تازه خبرونه
نړیوال وجهي صندوق د راستنیدونکیو د روغتیايي خدماتو لپاره ۴ اعشاریه ۷ میلیون ډالر ځانګړي کوي
نړیوال وجهي صندوق ویلي؛ په افغانستان کې یې د اچ آی وي، نري رنځ او ملاریا د پوهاوي، تشخیص او درملنې لپاره څلور میلیون او اووه سوه زره ډالر بېړنۍ مرسته منظوره کړې ده.
د دې بنسټ د پرونۍ( پنجشنبه د کب درېیمه) خبرپاڼې له مخې؛ دا مالي مرسته به له پاکستان څخه راستانه شویو یو میلیون او درې سوه زره افغانانو ته د خدماتو پر برابرولو ولګول شي.
د دې بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا څلور اعشاریه اووه میلیون ډالره بېړنۍ مرسته به پر ۶۶ میلیون ډالرو مالي مرستې اضافه وي، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېې څخه د دریو کلونو لپاره په پام کې نیول شوې ده.
دا مالي مرسته به د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له لوري ولګول شي.
د نړیوال وجهي صندوق د اسیا، ختیځې اروپا، لاتینې امریکا او د کارابین څانګې مشرې انلیس هیرشمن ویلي، چې د نفوسو چټک زیاتوالی په ځانګړي توګه په کلیوالو او سختو سیمو کې، چې له پاکستان سره پوله لري، د وبا د خطر ښکارندویي کوي او د ایډز، نري رنځ او ملاریا لپاره د اړینو خدماتو له پیاوړي کولو پرته ورسره مبارزه نهشي کېدی.
د نړیوال وجهي صندوق په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ادارې پر مرسته به په هغو سیمو کې، چې د ملاریا د خپرېدو کچه زیاته ده؛ خلکو ته به د تشخیص خدمات او حشره وژونکي جالۍ برابرې شي.
دغه راز د یادې خبرپاڼې له مخې، د نري رنځ پر وړاندې د مبارزې لپاره به د افغانستان او پاکستان په اړوند سرحدي سیمو کې بشپړ روغتیايي مرکزونه او کتنځي جوړ شي.
په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي، چې افغانستان ته د نويو راتېرېدونکیو کسانو لپاره به د ايډز د معاينې، مشورې ورکولو او درملنې خدمتونه برابر شي.
تازه خبرونه
د ایراني ځواکونو پر ډزو ګڼشمېر افغان مهاجرو ته مرګ او ژوبله اوښتې
دا پېښه د سېشنبې پر ورځ( د کب پېنځمه د سیستان او بلوچستان په ولایت کې رامنځته شوې ده.
دا پېښه د سېشنبې پر ورځ( د کب پېنځمه د سیستان او بلوچستان په ولایت کې رامنځته شوې ده.
حالوش راپور ورکړی، چې ایرانی پوځیانو پر موټر له قانوني درېدا او خبرداري پرته ډزې کړي، چې په کې یو شمېر سپرلۍ پر مرمیو لګېدلي؛ موټر چپه شوی او اور یې اخیستی دی.
د راپورونو له مخې؛ د ۶ ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
تازه خبرونه
د کونړ له مرګوني زلزلې شپږ میاشتې وروسته هم ۲۵ زره ماشومان په خیمو کې ژوند کوي
د ۱۴۰۴ ل.ل کال د وږي پر نهمه / د ۲۰۲۵ د اګست پر یودېرشمه رامنځته شوې زلزلې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان «شهیدان» کړل او له ۸۰۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ یا سخت زیانمن کړل.
د ماشومانو ژغورنې بنسټ ويلي؛ د کونړ له مرګوني زلزلې شپږ میاشتې وروسته هم شاوخوا ۲۵زره ماشومان په دې ولایت کې تر خیمو لاندې ژوند کوي او د کورونو د بیارغونې لپاره ورته هیڅ ځانګړی مهالوېش رامنځته شوی ندی.
د ۱۴۰۴ ل.ل کال د وږي پر نهمه / د ۲۰۲۵ د اګست پر یودېرشمه رامنځته شوې زلزلې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان «شهیدان» کړل او له ۸۰۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ یا سخت زیانمن کړل.
دې بنسټ ویلي، چې په دې غرنۍ سیمه کې د بیارغونې چارې ټکنۍ پیل شوې دي او ښايي ځینې کلي هیڅکله بیا ونهرغول شي.
له نږدې ۱۳۰۰ درسي ټولګیو له نیمایي څخه ډېر یا ویجاړ شوي او یا یې سخت زیانمن دي. د ښوونځیو جوړول اوس هم پیل شوي ندي او شاوخوا ۱۷ زره زدهکوونکي تر شنه آسمان لاندې په لنډمهاله درسي خونو کې زدهکړې کوي. له ۶۰۰۰ ډېرې بېځایه شوې کورنۍ، چې خپل کورونه او عاید یې له لاسه ورکړی؛ پخوا به یې پر منځني کچه هره میاشت له ۷۵ تر ۱۲۰ ډالرو پورې د کرنې او کوچنیو کارونو له لارې ګټل، اوس پر بشري مرستو تکیه لري.
د افغانستان لپاره د ماشومانو د ژغورنې بنسټ استازي بوجار هوخا ویلي: « په داسې حال کې، چې په ټول افغانستان کې اړتیاوې زیاتې او بودجه کمه شوې ده؛ باید د زلزلې له کبله زیانمن شوي خلک هېر نشي. کورنۍ د خپل ویجاړ شوي ژوند د بیارغولو لپاره پرلهپسې کار او بودجې ته اړتیا لري.»
په ۲۰۲۵ ز.کال کې له ایران او پاکستان څخه د څه باندې ۲.۹ میلیون افغانانو له راستنېدا سره د استوګنې کړکېچ نور هم پراخ شوی او ځینې بېرته راستانه شوي کسان په هغو سیمو کې میشت شوي، چې د زلزلې اغېز پرې شوی و. ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې سږ کال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴.۲ میلیون کسان سرپناه ته اړتیا لري.
تازه خبرونه
پاکستان باید د خپلې «بېشرمه کړنې» ځواب ترلاسه کړي – مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له العربیه سره په مرکه کې ویلي، چې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې شوي بریدونه «بېشرمه کړنه» ده او وایي، «پاکستان باید ځواب ترلاسه کړي.»
هغه دا هم ویلي، چې د غچ اخیستنې د کړنې جزییات محرم دي.
-
تازه خبرونه5 days agoاسلامي امارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه د روسیې ادعا ردکړه
-
نړۍ3 days agoټرمپ کانګرس ته پر ۱۰۸ دقیقو اوږدې وینا خپله ولسمشري له سره تعریف کړه
-
تازه خبرونه4 days agoامیرخان متقي او روزمیري ډیکارلو د پاکستان پر هوایي بریدونو خبرې وکړې
-
International Sports4 days agoد ۲۰۲۶ ز.کال ژمنی اولمپیک د ناروې پر ځلېدا پای ته ورسېد
-
تازه خبرونه4 days agoد بښنې نړیوالې ادارې د پاکستان په هوایي بریدونو کې د ځاني زیانونو د څېړنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي د زیاتېدا مخنیوي ته چمتو یوو – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoبنیاد بیات به دهها خانواده نیازمند در فراه کمکهای رمضانی توزیع کرد
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان پوځي رژیم پر مدرسه او عامو سیمو هوایي بریدونه کړي ـ پوهنې وزارت
