Connect with us

تازه خبرونه

پر سپین بولډک د پاکستان پوځیانو په برید کې د مرګ او ژوبلې شمېر ۱۰ کسانو ته لوړ شو

دا برید د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سعودي کې د سولې د خبرو اترو له نوي پړاو څخه دوه ورځې وروسته رامنځته شو، چې دواړه خواوو د اوربند پر دوام هوکړې وکړې.

خپور شوی

د

Last Updated on: ليندۍ ۱۶, ۱۴۰۴

سرچینې آریانا نیوز ته ويلي، چې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ په برید کې پېنځه ملکي وګړي وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.

دا برید د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سعودي کې د سولې د خبرو اترو له نوي پړاو څخه دوه ورځې وروسته رامنځته شو، چې دواړه خواوو د اوربند پر دوام هوکړې وکړې.

په سعودي عربستان کې وروستۍ خبرې اترې د قطر، ترکیې او سعودي عربستان له‌خوا په اوکټوبر کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې له مرګونو نښتو وروسته د تاوتریخوالي کمولو په موخه د ترسره شویو غونډو په لړ کې وروستۍ وې. د اوکټوبر په نښتو کې لسګونه کسان ووژل شول.

اسلام‌آباد ادعا کوي، چې په افغانستان کې میشتو وسلوالو په پاکستان کې وروستي بریدونه ترسره کړي دي.

کابل دا تور ردوي او وايي، چې د پاکستان دننه د امنیت د تامین مسوولیت نشي اخیستلی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني وروستیو بریدونو په اړه ویلي، چې افغان ځواکونو د دې بریدونو ځواب ورکړی دی.

تازه خبرونه

د واورې او توپان له کبله د سالنګونو په ګډون د افغانستان یوشمېر لويې لارې وتړل شوې

د ټولګټو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ (د سلواغې دوه‌یمه) ویلي، چې په شمالي سالنګ کې د واروې ضخامت څه نا څه ۵  ‌مټرو او په سویلي سالنګ کې نږدې ۳ مټرو پورې رسېږي.

Published

on

د افغانستان ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو په ګډون د افغانستان یوشمېر لویې لارې او سړکونه د واورې او توپان له کبله د ټرافیکو پر مخ تړل شوي له موټر چلوونکو یې غوښتي، چې تر بلې خبرتیا پر دغو لارو له سفر کولو ډډه وکړي.

د ټولګټو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ (د سلواغې دوه‌یمه) ویلي، چې په شمالي سالنګ کې د واروې ضخامت څه نا څه ۵  ‌مټرو او په سویلي سالنګ کې نږدې ۳ مټرو پورې رسېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په بامیان کې د واورې اورښت اوس هم روان دی او د بامیان-یکاولنګ، بامیان- پروان شبیر کوتل، ورس ولسوالۍ ته تللې لار، قوناق کوتل، اقرباط کوتل او یوشمېر نورو ولسوالیو ته غځېدلې لارې تړل شوې دي.

دغه راز د دایکنډي ولایت د خدیر کوتل، قوناق کوتل، کومي کوتل، د لوران استرلي کوتل او ځینې لارې د لنډمهال لپاره تړلې دي.

دې وزارت د غزني د ناور، اجرستان، مالستان او جاغوري ولسوالیو د لارو له بندېدا هم  خبر ورکړی دی.

دغه راز د یو شمېر راپورونو له مخې کابل څخه خوست، پکتیا او له همدې سیمو څخه کابل نورو ټولو نږدې سیمو خلګ باید لنډمهاله له سفرونو ډډه وکړي.

د ټولګټوچارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د شمالي، سویلي او مرکزي ولایتونو، ولسوالیو او لویو سړکونو د خلاصولو لپاره کاري ډلې په اړوند سیمو کې پر کار بوخت دي او د لارې د خلاصون لپاره یې یو شمېر شرکتونو ته قراردادونه هم ورکړي دي.

یاد وزارت له خلکو غوښتي، چې پرته له چمتووالي له سفر کولو ډډه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کابل په یوه رسټورانټ کې چاودنه وغندله

د امنیت شورا په خبرپاڼه کې دا برید «یو ناوړه ترهګریز عمل» ګڼل شوی، چې د دوشنبې پر ورځ د مرغومي پر نهه‌ویشتمه د کابل د مرکزي سوداګریزې سیمې شهرنو په یوه رسټورانټ کې ترسره شوی دی.

Published

on

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چارشنبې پر ورځ هغه برید وغانده، چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پر یوه رسټورانټ شوی، چې له کبله یې د یوه چینایي په ګدون اووه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او څو نور ټپیان شول.

د امنیت شورا په خبرپاڼه کې دا برید «یو ناوړه ترهګریز عمل» ګڼل شوی، چې د دوشنبې پر ورځ د مرغومي پر نهه‌ویشتمه د کابل د مرکزي سوداګریزې سیمې شهرنو په یوه رسټورانټ کې ترسره شوی دی.

د دې برید پړه داعش خراسان ډلې منلی، چې له کبله یې شپږ افغان وګړي او یو چینایي ووژل شول او یو شمېر نور کسان د یوه ماشوم په ګډون ټپیان دي.

امنیت شورا د افغانستان او چین له خلکو او حکومتونو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې؛ د قربانیانو له کورنیو سره یې خواشیني شریکه کړه او ټپیانو ته یې د چټک او بشپړې رغېدا هیله وکړه.

امنیت شورا خپل پخوانی دریځ  بیا تکرار کړ او څرګندوي، چې ترهګري په خپلو ټولو بڼو کې اوس هم د افغانستان او نړۍ سولې او امنیت ته ګواښ دی.

دې شورا ټینګار کړی، چې د ترهګریزو کړنو ټول مسوولان؛ عاملین، تنظیموونکي، تمویلوونکي او ملاتړ کوونکي باید له پېژندلو وروسته د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

د دې شورا په خبرپانه کې له ټولو هېوادونو وغوښتل شول، چې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه‌لیکونو سره سم د ترهګرۍ پر وړاندې له اړوند چارواکو سره همکاري وکړي.

د شورا غړو یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د ترهګرۍ ټول اعمال جنایي او د توجیې وړ ندي. که هر ډول انګېزه یا شرایط ولري. دې شورا د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو قوانینو، د کډوالو نړیوال قانون او نړیوال بشردوستانه قانون پر بنسټ د نړیوالې سولې او امنیت د ګواښونو د مخنیوي پر اهمیت ټینګار وکړ.

د افغان چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا چاودنه د کابل په یوه چینایي رسټورانټ کې شوې ده. د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې دا چاودنه پر ځايي وخت شاوخوا د مازدیګر پر درې بجو رامنځته شوې او د پېښې د لاملونو په اړه څېړنې اوس هم روانې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

چینایي پانګوالو له ډبرو سکرو څخه د ۴۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید ډاډ څرګند کړ

د افغانستان برښنا شرکت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ تېره ورځ د دې شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د چین د پانګونې کنسرسیوم د شرکت[افغان یوچانګ (AYCC)] له مسوول لوا زونګ‌چوون سره په لیدنه کې له ډبرو سکرو څخه د برښنا د تولید پر پروژو د پانګونې په اړه بحث اوخبرې کړې دي.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت خبر ورکړی، چې چینایي پانګه‌وال په کابل او یو شمېر ولایتونو کې له ډبرو سکرو څخه د شاوخوا ۴۰۰ میګاواټ برښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي.

د افغانستان برښنا شرکت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ تېره ورځ د دې شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د چین د پانګونې کنسرسیوم د شرکت[افغان یوچانګ (AYCC)] له مسوول لوا زونګ‌چوون سره په لیدنه کې له ډبرو سکرو څخه د برښنا د تولید پر پروژو د پانګونې په اړه بحث اوخبرې کړې دي.

الحاج ملا عبدالحق همکار د یاد چینایي شرکت مسوولانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې دا مهال د برښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره ټول شرایط برابر شوي او پانګه‌وال کولی شي پر ډاډه زړه د برښنا د تولید او د اړوند بنسټونو د جوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.

د چین د کنسرسیوم افغان یوچانګ (AYCC) شرکت مسوول لوا زونګ‌چوون په دې اړه خپل چمتووالی څرګندوي او وایي، چې په کابل ښار کې د ۶۰ میګاواټه برښنا د تولید پر پروژې سربېره به د تخار ولایت د ۳۲۰ میګاواټه برښنا د تولید پر پروژه هم پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړې، چې په لومړي پړاو کې به د پلازمېنې کابل د ۶۰ میګاواټه برښنا د تولید پر پروژې پانګونه او عملي کار پیل شي.

دغه راز عبدالحق همکار ویلي، چې د برښنا د تولید د کورنیو سرچینو د پراختیا پروژې به د پخوا پر پرتله پرمختګ ولري او دا مهال هم پر یو شمېر پروژو کار چټک روان دی، چې له بشپړېدا سره به یې د هېواد برښنایي اړتیا تر ډېره پوره او په هېواد کې به د صنعت او سوداګرۍ د ودې لپاره زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس عبدالحق همکار له یو شمېر شیوخو او ملي پانګوالو سره په لیدنه کې پر نویو برښنایي پروژو د پانګونې آسانتیاوو د رامنځته کېدا ډاډ څرګند کړی دی.   

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!