تازه خبرونه
پاکستان، چین او افغانستان د سیمې پر اقتصادي ثبات او همکاریو ټینګار څرګند کړ
په اسلامآباد کې د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه غونډه کې د سیمې پر اقتصادي ثبات او همکاریو ټینګار څرګند شو.
په دې غونډه کې امیرخان متقي، بلاول بوتو زرداري او کین ګانګ پر اقتصادي همکاریو، سولې، امنیت، ثبات او نورو مسایلو خبرې وکړې.
له درې اړخیزې غونډې وروسته د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبري غونډه کې له اسلامي امارت وغوښتل، چې جامع حکومت جوړ کړي او د ګاونډ هېوادونو هغه اندېښنې لرې کړي، چې له دې هېواده یې د ترهګریزو فعالیتونو له کبله احساسوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري ویلي: په سیمه کې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ، اتصال او هوساینې لپاره په افغانستان کې سوله او ثبات اړین دی. مونږ به د یوه سولهییز، هوسا او متحد افغانستان لپاره له خپلو نورو شریکانو سره کار ته دوام ورکړو.
په دغه خبري کنفرانس کې د چین د بهرنیو چارو وزیر له اسلامي امارت وغوښتل، چې ټول شموله او منځلاری حکومت جوړ کړي او د تروریستي ګواښونو په اړه د افغانستان د ګاونډیانو اندېښنو ته هم ځواب ووایي.
د چین بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ څرګنده کړې: مونږ هیله لرو، چې طالبان به د حکومت ټول شموله او اعتدال پالیسي ومني او له ګاونډیانو سره به دوستانه اړیکې وساتي. دا مهمه ده، چې طالبان د خپلو ګاونډیانو امنیتي اندېښنې جدي وګڼي او په افغانستان کې له مختلفو ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره قوي اقدامات وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي اسلامآباد ته په خپل سفر کې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره جلا جلا کتنې وکړې.
دغه راز امیرخان متقي د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال منیر عاصم سره په بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول د امنیتي مسایلو په اړه غږیدلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وایي: د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره د سیمهییز امنیت، د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د دوه اړخیزو همکاریو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې پر ورځ د هند په ګواه ښار کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د هند، روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په جلا جلا غونډو کې له اسلامي امارت څخه د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو او د ښځو حقونو ته د درناوی غوښتنه وکړه.
تازه خبرونه
کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.
ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.
تازه خبرونه
په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”
تازه خبرونه
په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
عبدالمتین قانع وایي: د اورلګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.
ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اورلګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.
-
تازه خبرونه4 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه5 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
-
روغتيا4 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه1 day agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې سره سم د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیل شو
-
تحول5 days agoتحول : د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو لیدنې
-
سوداگري4 days agoافغان او قزاق چارواکو پر بانکي همکاریو خبرې وکړې
