Connect with us

لوبی

پاکستان په وروستي آوور کې له افغانستان څخه دغه زړه راکښونکې لوبه وګټله

خپور شوی

د

تېره شپه په شارجه کې لسم نمبرلرونکي نسیم شاه د وروستي آوور پر لومړیو دوه بالونو دوه شپږیزې ووهلې او پاکستان د افغانستان پر وړاندې د آسیا جام د سیالیو زړه راکښونکې بریا خپله کړه.

نن (پنجشنبه د وږي اووه لسمه) د کابل پر وخت شپږ بجې د افغانستان د کرکت ملي لوبډله په عربي متحده اماراتو کې له هند سره لوبه کوي.

په پرونۍ لوبه کې بابر اعظم پچه وګټله او محمد نبي ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، افغان توپ وهونکیو لوبه ښه پېل کړه؛ خو پرلپسې ویکتې یې له لاسه ورکړې.

افغانستان په دې زړه راکښونکې لوبه کې پاکستان لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه؛ خو په وروستي آوور کې پاکستان پر یو ویکت بریا خپله کړه.

د پاکستان مخکښ توپ وهونکی بابر اعظم د فضل حق فاروقي له لوري په صفر وسوځول شو، چې وروسته لوبه جالبه او آن وروستي آوور ته ورسېده او د نسیم شاه پر دوه شپږیزو پاکستان لوبه وګټله.

افغان لوبډلې که څه هم په بدقسمتۍ ماتې ومنله؛ خو ثابته یې کړه، چې له نړۍ سره لوبېدلی شي.

له دې مخکې په ګروپي لوبو کې افغانستان خپلو سیالانو سریلانکا او بنګلدیش ته ماتې ورکړې دي.

د افغانستان له دې ماتې سره پاکستان او سریلانکا د آسیا جام  پایلوبې ته لار وموندله، چې راتلونکې یکشنبه به ترسره شي.

افغانستان په دې لوبه کې هڅه وکړه، چې د ویکتو پر تر لاسه کولو پاکستان له لوبې بهر کړي او بریالی شو، چې افتخار او شاداب ناهیلي کړي؛ نواز او آصف علي بې پایلې پاتې شي، ځکه دوی د افغانستان بریالیتوب احساس کړ.

فضل حق فاروقي پر دوه توپونو دوه شپږیزې ووهلې؛ خو پرله پسې شپږیزو د پاکستان بریا یقیني کړه او په دې توګه په اړوند سیالیو کې یې د هند او افغانستان د نننۍ لوبې زیری نور هم ډاډمن کړ.

پاکستان به خپله بله لوبه د جمعې پر ورځ د وږي پر ۱۸/ د سپتمبر نهمه له سریلانکا سره تر سره کوي.

دواړه هېوادونه په دوه یم پړاو کې دوه دوه بریاوې لري.

د ۲۰۲۲ کال آسیا کرکت جام وروستۍ لوبه به د یکشنبې پر ورځ ترسره شي.

د یادونې ده، چې افغانستان به نن د آسیا جام خپله وروستۍ لوبه د هندوستان پر وړاندې به دوبۍ لوبغالي کې ترسره کړي.

لوبی

افغانستان د ټسټ لوبې په دوه‌یمه ورځ کې له بنګله‌دېش څخه ۱۳۵ منډې شاته دی

دا لوبه د شنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ د شیخ زاید په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۱۹, ۱۴۰۵

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بنګله‌دېش پر وړاندې د ټسټ لوبې د دوه‌یمې ورځې په لومړۍ پاڼۍ کې د څلورو لوبغاړو پر سوځېدا ۲۱۱ منډې کړې دي.

دا لوبه د شنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ د شیخ زاید په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د بنګله‌دېش لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا په ۹۲.۳آورونو کې ۳۴۶ منډې کړې دي. دې لوبډلې د لوبې دوه‌یمه ورځ د اته لوبغاړو پر سوځېدا د ۳۱۷ منډو پر لرلو پیل کړې وه.

افغانستان د دوه‌یمې ورځې په پای کې د څلورو لوبغاړو پر سوځېدا ۲۱۱ منډې وکړې او اوس یې هم شپږ لوبغاړي پاتې دي؛ په دې توګه له بنګله‌دېش څخه ۱۳۵ منډې شاته دی.

د بنګله‌دېش په لومړۍ پاڼۍ کې تنزید حسن ۸۳ او شادمان اسلام ۶۷ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې د لوړې منډې جوړونې مهم لوبغاړي وه.

د افغانستان پر توپ‌اچونه محمد سلیم د ۸۲ منډو په بدل کې څلور او یمین احمدزي پر ۷۹ منډو درې لوبغاړي وسوځول.

عبدالمالک او رحمت‌شاه هم د افغانستان په پاڼۍ کې مهم رول لوبولی او د څلور لوبغاړو تر سوځېدا وروسته یې د لوبډلې د منډو په زیاتولو کې مرسته کړې ده.

افغانستان هڅه کوي، چې د لوبې په درېیمه ورځ د بنګله‌دېش د منډو واټن راکم کړي؛ خو بنګله‌دېش هڅه کوي، چې ژر د افغان لوبډلې نور لوبغاړي وسوځوي او خپله برلاسي زیاته کړي.

د یادونې ده، چې آریانا راډیو ټلوېزیون دغه ټسټ لوبه په ټول افغانستان کې د کرکټ مینه‌والو ته پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپروي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ سرسبز یاشلر او خراسان فاریاب پرته له ‌ګول مساوي شول

Published

on

Last Updated on: تله ۱۵, ۱۴۰۵

د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو یوڅلوېښتمه لوبه د سرسبز یاشلر او خراسان فاریاب لوبډلو ۰-۰ مساوي پای ته ورسوله.

دا لوبه نن( سې‌شنبه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه. دواړو لوبډلو په ۹۰ دقیقو لوبې او اضافي وخت کې خپلې رامنځته شوې هڅې پر ګولونو بدلې نه‌کړې او په پای کې یې پر یوه امتیاز بسنه وکړه.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ او په ځانګړي بڼه له آریانا ټلوېزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading

لوبی

عینو مېنه کندهار، استقلال کابل ته ۳ـ۲ ماتې ورکړه

دا لوبه نن(سې‌شنبه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۱۵, ۱۴۰۵

د عینو مېنه کندهار فوټبال لوبډلې د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو په څلوېښتمه لوبه کې استقلال کابل ته ۳-۲ ماتې ورکړه.

دا لوبه نن(سې‌شنبه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

استقلال کابل د لومړۍ نیمایي په اټه‌دېرشمه دقیقه کې د هارون نوري پر ګول له سیالې لوبډلې مخکې شو. نوري دوه دقیقې وروسته د استقلال لپاره دوه‌یم ګول هم وواهه.

عینو مېنه کندهار په دوه‌یمه نیمایي کې د پایلې د بدلون لپاره میدان ته راووتله او په پېنځه‌پنځوسمه دقیقه کې محمد یاقوت د سر پر زور لومړی ګول وواهه.

پنجشېر سلطاني په اتیاومه دقیقه کې د استقلال دروازه پرانیسته او د عینو مېنه دوه‌یم ګول یې وواهه. څلور دقیقې وروسته د استقلال کابل لوبغاړي سلیمان پوپل پر تېروتنه خپله دروازه پرانیسته او عینو مېنه کندهار د ۳-۲پر پایله بریا خپله کړه.

استقلال کابل به په راتلونکې لوبه کې د اوکټوبر پر اتمه له آرمان اف‌سي سره مخ شي او عینو مېنه کندهار به هم پر همدې ورځ له آریاناخوست سره ولوبېږي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!