تازه خبرونه

په افغانستان کې د تنباکو کارېدنه مخ پر زیاتېدو ده؛ د روغتیا نړیوال بنسټ پر ګډو اقداماتو ټینګار وکړ

دې بنسټ د «له تنباکو پرته نړۍوالې ورځې»( د می یودېرشمه) په مناسبت ویلي، چې د تنباکو پر ضد مبارزه ګډ مسوولیت دی او په افغانستان کې د غوره راتلونکې د جوړولو لپاره اړینه ګڼل کېږي.

Published

on

د روغتیا نړیوال بنسټ په افغانستان کې د تنباکو د کارولو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د دې مادې د ناوړه اغېزو پر وړاندې یې د خلکو د ژغورنې غوښتنه کړې ده.

دې بنسټ د «له تنباکو پرته نړۍوالې ورځې»( د می یودېرشمه) په مناسبت ویلي، چې د تنباکو پر ضد مبارزه ګډ مسوولیت دی او په افغانستان کې د غوره راتلونکې د جوړولو لپاره اړینه ګڼل کېږي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال بنسټ استازي اډوین سنیزا سلواډور په خپل پیغام کې ویلي، چې د تنباکو صنعت د خوږو خوندونو او نورو غولوونکو لارو چارو پر کارولو هڅه کوي د خپلو محصولاتو خطرونه پټ کړي؛ یعنې هغه څه، چې په ځانګړي توګه ځوانان پر نښه کوي.

د روغتیا نړیوال بنسټ د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې له هرو څلور لویانو څخه یو  تنباکو کاروي او نسوار اوس هم د تنباکو د کارولو تر ټولو عام ډول بلل کېږي.

دې بنسټ د ځوانانو په ځانګړي توګه د تنکیو ځوانانو او هلکانو ترمنځ د تنباکو د کارولو د زیاتېدا په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

روغتیايي څانګوال(متخصصان) خبرداری ورکوي، چې د تنباکو کارول که د لوګي پر بڼه وي او که بې لوګي، د سرطان، د زړه ناروغیو او تنفسي ستونزو په ګډون د بېلابېلو ناروغیو لامل کيږي.

دوی ټینګار کوي، چې په کم عمر کې د تنباکو کارولو پیل د روږدتیا او مزمنو ناروغیو خطر په څرګند ډول زیاتوي.

د روغتیا نړیوال بنسټ ویلي، چې افغانستان د عامه پوهاوي د کموالي او د تنباکو د کنټرول لپاره د اغېزناکو ملي پالیسیو نشتوالی له جدي ستونزو سره مخ دی.

د «توباکو اتلس» د راپور له مخې، هر کال په افغانستان کې له ۹ زره ډېر کسان د تنباکو اړوند ناروغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. همدارنګه د تنباکو د کارولو کلنی اقتصادي زیان له ۹.۲ میلیارډ افغانیو (شاوخوا ۱۳۰ میلیون ډالرو) څخه ډېر اټکل شوی دی.

روغتیايي چارواکو د عامه پوهاوي د کمپاینونو، د کنټرولي قوانینو د پیاوړتیا او له لوګي پاکو چاپېریالونو د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار کړی، چې د تنباکو کارول راکم او راتلونکي نسلونه یې له خطرونو خوندي شي.

Trending

Exit mobile version