Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان د تورخم له لارې په دوه‌یمه څپه کې ۸ زره کورنۍ هېواد ته جبري راشړلې دي

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو دویمه څپه له لومړۍ هغې چټکه روانه ده.

خپور شوی

د

د ننګرهار سیمه‌ییزو چارواکو ويلي، چې له پاکستان څخه د جبري ایستلو په دوه‌یمه څپه کې تر دې دمه ۸ زره کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنې او پخپل وخت ورته رسېدنه شوې ده.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو دویمه څپه له لومړۍ هغې چټکه روانه ده.

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس بازمحمد عبدالرحمن ويلي، چې په دې څپه کې تراوسه اته زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوي او د حکومت له لوري ورسره پخپل وخت مرسته شوې ده.

هر افغان کډوال د پاکستان د پولیسو د جبر او زور زیاتي د چلند ترخې او خواشینوونکو کیسې لري، چې

ورسره مخ شوي دي.

هغه کډوال، چې پاکستان جبري ایستلو ته اړ کړي وايي، چې ټوله شتمني ترې پاتې شوې او له حکومت غواړي، چې د دوی د شتمنیو تر لاسه کولو لپاره د پاکستان له اړوند چارواکو سره خبرې وکړي.

هغه افغان کډوال، چې په خواريو او د لاس پر تڼاکو ګټلې شتمني ترې هلته پاتي شوې ، په خپله سرمایه اخستي کورونه، بېلابېل ډوله له توکو ډکې هټۍ او کاروبارونه ترې پاتي شوي دي.

اسماعیل نومی راستون شوی افغان وایي: « له پاکستان په جبري ډول راستانه شوي ډيری ګډوال د پاکستان د حکومت او امنیتي ځواکونو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي.»

راستانه شوي افغانان وايي، سامانونه يې ترې ستانه کړي او خالي لاس يې له تورخم دروازې را اړولي دي. دوی له اسلامي امارت غواړي، چې په پاکستان کې له دوي د پاتي شتمنیو پوښتنه دې وکړي.

هغه کډوال، چې له پاکستان څخه په ډېر بد حالت او له ګڼو ستونزو ګاللو وروسته هېواد ته راستانه شوې په تورخم کې د افغان لوري له ترسره کړو خدماتو خوښ دي او په پاکستان کې له پاتې کډوالو هم غواړي، چې هېواد ته دې پخپله خوښه راستانه شي.

راستانه شویو کډوالو ته د تورخم په عمري کمپ کې د پاتې کېدو، روغتیا، اطلاعات او عامه پوهاوي،  ټرانسپورټ، کارموندنې، ځمکو وېش، جوماتونو او زدکړو، مالي، امنیتي، مرستو جذب، د ثبیت او هرکلي کميټو ترڅنګ يو شمېر مرستندویه ادارو او د افغان بېسیم په ګډون بېلابېلې مخابراتي شبکې څلیریشت ساعته خدمات وړاندې کوي.

دغه راز له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو له دوه‌یم پړاو سره هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) ويلي، چې د دې لړ له پیل راپدېخوا ۱۷ میرمنو په روغتیايي مرکزونو او د سرحدي سیمو د زېږون په بېړنيو روغتیایي مرکزونو کې خپل ماشومان زیږولي دي.

د دې صندوق په خبرپاڼه کې راغلي، چې په سرحدي برخو کې د زیږون قضیې په څرګنده توګه میندو ته د روغتیا پاملرنې چمتو کولو اړتیا روښانه کوي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په تېرو دوه اوونیو کې له پاکستان څخه راستنېدونکو ۱۲ میرمنو د سرحدي سیمې په روغتیایی مرکز کې خپل ماشومان زیږولي او پېنځه نورو میرمنو د کډوالو د هرکلي مرکز په د زېږون په بېړني کلینیک کې زیږولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) امیرخان متقي د پاکستان د سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر جبري ایستلو خواشينۍ څرګنده کړې او دغه چاره يې د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره اندېښمنوونکې او زیان رسوونکې بللي ده.

تازه خبرونه

د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

Published

on

نن سې‌شنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ‌ژوبله اوښتې

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد منلې، چې د پاکستان پوځ تېره شپه( د وږي یودېرشمه) درې بجې د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر یو شمېر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.

ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

دغه راز په پکتیکا کې هم د پاکستاني پوځ په هوايي برید کې یو کور او یو سیمه‌ییز دوکان پر نښه شوي، خو د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

ذبیح الله مجاهد یاد بریدونه غندلي او د ملکي سیمو پر نښه کول یې د جنایتونو تکرار بللی دی.

د نوموړي په څرګندونو کې راغلي، چې د پاکستان پوځي کړۍ د خپل هېواد دننه له امنیتي ستونزو څخه د خلکو د پام اړولو لپاره یو ځل بیا ورته اقدام کړی دی.

هغه ویلي، چې افغانان به د دغو بریدونو پر وړاندې مناسب ځواب ورکړي.

 
 
Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

Published

on

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي؛ تېره شپه شاوخوا درې بجې د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند د زلزله‌ځپلیو لپاره پر جوړ شوي یوه کمپ هوايي برید کړی دی.

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

 
 
 
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!