تازه خبرونه

امریکايي پلاوي د افغانستان جنګ په اړه له عاصم منیر سره ولیدل

د دې پلاوي مشري شمیلا ن. چوهدري او کالین اف. جکسون کوي او له عاصم منیر سره یې د افغانستان په جنګ کې د امریکا د ۲۰ کلن پوځي، سیاسي او ډیپلوماټیک حضور د ارزونې پر چوکاټ لیدلي دي.

Published

on

د افغانستان جنګ په اړه د امریکا د کمیسیون یوه پلاوي په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له قومندان عاصم منیر سره لیدلي او د افغانستان په جګړه کې یې د پاکستان د رول، د سیمې د امنیتي وضعیت او د افغانستان د بدلونونو په اړه یې خبرې کړې دي.

د دې پلاوي مشري شمیلا ن. چوهدري او کالین اف. جکسون کوي او له عاصم منیر سره یې د افغانستان په جنګ کې د امریکا د ۲۰ کلن پوځي، سیاسي او ډیپلوماټیک حضور د ارزونې پر چوکاټ لیدلي دي.

د پاکستان پوځ د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو د افغانستان د جګړې پر مهال د پاکستان د ملاتړ او د کمیسیون اړوند موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

عاصم منیر هم له امریکايي پلاوي سره د افغانستان د جګړې پر مهال د پاکستان د امنیتي وضعیت او هغو ننګونو په اړه د خپل هېواد لیدلوری شریک کړی، چې پاکستان ورسره مخ شوی و.

نوموړي د جګړې د سټراټیژیکو، ډیپلوماټیکو او عملیاتي اړخونو په ارزونه کې د سیمه‌ییز لیدلوري او د پاکستان د تجربې پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د افغانستان جنګ کمیسیون په ۲۰۲۱ز.کال کې د امریکا د کانګرس له‌خوا جوړ شوی، چې د ۲۰۰۱ز.کال له جون څخه د ۲۰۲۱ز.کال تر اګست پورې د افغانستان په جنګ کې د امریکا پرېکړې او کړنې وڅېړي.

امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ز.کال په اګست کې له دوه لسیزو جنګ وروسته له افغانستان څخه ووتل.

دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې د امریکا یاد کمیسیون په جګړه کې د ښکېلو لوریو د نظرونو راټولولو او د اوږدې جګړې پر مهال د سیمې د هېوادونو د رول ارزونې په حال کې دی.

Trending

Exit mobile version