تازه خبرونه
هند د افغانستان پر وړاندې د سیالیو لپاره د خپلو لوبغاړو بشپړ نوملړ اعلان کړ
د هند کرکټ بورډ د اعلان له مخې؛ شبمن ګېل د ټسټ لوبډلې د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی او کېال راهول به یې مرستیال وي. دغه راز په یوورځنۍ لوبډله کې هم شبمن ګېل د لوبډلمشرۍ مسوولیت پر غاړه لري او شریاس آیر د لوبډلمشر مرستیال ټاکل شوی دی.
د هند کرکټ بورډ د سېشنبې پر ورځ د افغانستان پر وړاندې د راتلونکو سیالیو لپاره د خپل هېواد د ټسټ او یوورځنیو لوبډلو د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ، چې ټاکل شوې دغه سیالۍ د ۲۰۲۶ ز.کال په جون کې ترسره شي.
د هند کرکټ بورډ د اعلان له مخې؛ شبمن ګېل د ټسټ لوبډلې د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی او کېال راهول به یې مرستیال وي. دغه راز په یوورځنۍ لوبډله کې هم شبمن ګېل د لوبډلمشرۍ مسوولیت پر غاړه لري او شریاس آیر د لوبډلمشر مرستیال ټاکل شوی دی.
د لوبغاړو د نوملړ له اعلان مخکې د جسپریټ بومرا، ریشب پنټ او د ۲۰۲۶ ز.کال د هند په غوره لیګ کې د ځوانو لوبغاړو له ځلېدو وروسته د هغوی پر شاملېدو پراخ بحثونه روان ول.
راپورونه ښيي، چې د لوبغاړو د غوراوي کمیټې مشر اجیټ اګارکر او د هند کرکټ بورډ منشي ډیواجیټ سایکیا دغه سیالۍ د راتلونکو مهمو سیالیو؛ په ځانګړي توګه د ۲۰۲۷ ز.کال یوورځني نړیوال جام لپاره د هند د چمتووالي برخه ګڼي.
سره له دې، چې د افغانستان پر وړاندې ټسټ لوبه د ټسټ نړیوالې اتلولۍ امتیازونه نهلري؛ خو هند پرېکړه کړې، چې له پیاوړې لوبډلې سره میدان ته ودانګي او لوبغاړي یې د ټسټ سیالیو له سخت پړاو وړاندې ډېر نور چمتووالی ترلاسه کړي.
په یوورځنیو سیالیو کې هم د هند کرکټ مسوولان هڅه کوي، چې د روهیټ شرما او ویراټ کوهلي په څېر تجربهلرونکو لوبغاړو ترڅنګ نوې څېرې هم د راتلونکي لپاره چمتو کړي.
د افغانستان پر وړاندې د هند ټسټ لوبډلې په نوملړ کې د شبمن ګېل، یاشاسوي جیسوال، کېال راهول، سای سوډرشن، ریشب پنټ، ډیوډت پډیکال، نیټیش کمار رېډي، واشنګټن سنډر، کولډیپ یاډاو، محمد سراج، پراسیډ کرشنا، ماناو سوټار، هرپریټ برار او دروو جورل نومونه راغلي دي.
دغه راز د هند د یوورځنۍ لوبډلې په نوملړ کې د شبمن ګېل، شریاس ایر، روهیټ شرما، ویراټ کوهلي، کېال راهول، ایشان کیشان، هارډیک پانډیا، نیټیش کمار رېډي، واشنګټن سنډر، هرش ډوبي، کولډیپ یاډاو، ارشډیپ سنګهـ، پراسیډ کرشنا، پرنس یاډاو او ګورنور برار نومونه راغلي دي.
د اعلان شوي مهالوېش له مخې، د افغانستان او هند ترمنځ ټسټ لوبه به د جون له شپږمې څخه تر لسمې پورې د مولانپور ښار په نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.
همداراز لومړۍ یوورځنۍ لوبه به د جون پر څوارلسمه په دارمشالا، دوهیمه لوبه به د جون پر اووهلسمه په لکنهو او درېیمه لوبه به د جون پر شلمه په چنای ښار کې ترسره شي.
د هند کرکټ مسوولانو ویلي، چې دغه سیالۍ د راتلونکو مهمو رقابتونو لپاره د لوبډلې د چمتووالي او په ټسټ او یوورځنیو دواړو برخو کې د لوبډلو بیارغونه رانغاړي.