګري، چې پخوا محدوده وه اوس د توکو د تګ راتګ د بندېدا له کبله خرابه شوې او د تورخم د لارې له بندېدا راپدېخوا شاوخوا ۴۵ میلیون ډالر اقتصادي زیان ثبت شوی دی.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو د بندېدا له کبله د دواړو لوریو ترمنځ سوداګري سخته زیانمنه شوې؛ شاوخوا ۱۱ زره افغان ټرانزیټ کانټینرونه د کراچۍ په بندر او زرګونه نور خرابېدونکي توکي د غلام خان، سپین بولډک، خرلاچي او تورخم کې بند پاتې دي.
د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس جنید الطاف ویلي؛ د دواړو خواوو سوداګري، چې پخوا محدوده وه اوس د توکو د تګ راتګ د بندېدا له کبله خرابه شوې او د تورخم د لارې له بندېدا راپدېخوا شاوخوا ۴۵ میلیون ډالر اقتصادي زیان ثبت شوی دی.
سوداګرو خبرداری ورکړی؛ خوراکي توکي مخ پر خرابېدا دي، چې دې اقتصادي چلند درانده مالي زیانونه اړولي دي. هغو صادروونکو، چې E سندونه یې ترلاسه کړي وه؛ هم نشي کولی خپل بارونه ولېږدوي او دوه اړخیزه سوداګري چټکه راټیټه شوې ده.
د لارو بندېدا د درملو سوداګري هم د ۲۰۰ میلیون ډالرو له خطر سره مخ کړې ده. د انټي بیوټیکو، انسولینو، واکسینونو او زړه درملو سلګونه توکي په تورخم او چمن کې بند پاتې دي، چې د تودوخې حساس درمل د خرابېدا له خطر سره مخ دي.
د پاکستان د درملو جوړوونکو ټولنې خبرداری ورکړی، چې دا ګډوډي نه یوازې په افغانستان کې پر درمل رسولو اغېزه کوي، بلکې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان لپاره د پاکستان ټرانزیټي لار هم اغېزمنوي، چې د سیمهییز اتصال پروژې په ګډون د پاکستان- ازبکستان- افغانستان اوسپنېپټلۍ له خطر سره مخ کوي.
د سوداګرو استازو له اړوند چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژره د توکو تګ راتګ بېرته پیل او سوداګري له سیاسي مسلو څخه بېله کړي، چې دواړو هېوادونو ته نور اقتصادي زیان ونهرسیږي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه3 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه3 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
-
روغتيا3 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
-
تازه خبرونه5 days agoد قرغزستان لوړ پوړی پلاوی کابل ته راورسېد
