تازه خبرونه

په افغانستان کې خپلې بشري، پراختیايي او سیاسي هڅې روانې ساتو- قطر

نوموړې ویلي، چې د قطر د آسانوونکو هڅو په پایله کې د ۲۰۲۰ز.کال د فبرورۍ پر نهه‌ویشتمه په دوحه کې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

Published

on

په ملګرو ملتونو کې د قطر استازې علیا احمد بن سیف آل ثاني د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پرمهال د افغانستان لپاره د دوحې ډیپلوماټیکې هڅې د بریالي منځګړیتوب یوه مهمه بېلګه بللې ده.

نوموړې ویلي، چې د قطر د آسانوونکو هڅو په پایله کې د ۲۰۲۰ز.کال د فبرورۍ پر نهه‌ویشتمه په دوحه کې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د قطر استازې زیاته کړې؛ هېواد یې له هغې ورځې راپدېخوا په افغانستان کې خپلې بشري، پراختیايي او سیاسي همکارۍ روانې ساتلې دي.

هغې همدارنګه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې بهیر د غونډو د کوربتوب په برخه کې د قطر رول ته نغوته کړې ده.

آل ثاني ویلي، چې قطر د تېر کال په جولای کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې د درېیمې غونډې او د خصوصي سکټور د کاري ډلې د دوه‌یمې غونډې کوربه و. هغه غونډې، چې د افغانستان پر وړاندې د مهمو ننګونو د حل لپاره د نړیوالو پرله‌پسې هڅو برخې وې.

قطر له تېرې یوې لسیزې راپدېخوا د افغانستان په تړاو په ډیپلوماټیکو اړیکو او هڅو کې مهم رول لوبولی او د سولې، ثبات او اقتصادي ودې د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو خبرو او مذاکراتو پر یوه مهم مرکز بدل شوی دی.

Trending

Exit mobile version