تازه خبرونه
هر کال د افغانستان په ګمرکونو کې د یو میلیارد دالرو مالي فساد کیږي
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ مسوولین وايي، چې د هېواد د ګمرکونو په میلیونونو افغانۍ د زورواکو جیبونو ته ځي او چارواکي یې په اړه له پرېکړې بې وسه دي.
د هرات په اسلام کلا بندر او ګمرک کې د لس کلونو په بهیر کې د راټولو شويو کلونو عواید ښيي، چې هر کال د میلیاردونو افغانیو توپیر په کې لیدل کیږي؛ په ۱۳۹۰ کې د ګمرک عواید ۱۶ میلیارده افغانۍ ول، د ۹۱ کال په څلور میاشتو کې پېنځه میلیارد ښودل شوي وه؛ خو په ۹۲ کال کې بیا عواید دیارلس میلیارد شول، په ۱۳۹۳ کې څلور میلیارده نور هم راکم شول( نهه میلیارده راټول شول) په ۹۴ کې بېرته دولس میلیاردو ته لوړ شول، په ۹۶ او ۹۷ کې شلو میلیاردو ته وختل، په ۹۸ کې بېرته شپاړس میلیارده شول او په روان کال کې د همدغه ګمرک لومړۍ درجه مسوول په خپل فیسبوک او تویتر کې ولیکل، چې د مارچ پر څوارلسمه په دې ګمرک کې ۱۳۷ میلیون افغانۍ عواید راټول شول. د مارچ پر څوارلسمه یې ولیکل، چې ۱۱۹ میلیون افغانۍ راټولې شوې او د جولای پر نهمه یې د ۱۲۲ میلیون افغانیو له راټولولو خبر ورکړ. دغو معلوماتو او کرونايي حالت ته په کتو په نسبي ډول د دغه ګمرک عواید په کال کې ۳۳ میلیارد افغانیو ته رسیدای شي.
د روڼتیا څار بنسټ څېړونکي ناصر تیکوری د څرګندونو له مخې؛ یوازې د اسلام کلا د ګمرک میلیونونه افغانۍ عواید د دولتي زورواکو جیبونو ته لویږي.
د اسلام کلا د ګمرک مسوولینو لخوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ اټکل کیږي، چې هر کال په دې ګمرک کې باید دېرش میلیارده افغانۍ عواید راټول شي؛ خو ښکاري، چې یوازې تر شل میلیارد افغانیو دولتي خزانې ته لویږي.
د دغو معلوماتو له مخې؛ ښکاري، چې هر کال د هرات په ګمرک کې په منځنۍ توګه لس میلیارده افغانۍ راټول شوي؛ خو ویل کیږي، چې دا رښتیني ندي.
د مالیې وزارت مسوولین وايي، چې د وارداتو حجم ته په کتو هلته عواید کښته او پورته کیږي.
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، چې د هرات پر ګمرک سربېره د ټولو ګمرکونو کلني عواید واردتو ته په کتو توپير کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات والي څه موده مخکې رسنیو ته څرګنده کړې وه، چې هلته د ګمرک میلیونونه افغانۍ د زورواکو جیبونو ته لویږي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت
د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیحالدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.
د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”
فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”
هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.
د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.
تازه خبرونه
په روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سرهزر نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.
تازه خبرونه
هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرلهپسې ژمنتیا ښیي.
د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سيټيسکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.
ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه3 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه3 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
-
روغتيا3 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
