تازه خبرونه
په افغانستان کې د روان کړکېچ حل زمونږ لومړیتوب دی – امریکا
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پاتل د دوشنبې پر ورځ ( د زمري ۲۳) په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د افغانستان له خلکو سره د مرستې او په دغه هېواد کې د بشري او اقتصادي بحران حل د واشنګتن لپاره لومړیتوب لري.
ویدانت پاتل د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد د وروستیو څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، د ده څرګندونې د واشنګټن د رسمي دریځ ښکارندویي نهکوي.
خلیلزاد په دې وروستیو کې ویلي، چې افغان سیاستوال دې هېواد ته راستانه شي او له اسلامي امارت سره دې د حکومت پر جوړولو خبرې وکړي.
هغه زیاته کړې؛ امریکا نور نهغواړي، چې افغانستان ته سیاستوال واستوي او یا له هغو سره د تګ په اړه مرسته وکړي.
د خلیلزاد دغو څرګندونو پراخ رسنیز غبرګونونه راپارولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا خلیلزاد د یوه امریکايي چارواکي په توګه خبرې کوي؟ ویلي، هغه دا ډول کار نهشي کولی او نه د بهرنیو چارو وزارت یا د امریکا د حکومت پر استازیتوب خبرې کولی شي.
پاتل زیاته کړې: هغه څه، چې زه غواړم دا دي؛ امریکا غواړي داسې یو افغانستان وویني، چې له ځان سره په سوله کې وي، له ګاونډیانو سره په سوله کې وي او پخپلو پښو ودریږي، چې زمونږ پالیسي هم پر همدې موخو راڅرخي. په افغانستان کې له روان بشري او اقتصادي بحران سره د مرستې او حل په ګډون مونږ ته د افغانستان د خلکو ملاتړ یو بېړنی لومړیتوب دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي، چې امریکا اوس هم له افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو لوی برابرونکی هېواد دی.
ویل کیږي، چې امریکا د ۲۰۲۱ ز. کال له اګست میاشتې راپدیخوا د افغانستان له خلکو سره د ژوند ژغورنې په برخه کې له ۱.۹ میلیارد دالرو څخه زیاته مرسته کړې ده.
تازه خبرونه
له چین سره د افغانستان ځمکنۍ نښلېدا له خنډونو سره مخ ده – ډیپلوماټ
د راپور له مخې؛ د اسلامي امارت چارواکو د اوکټوبر پر څلورمه د ۱۲۱ کیلومټره اوږد سړک پرانیسته وکړه، چې د شاوخوا درې کلونو کار په پایله کې جوړ شوی دی.
« ډیپلوماټ» خپرونې په یوه راپور کې لیکلي، چې د اسلامي امارت د چارواکو لهخوا د واخان ټرانزیټي سړک له پرانیستل کېدو سره– سره له دې لارې له چین سره د افغانستان عملي نښلېدا اوس هم له جدي خنډونو او د بېجینګ له امنیتي اندېښنو سره مخ ده.
د راپور له مخې؛ د اسلامي امارت چارواکو د اوکټوبر پر څلورمه د ۱۲۱ کیلومټره اوږد سړک پرانیسته وکړه، چې د شاوخوا درې کلونو کار په پایله کې جوړ شوی دی.
دا سړک د بدخشان ولایت له واخان ولسوالۍ څخه د چین تر پولې غځېدلی او ټاکل شوې، چې له چین او سیمهییزو بازارونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا زمینه برابره کړي.
د« ډیپلوماټ» د راپور له مخې: د دې پروژې لګښت ۳۶۵ میلیون افغانۍ دی، چې شاوخوا ۵.۶ میلیون ډالرو سره برابرېږي؛ د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت لهخوا ورکړ شوی دی.
دې خپرونې زیاته کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو او د سوداګرۍ د درېدا له کبله د واخان لار له چین سره د افغانستان د سوداګرۍ بدیله لار کېدی شي او د پاکستان پر سوداګریزو لارو د کابل تکیه راکمولی شي.
په راپور کې ټینګار شوی، چې چین تر اوسه خپله پوله له دې لارې د منظمې سوداګرۍ د تګ راتګ لپاره نهده پرانیستې.
همدارنګه بېجینګ د سړک د پرانیستې په مراسمو کې خپل استازی نهدی لېږلی او د دې پروژې بشپړېدل یې په ډیپلوماټیکه کچه هم تائید کړي. نهدي
د« ډیپلوماټ» د لیکنې له مخې؛ د چین امنیتي اندېښنې دې احتمال ته نغوته کوي، چې له دې لارې څخه به د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ غړي د سینکیانګ په سیمه کې د فعالیت لپاره کار واخلي. د دې لارې په اړه د بېجینګ احتیاط هم یو خنډ ګڼل کیږي.
« ډیپلوماټ» لیکلي: تر هغې، چې اسلامي امارت د چین امنیتي اندېښنې لرې نهکړي او د منظمې سوداګرۍ لپاره د پولې د پرانیستلو زمینه برابره نهشي؛ د واخان دهلیز به له افغانستان سره د چین یوه مهم سوداګریز دهلیز هم نهشي.
#آریانانیوز #افغانستان #چین #واخاندهلېز #سوداګري #بدخشان
تازه خبرونه
اروپايي ټولنې د بشري مرستو لپاره افغانستان ته ۱۲ میلیون یورو ځانګړې کړل
دا پروګرام د ۲۰۲۶ز.کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۷ز.کال د مې تر یودېرشمې پورې دوام کوي او په کندهار، زابل، روزګان، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو کې ۲۸ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیسي.
اروپايي ټولنې د افغانستان په سوېلي او سویللویدیځو سیمو کې له کړکېچونو څخه زیانمنو شویو څه باندې ۳۴۷ زره کسانو ته د روغتیايي خدمتونو، خوړو، اوبو رسولو او حفظالصحې په برخو کې د مرستې لپاره ۱۲ میلیون یورو ځانګړې کړې دي.
دا پروګرام د ۲۰۲۶ز.کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۷ز.کال د مې تر یودېرشمې پورې دوام کوي او په کندهار، زابل، روزګان، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو کې ۲۸ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیسي.
د اروپايي ټولنې د خبرپاڼې له مخې، نږدې ۱.۲۷ میلیون نور کسان به هم په غیرمستقیم ډول له دغو مرستو ګټه واخلي.
همدارنګه اټکل شوی، چې د ناروغیو د خپرېدا، د اقلیمي بدلونونو له کبله د پېښو او بېځایه کېدا په صورت کې به ۳۹ زره او ۱۷۵ نورو کسانو ته هم بېړنۍ مرستې ورسېږي.
اروپايي ټولنې دا مرستې داسې مهال ځانګړې کړي، چې د دې ټولنې د څرګندونو له مخې په ۲۰۲۶ز.کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیون کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري. له پېنځه کلونو کمعمره ماشومان، امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې، معلولیت لرونکي کسان او په لرې پرتو او محرومو سیمو کې مېشتې کورنۍ اوس هم بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي پر وړاندې له جدي خنډونو سره مخ دي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره امنیتي او دفاعي همکاري پراخوو- ماریا زاخارووا
ماریا زاخارووا په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ دغه راز روسیه چمتو ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د اواري لپاره له ډیپلوماټیکو لارو چارو مرسته وکړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې مسکو غواړي له افغانستان سره د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې په مبارزه او دفاعي چارو کې خپله همکاري پراخه کړي.
ماریا زاخارووا په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ دغه راز روسیه چمتو ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د اواري لپاره له ډیپلوماټیکو لارو چارو مرسته وکړي.
هغې ټینګار کړی، چې له کابل سره به د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او دفاعي چارو په برخو کې همکاري پرلهپسې پراخه شي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې، چې په سیمه کې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزه ګډ مسوولیت دی او د دې موخې ترلاسه کول د ټولو اړوند هېوادونو رغنده تعامل او ګډو هڅو ته اړتیا لري.
دا څرګندونې داسې مهال راپورته کېږي، چې روسیې او افغانستان د مې پر اووهویشتمه د پوځي ـ تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی و.
-
سوداگري4 days agoدوغارون افغانستان ته د ایران د ۷۰ سلنې صادراتو اصلي لاره ده
-
سوداگري3 days agoایران غواړي د هرات اوسپنېپټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځوي
-
سوداگري2 days agoد شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د توکو ټرانزیټ دوه برابره شوی
-
تازه خبرونه4 days agoله اسلامي امارت سره به د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار په اړه خبرې روانې وي
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما دې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه نه غورزوي – ملا برادر
-
لوبی3 days agoد اتل سلیزې او د راشد څلور ویکټو افغانستان د زمبابوی پر وړاندې بریا ته ورساوه
-
نړۍ4 days agoټرمپ د اسرائیلو په نږدې ټاکنیزو سیالیو کې له نټانیاهو ملاتړ اعلان کړ
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان په جګړهییزو عملیاتو کې د ناټو لږ شمېر متحدانو فعاله ونډه لرله – پیټ هګسټ
