Connect with us

تازه خبرونه

په اسلام‌آباد کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه سوداګریزه غونډه جوړه شوه

خپور شوی

د

د سې شنبې پر ورځ په اسلام‌آباد کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه سوداګریزه غونډه جوړه شوه او ګډونوالو یې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي، د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز او د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف ګډون کړی و.

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت ويلي، په دې کتنه کې د ترانس-افغان اورګاډي پروژې پر راتلونکیو پړاوونو، درې اړخیزه سوداګرۍ او ترانزیت، د سیمه ییزې نښلېدا پر شته ستونزو او اړوند مسایلو خبرې وشوې.

د درې اړخیزې سوداګرۍ او ترانزیتي غونډې په لاسلیک شوي لنډیز کې د درې اړخیزو اقتصادي اړیکو او د سوداګرۍ د پراختیا له لارې د سیمه ییزې نښلېدا پر پیاوړتیا، ترانزیتي اسانتیاوو زیاتوالي، ګډو پانګونو زیاتولو، لګښتونو کمولو، ترانسپورتي اسانتیاوو، د ګمرکي سیستمونو برښنایي کولو، بانکي سیستم پیاوړتیا او پراختیا، خوراکي توکو خوندیتوب، د ویزو صادرولو، د ترانزیتي ستونزو حل او درې اړخیز ترانزیت پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز په ایکس پاڼه کې لیکلي: دا د اقتصادي اړیکو او سیمه ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره یو اړین ګام دی. د سوداګرۍ، پانګونې او نښلېدا په برخه کې د دغو هېوادونو د متقابلو ګټو لپاره روښانه راتلونکی لیدل کېږي.

تازه خبرونه

له چین سره د افغانستان ځمکنۍ نښلېدا له خنډونو سره مخ ده – ډیپلوماټ

د راپور له مخې؛ د اسلامي امارت چارواکو د اوکټوبر پر څلورمه د ۱۲۱ کیلومټره اوږد سړک پرانیسته وکړه، چې د شاوخوا درې کلونو کار په پایله کې جوړ شوی دی.

Published

on

 

« ډیپلوماټ» خپرونې په یوه راپور کې لیکلي، چې د اسلامي امارت د چارواکو له‌خوا د واخان ټرانزیټي سړک له پرانیستل کېدو سره– سره له دې لارې له چین سره د افغانستان عملي نښلېدا اوس هم له جدي خنډونو او د بېجینګ له امنیتي اندېښنو سره مخ ده.

د راپور له مخې؛ د اسلامي امارت چارواکو د اوکټوبر پر څلورمه د ۱۲۱ کیلومټره اوږد سړک پرانیسته وکړه، چې د شاوخوا درې کلونو کار په پایله کې جوړ شوی دی.

دا سړک د بدخشان ولایت له واخان ولسوالۍ څخه د چین تر پولې غځېدلی او ټاکل شوې، چې له چین او سیمه‌ییزو بازارونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا زمینه برابره کړي.

د« ډیپلوماټ» د راپور له مخې: د دې پروژې لګښت ۳۶۵ میلیون افغانۍ دی، چې شاوخوا ۵.۶ میلیون ډالرو سره برابرېږي؛ د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له‌خوا ورکړ شوی دی.

دې خپرونې زیاته کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو او د سوداګرۍ د درېدا له کبله د واخان لار له چین سره د افغانستان د سوداګرۍ بدیله لار کېدی شي او د پاکستان پر سوداګریزو لارو د کابل تکیه راکمولی شي.

په راپور کې ټینګار شوی، چې چین تر اوسه خپله پوله له دې لارې د منظمې سوداګرۍ د تګ راتګ لپاره نه‌ده پرانیستې.

همدارنګه بېجینګ د سړک د پرانیستې په مراسمو کې خپل استازی نه‌دی لېږلی او د دې پروژې بشپړېدل یې په ډیپلوماټیکه کچه هم تائید کړي. نه‌دي

د« ډیپلوماټ» د لیکنې له مخې؛ د چین امنیتي اندېښنې دې احتمال ته نغوته کوي، چې له دې لارې څخه به د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ غړي د سین‌کیانګ په سیمه کې د فعالیت لپاره کار واخلي. د دې لارې په اړه د بېجینګ احتیاط  هم یو خنډ ګڼل کیږي.

« ډیپلوماټ» لیکلي: تر هغې، چې اسلامي امارت د چین امنیتي اندېښنې لرې نه‌کړي او د منظمې سوداګرۍ لپاره د پولې د پرانیستلو زمینه برابره نه‌شي؛ د واخان دهلیز به له افغانستان سره د چین یوه مهم سوداګریز دهلیز هم نه‌شي.

#آریانانیوز #افغانستان #چین #واخان‌دهلېز #سوداګري #بدخشان

Continue Reading

تازه خبرونه

اروپايي ټولنې د بشري مرستو لپاره افغانستان ته ۱۲ میلیون یورو ځانګړې کړل

دا پروګرام د ۲۰۲۶ز.کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۷ز.کال د مې تر یودېرشمې پورې دوام کوي او په کندهار، زابل، روزګان، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو کې ۲۸ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیسي.

Published

on

 

اروپايي ټولنې د افغانستان په سوېلي او سویل‌لویدیځو سیمو کې له کړکېچونو څخه زیانمنو شویو څه باندې ۳۴۷ زره کسانو ته د روغتیايي خدمتونو، خوړو، اوبو رسولو او حفظ‌الصحې په برخو کې د مرستې لپاره ۱۲ میلیون یورو ځانګړې کړې دي.

دا پروګرام د ۲۰۲۶ز.کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۷ز.کال د مې تر یودېرشمې پورې دوام کوي او په کندهار، زابل، روزګان، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو کې ۲۸ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیسي.

د اروپايي ټولنې د خبرپاڼې له مخې، نږدې ۱.۲۷ میلیون نور کسان به هم په غیرمستقیم ډول له دغو مرستو ګټه واخلي.

همدارنګه اټکل شوی، چې د ناروغیو د خپرېدا، د اقلیمي بدلونونو له کبله د پېښو او بې‌ځایه کېدا په صورت کې به ۳۹ زره او ۱۷۵ نورو کسانو ته هم بېړنۍ مرستې ورسېږي.

اروپايي ټولنې دا مرستې داسې مهال ځانګړې کړي، چې د دې ټولنې د څرګندونو له مخې په ۲۰۲۶ز.کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیون کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري. له پېنځه کلونو کم‌عمره ماشومان، امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې، معلولیت لرونکي کسان او په لرې پرتو او محرومو سیمو کې مېشتې کورنۍ اوس هم بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي پر وړاندې له جدي خنډونو سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له افغانستان سره امنیتي او دفاعي همکاري پراخوو- ماریا زاخارووا

ماریا زاخارووا په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ دغه راز روسیه چمتو ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د اواري لپاره له ډیپلوماټیکو لارو چارو مرسته وکړي.

Published

on

 

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې مسکو غواړي له افغانستان سره د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پر وړاندې په مبارزه او دفاعي چارو کې خپله همکاري پراخه کړي.

ماریا زاخارووا په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ دغه راز روسیه چمتو ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د اواري لپاره له ډیپلوماټیکو لارو چارو مرسته وکړي.

هغې ټینګار کړی، چې له کابل سره به د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او دفاعي چارو په برخو کې همکاري پرله‌پسې پراخه شي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې، چې په سیمه کې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزه ګډ مسوولیت دی او د دې موخې ترلاسه کول د ټولو اړوند هېوادونو رغنده تعامل او ګډو هڅو ته اړتیا لري.

دا څرګندونې داسې مهال راپورته کېږي، چې روسیې او افغانستان د مې پر اووه‌ویشتمه د پوځي ـ تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!