تازه خبرونه
په افغانستان کې د خلکو د بېوزلۍ او بېوسې کچه ډېره لوړه ده – روزا اتونبایوا
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ويلي؛ په دغه هېواد کې د خلکو د بېوزلۍ او بېوسۍ کچه ډېره لوړه ده؛ د بشري مرستو ډېره برخه له لویدیځو هېوادونو راځي او دوی په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو پر بیا خوندیتوب ټینګار کوي.
نوموړې له ازادي رادیو سره په خپله ځانګړې مرکه کې ویلي، چې عربي هېوادونه یوازې په ځینو مواردو کې مرستې کوي.
میرمن روزا اوتونبایوا وايي: په افغانستان کې د بېوزلۍ او بېوسۍ کچه ډېره لوړه ده او کله، چې د بېوزلۍ په له منځه وړلو کې مرسته وغواړي؛ یوازې غربي هېوادونه په دې برخه کې مرسته کوي، نه نور، ځینې عربي هېوادونه او نور په مذهبي مناسبتونو کې مرسته کوي، خو د مرستو ډېره بشري مرسته د لویدیځو هېوادونو لخوا ترسره کیږي او لویدیځ هېوادونه د ښځو او نجونو د کار او زدهکړو د حق بېرته خونديکول غواړي.
اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو منع کړې او د پوهنتونونو دروازې یې تر بلې سپارښتنې پورې د ښځو او نجونو پر مخ وتړلې.
په ډېرو کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو او بنسټونو کې هم د ښځو کار بند دی.