Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان دې له دوستۍ او دښمنۍ، یو غوره کړي ـ اشرف غني

خپور شوی

د

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د یکشنبې پر سهار یوې امنیتي ناستې ته په ډاګه کړه؛ له تېرو څو لسیزو راپدیخوا دا لومړي ځل دی، چې د سولې یو رښتینی فرصت رامنځته شوی او افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو ته پوره چمتووالی لري.

د ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونوې له هغې وروسته راپورته کیږي، چې تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر جو بایډن او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په ډاګه کړه، چې د ټولو بهرنيو سرتېرو وتل به د روان کال د می له لومړۍ پیل او د سپټمبر پر ۱۱ نېټه افغانستان بشپړ شي.

ولسمشر غني د یکشنبې  پر ورځ په ارګ کې د کابل ښار د شپږنیمو بجو په امنیتي غونډه کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په نغوته کې څرګنده کړې: په اوسني تاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر شوی؛ مونږ له دوه کلونو راپدیخوا دې ورځې ته بشپړ چمتوالی لرو او د هغوی د وتلو لپاره مو هر اړخیز پلان برابر کړی دی.

ولسمشر غني ویلي؛ مونږ د خپلې خاورې ساتنې ته بشپړ چمتوالی لرو او د دې وخت را رسېدلی، چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول عملي او افغانستان خپل ناپېیلتوب ثابت کړي.

ولسمشر ویلي: یو د جمهوریت صف دی او بل د دښمن، هغوی، چې د جمهوریت په صف کې نه درېږي نور ورته په دولت کې ځای نشته.

د ولسمشر غني د څرګندونو له مخې؛ طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ راز دیني مشروعیت نلري او د اسلامۍ نړۍ دیني علماوو په افغانستان کې جګړه غندلې ده.

ولسمشر غني له افغانستان سره سیمه ییزو اړیکو ته په نغوته کې څرګنده کړې: نن د پاکستان لپاره د پرېکړې ورځ ده؛ که زمونږ هېواد نارامه وي، د دوی هېواد به هم ناارامه وي او که زمونږ هوساینه غواړي، دوی به هم هوسا شي.

غني زیاته کړې؛ د دوستۍ او دښمنۍ غوراوی د دوی په لاس کې دی؛ د دوستۍ په اړه افغانستان له پاکستان، سیمې او نړۍ سره همکارۍ ته چمتو دی.

دغه راز ولسمشر غني په ډاګه کړې: زمونږ لیدلوری ملي حاکمیت، جمهوریت، ولسواکي، آباد، آزاد او خپلواک افغانستان دی؛ که طالبان په دې چوکاټ کې سوله کوي زمونږ غېږ ورته پرانېستې ده او له دې پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمه ده.

هغه زیاتوي؛ مونږ د ډار نه، د ټینګې ارادې خلک یو.

همدارنګه نوموړي د یکشنبې د ورځې په امنیتي ناسته کې د لومړۍ امنیتي حوزې ۱۶ منسوبینو ته د بریال دوه یمې درجې دولتي مډالونه هم پر سینه وټومبل.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ستاینو او ویاړلو وروسته د شپږنیموغونډو د لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل: د ژمنو تعقیب پر یو اصل بدل شوی او د دوامداره هڅو په نتیجه کې د جرمونو ګراف په بېساري توګه راټیټ شوی او له دولتي خدمتونو د خلکو د رضایت کچه لوړه شوې ده.

ولسمشر اشرف غني د شپږنیموغونډو لاسته راوړنې وستایلې او وایي: تاسو د ګروپي مدیریت په پایله کې مثبت تغییرات راوستي؛ ظرفیت لرئ، دوام ورکړئ او زه ستاسو بشپړ ملاتړی یم.

تازه خبرونه

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ

د افغانستان اسلامي امارت دغه بریدونه د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللي او پر کلکو ټکو یې غندلي دي.

Published

on

Last Updated on: وږی ۳۱, ۱۴۰۵

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ او د پاکستاني پوځ له لوري د افغانستان د هوايي حریم د نقض او په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې پر ملکي سیمو او تأسیساتو د هوايي بریدونو په اړه یې احتجاج لیک ورته وسپاره.

د افغانستان اسلامي امارت دغه بریدونه د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللي او پر کلکو ټکو یې غندلي دي.

اسلامي امارت یو ځل بیا هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په پاکستان کې وروستۍ امنیتي پېښې د افغانستان له خاورې پلان دي.

د افغانستان اسلامي امارت ویلي، چې د دا ډول بې‌بنسټه ادعاوو وړاندې کول او د هغو پر بنسټ د پوځي اقداماتو توجیه کول؛ د واقعیتونو د تحریف او د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ده.

اسلامي امارت له پاکستان څخه غوښتي، چې د خپلو امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره د نورو هېوادونو پر ملامتولو او د خپلو داخلي ستونزې له بهرني اړخ سره پر تړلو د تمرکز پر ځای، د دغو ستونزو د واقعي لاملونو او خپلو مسوولیتونو پر موندلو او حلولو راوڅرخیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما

یوناما ویلي، چې دغه پېښه د دوشنبې پر ورځ( د سپټمبر یوویشتمه) سهار وختي شوې او د دغو بریدونو له کبله څلور نور ملکي وګړي هم ټپیان دي.

Published

on

Last Updated on: وږی ۳۱, ۱۴۰۵

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت دفتر (یوناما) ویلي، چې په کونړ ولایت کې د پاکسني پوځیانو د هوايي بریدونو له کبله لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو سړی، یوه ښځه او یوه نجلۍ دي؛ «شهیدان» شوي او څلور نور ټپیان دي.

یوناما ویلي، چې دغه پېښه د دوشنبې پر ورځ( د سپټمبر یوویشتمه) سهار وختي شوې او د دغو بریدونو له کبله څلور نور ملکي وګړي هم ټپیان دي.

د ملګرو ملتونو دې بنسټ زیاته کړې، چې د ۲۰۲۶ز.کال له پیل راپدېخوا په افغانستان کې د وسله‌وال تاوتریخوالي له کبله د ملکي وګړو د مرګ او ژوبې څه باندې ۱۱۰۰ پېښې ثبت شوې دي.

یوناما یو ځل بیا له ښکېلو لوریو غوښتي، چې نړیوال بشري قوانین رعایت کړي او د ملکي وګړو د مرګ‌ او ژوبلې د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

Published

on

نن سې‌شنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!