سوداگري
پاکستان له افغانستان څخه د کرنیزو محصولاتو پر وارداتو ټینګار څرګند کړ
په پاکستان کې وروستي ویجاړ,ونکي اورښتونه او سیلابونه د دې لامل شوي، چې د هغه هېواد په بازارونو کې د میوې اوسابو بیه ډېره لوړه شي.
د پاکستان حکومت ویلي، چې په هیواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله د تر کارۍ او سبو له کمښت سره مخ دي او غواړي، چي له افغانستان او ایران څخه د سبو، ترکارۍ او تازه میوې واردات پراخه کړي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې غړي وايي، چې پاکستان ته د صادارتو پراختیا د دواړو هېوادو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیا وړتیا لپاره اړین بولي؛ خو زیاته وي، چي باید د افغانستان د مارکیت اړتیاووته په کتو د صادراتو دا بهیر تنظیم شي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې اجرا ئیه مشر نقیب الله ساپی وایي: مونږ ته اړینه ده، چې پاکستان ته صادارت وکړو باید ښې اقتصادي اړیکې ولرو ؛ خو د افغانستان د کورني مارکیت د اړتیاوو پوره کول باید زمونږ د کارونو په سر کې وي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خوني مسوولین بیا وايي؛ پاکستان د هغو کرنیزو توکو تعروفه ټیټه کړې، چې افغانستان پخپله ورته اړتیا لري.
د کرنې او مالدارۍ د خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وایي: زما له نظره د دواړه هېوادونو ترمنځ باید د سوداګرۍ بهیر مدیریت شي؛ له پیازو پرته باید مڼو ،انارو، کچالو ته هم باید پاکستان امتیاز ورکړي. که نه د هېواد مارکیتونه به پخپله له ستونزو سره مخ شي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم اندېښنه څرګندوي او زیاتوي؛ که د هېواد له مارکیتو نو څخه پرته له څارنې صادرات ترسره شي؛ نو ښايي مونږ خپله په کورني مارکیت کې خپله له زیاتو ستونزو سره مخ شوو.
د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وایي؛ مونږ منو، چي وروستیو بارانونو پاکستان او افغانستان دواړو ته زیانونه اړولي. مونږ باید همکاري ولرو؛ خو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت باید په صادارتو کې هغه توکې زیات صادر نکړي، چې دوی له ستونزو سره مخ کولی شي. دوۍ باید صادراتې تعروفه لوړه کړي.
د اقتصادي چاروکار پوهان د هېواد د مارکیټونو د مدیریت مسوولیت د صنعت اوسوداګرۍ وزارت پر غاړه اچوي.
دا، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دې بهیر د مدیریت لپاره کوم تدابیرلري؛ په دې اړه یې تر دې دمه څه ندي ویلي.
سوداگري
افغان او قزاق چارواکو پر بانکي همکاریو خبرې وکړې
د افغانستان بانک د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ صدیق الله خالد په دې غونډه کې زیاته کړې؛ دا اداره غواړي له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره منظمې او اغېزمنې بانکي اړیکې رامنځته کړي.
تازه خبرونه
د افغانستان مالیې وزارت مرستیال د هند پر پانګونې ټینګار وکړ
د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې عبدالمتین سعید ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي او په دې اړه یې د ملاتړ رامنځته کولو هڅې روانې ساتلې دي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال عبدالمتین سعید له یو شمېر هندي پانګوالو سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې کړې دي.
د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې عبدالمتین سعید ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي او په دې اړه یې د ملاتړ رامنځته کولو هڅې روانې ساتلې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان او هند اړیکې په ځانګړي توګه د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د پراختیا په حال کې دي.
دغه راز هندي پانګوالو هم ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به د انساني، کرنیزو او حیواني درملو د تولید، کرنې او کانونو د عصري ټکنالوژۍ کارونې او دغو برخو ته د افغان کدرونو د ظرفیت لوړونې لپاره د پروګرامونو پر برابرولو پانګونه وکړي.
ویل کیږي، چې یاده پانګونه کولی شي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د تخنیکي پوهې په لېږد او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
سوداگري
د پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس جنید الطاف ویلي؛ د دواړو خواوو سوداګري، چې پخوا محدوده وه اوس د توکو د تګ راتګ د بندېدا له کبله خرابه شوې او د تورخم د لارې له بندېدا راپدېخوا شاوخوا ۴۵ میلیون ډالر اقتصادي زیان ثبت شوی دی.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو د بندېدا له کبله د دواړو لوریو ترمنځ سوداګري سخته زیانمنه شوې؛ شاوخوا ۱۱ زره افغان ټرانزیټ کانټینرونه د کراچۍ په بندر او زرګونه نور خرابېدونکي توکي د غلام خان، سپین بولډک، خرلاچي او تورخم کې بند پاتې دي.
د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس جنید الطاف ویلي؛ د دواړو خواوو سوداګري، چې پخوا محدوده وه اوس د توکو د تګ راتګ د بندېدا له کبله خرابه شوې او د تورخم د لارې له بندېدا راپدېخوا شاوخوا ۴۵ میلیون ډالر اقتصادي زیان ثبت شوی دی.
سوداګرو خبرداری ورکړی؛ خوراکي توکي مخ پر خرابېدا دي، چې دې اقتصادي چلند درانده مالي زیانونه اړولي دي. هغو صادروونکو، چې E سندونه یې ترلاسه کړي وه؛ هم نشي کولی خپل بارونه ولېږدوي او دوه اړخیزه سوداګري چټکه راټیټه شوې ده.
د لارو بندېدا د درملو سوداګري هم د ۲۰۰ میلیون ډالرو له خطر سره مخ کړې ده. د انټي بیوټیکو، انسولینو، واکسینونو او زړه درملو سلګونه توکي په تورخم او چمن کې بند پاتې دي، چې د تودوخې حساس درمل د خرابېدا له خطر سره مخ دي.
د پاکستان د درملو جوړوونکو ټولنې خبرداری ورکړی، چې دا ګډوډي نه یوازې په افغانستان کې پر درمل رسولو اغېزه کوي، بلکې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان لپاره د پاکستان ټرانزیټي لار هم اغېزمنوي، چې د سیمهییز اتصال پروژې په ګډون د پاکستان- ازبکستان- افغانستان اوسپنېپټلۍ له خطر سره مخ کوي.
د سوداګرو استازو له اړوند چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژره د توکو تګ راتګ بېرته پیل او سوداګري له سیاسي مسلو څخه بېله کړي، چې دواړو هېوادونو ته نور اقتصادي زیان ونهرسیږي.
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
تازه خبرونه5 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه4 days agoاروپايي ټولنې او نړيوال بانک د افغان کارپنځوونکو لپاره د کاري فرصتونو مرستندويه پروګرام پیل کړ
-
نړۍ5 days agoپه آسټرالیا کې پر یهودي نندارې پلار او زوی برید کړی – پولیس
-
تازه خبرونه2 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه2 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
