Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د امریکا ۱۹ میلیارد دالر ضایع شوي -سیګار

خپور شوی

د

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې پلټنې دفتر یا سیګار په خپل وروستي راپور کې په ډاګه کړې، چې د امریکا کانګرس  د افغانستان د بیارغونې لپاره له ۲۰۰۲ کال راپدیخوا نږدې ۱۳۴ میلیارد دالر ځانګړي کړي، چې شاوخوا ۱۹ میلیار دالر یې ضایع شوي دي.

دغه بنسټ تېره اوونۍ په خپل راپور کې څرګنده کړې وه، چې سیګار له یادو ۱۳۴ میلیارد دالرو څخه د شاوخوا ۶۳ میلیارد دالرو بیاکتنه وکړه او وموندل شوه، چې نږدې ۱۹ میلیارد دالر د ناوړه ګټې اخیستنې او درغلۍ له کبله ضایع شوې دي.

سیګار ویلي؛ په ۲۰۱۸ کال کې دوی وموندله، چې له ۲۰۰۸ څخه د ۲۰۱۷ کال د دسمبر تر ۳۱ پورې ۱۵.۵ میلیارد دالر ضایع  او ناوړه ګټه ترې پورته شوې ده.

سیګار دا هم په ډاګه کړې، چې له دغو پیسو څخه نږدې ۱۲ میلیارد دالر په افغانستان کې د مخدره توکو پرضد په ناکامو هڅو او د دې هېواد د ثبات په برنامو کې لګیدلي دي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي جان سپکو ویلي:  مونږ باور لرو، چې د دغو هڅو بودیجه ضایع شوې؛ ځکه، چې دا پروګرامونه خپلې ټاکلې موخې ته ونه رسیدې.

جان سپکو د دې راپور په اړه ویلي: دا راپور د تېر راپور په پرتله شاوخوا ۳.۴ میلیارد دالر ضایع شوي ، درغلي په کې شوې او ناوړه ګټه ترې پورته شوې ده.

د سیګار موندنې ښيي، چې مونږ د مالیه ورکوونکیو ۱.۵ میلیارد دالر پېژندلي، چې ضایع شوي دي. په ۳۰۰ میلیون دالرو کې درغلي شوې او له ۳۴ میلیون ډالرو  ناوړه ګټه اخیستل شوې ده.

د ښاغلي سوپکو په وینا؛ پاتې ۱.۶ میلیارد دالر له مخدره توکو سره د مبارزې په بېلابېلو هڅو کې ضایع شوي دي.

جان سپکو څرګنده کړې؛ سیګار دنده لري، چې په افغانستان کې د بیارغونې د هڅو لپاره د امریکا د کانګرس پر ځانګړې شوې بودیجه بیاکتنه وکړي. له همدې کبله زمونږ تحلیلونه په افغانستان کې د امریکا د لګښتونو یوازې یوه برخه ښیي.

تازه خبرونه

د مالیې وزارت د بار وړونکیو موټرو لپاره د GPS لګولو تړون لاسلیک کړ

د مالیې وزارت چارواکو نن (چارشنبه) په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې دا کار یې د پانګونې د جلبولو او د موټرو په ځانګړي ډول د بار وړونکیو موټرو د خوندي تګ راتګ لپاره کړی دی.

Published

on

مالیې وزارت ویلي؛ د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت، مالیې وزارت او افغان پُست امارتي شرکت تر منځ د ټرانزیټ د پراختیا او معیاري کولو لپاره په ټرانزیټي باروړنکیو وسایطو کې د ځیرک قفل (GPS Locker) لګولو تړون لاسلیک شو.

د مالیې وزارت چارواکو نن (چارشنبه) په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې دا کار یې د پانګونې د جلبولو او د موټرو په ځانګړي ډول د بار وړونکیو موټرو د خوندي تګ راتګ لپاره کړی دی.

د مالیې وزارت مرستیال دوست محمد مخلص ویلي: د دې وسیلې (GPS ) له لګولو سره به د ټرانزیټ په برخه کې اسانتیا رامنځته او په بهرنۍ ټرانزیټي برخه کې به باور رامنځته شي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د تدارکاتو رییس حبیب الرحمن طلحه هم وایي: دغه GPS به په بار وړونکیو موټرو کې نصب شي. په هره لارۍ کې، چې زمونږ هېواد ته راننوځي، جي پي اس لګول کېږي او کله، چې له افغانستان څخه وځي، جي پي اس به ترې لرې کېږي.

دغه راز د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمد جان بلال وايي، د افغانستان پستي شرکت یو نوی شپږ عددي پستي کوډ او پُستي پتې د پراختیا ملي پروګرام پرانیست، چې د نړیوالې پُستي ټولنې لخوا تائید شوی او له دې وروسته به په ملي او نړیوالو پُستي خدمتونو کې له دغو کډونو څخه استفاده ترسره شي.

د یادولو ده، چې افغان پوست شرکت هڅه کوي په ټول هېواد کې د پوستي خدماتو  ۴ زره ۱۰۵ مرکزونه جوړ کړي، چې خپل خدمات یې ټول هېواد ته وغځول شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ګاونډ هېوادونه دې د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه نه جوړوي

د رییس الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، اسلامي امارت د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په برخه کې هڅې کوي او له ګاونډ هېوادونو غواړي، چې د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه لرې کړي.

Published

on

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د افغان سوداګرو او پانګوالو او یو شمېر هېوادونو د سوداګریزو شبکو په کنفرانس کې ویلي؛ اسلامي امارت د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر بنسټ اړیکې جوړول غواړي.

د رییس الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، اسلامي امارت د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په برخه کې هڅې کوي او له ګاونډ هېوادونو غواړي، چې د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه لرې کړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې اسلامي امارت له سیمې سره د اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره د بدیل سوداګریزو لارو په لټه کې دی او پرې پانګونه کوي.

د رییس الوزرا سياسي مرستيال زياته کړې، چې دوى له هېوادونو سره ښې اړيکې او مثبت تعامل غواړي؛  نه دا، چې له چا سره شخړې او ستونزې رامنځته کړي.

دغه راز هغه پر ګاونډ هېوادونو غږ کړی، چې د هوا له سړېدو سره د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ ودروي .

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي ويلي، چې اسلامي امارت له سوداګرو بشپړ ملاتړ کوي او د چابهار بندر د فعالولو لپاره یې له ایراني لوري سره ګټورې خبرې کړې دي.

په دې کنفرانس کې ایراني چارواکو د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او په چابهار بندر کې د د همکارۍ او اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.

په دې کنفرانس کې د ایران، پاکستان، جاپان، ترکیې او چین د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو هم ګډون درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

چین په اقتصادي، سوداګریزو او بشري مرستو کې د همکاریو ژمنه وکړه

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر ژاوشینګ، د افغانستان پکتيکا، هرات او نورو زیانمنو شویو سیمو ته د مرستو یادونه وکړه او په بشري مرستو کې یې د خپل هېواد ژمنتیا تازه کړه.

Published

on

له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې چارسمبالي نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر ژاوشینګ او مل پلاوي سره ولیدل او د زیانمنو افغانانو لپاره یې د بشري مرستو په اړه د همکاریو ژمنه وکړه.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر ژاوشینګ، د افغانستان پکتيکا، هرات او نورو زیانمنو شویو سیمو ته د مرستو یادونه وکړه او په بشري مرستو کې یې د خپل هېواد ژمنتیا تازه کړه.

نورالدین ترابي د چین ولسي جمهوریت له مرستو د مننې تر څنګ ویلي؛ افغانستان او چین ملګري هېوادونه دي او چین د هغو لومړنیو هېوادونو څخه دی، چې د سوداګریزو برخو ترڅنګ یې له اسلامي امارت سره بشري مرستې هم روانې ساتلې دي.

نورالدین ترابي وایي، چې زمونږ فعالیتونه تر ډېره بې‌وسو او زیانمنو خلکو ته ځانګړي شوي دي.

له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې سرپرست د چین هېواد د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د یادونې تر څنګ په تخنیکي، ټرانسپورټي او نورو اړینو برخو کې هم له همکاریو مننه وکړه.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو په ټولو برخو کې په ځانګړي توګه د پېښو مدیریت په اړه د نورو ډېرو همکاریو او همغږۍ په اړه ژمنه وکړه.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!