Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د پاکستان پر شپنیو بریدونو عام وګړي زیانمن شول

دا په داسې حال کې ده، چې د پولې په اوږدو کې تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.

خپور شوی

د

د افغانستان چارواکو ويلي، چې پاکستانيو پوځیانو د شپې له‌خوا په ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې د استوګنې پر سیمو هوایي بریدونه کړي، چې په کې ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د پولې په اوږدو کې تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې بریدونه د شنبې پر ورځ شاوخوا یوولس بجې شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې: د ننګرهار ولایت په غني خېل ولسوالۍ کې بې پیلوټه الوتکو د ملکي خلکو کورونه پر نښه کړي؛ څلور کورونه ویجاړ شوي، د یوې میرمنې په ګډون دوه کسان شهیدان او دوه نور ټپیان دي.

فطرت ویلي: د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې هم د هاوان یوه ګولۍ د استوګنې پر یوه کور لګېدلې؛ یو ملکي وګړی واژل شوی او یو بل یې ټپي کړی دی.

مخ پر زیاتېدونکی تاوتریخوالی

راپور شوي بریدونه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې رامنځته شوي.

دواړو خواوو پر یو بل د دښمنۍ د پیلولو تورونه لګولي دي؛ د توپونو تبادلې، د ډرون فعالیت او په څو ختیځو ولسوالیو کې ځمکنۍ نښتې راپور شوي دي.

فرضي کرښه له اوږدې مودې راپدېخوا د وسلوالو خوځښتونو او د شخړو له کبله بې ثباته ده. وروستیو جګړو کورنۍ بې ځایه کړې، کورونه یې زیانمن کړي او سوداګریزې لارې بندې پاتې دي، چې د سیمه‌ییزو اقتصادونو لپاره اړینې دي.

فطرت دا پېښې د هغه څه دوام وباله، چې هغه یې “د پاکستان د پوځي رژیم له‌خوا جنایت” وباله او استدلال یې کړی، چې د ملکي سیمو پر نښه کول د بشري اصولو او نړیوالو نورمونو څخه سرغړونه ده.

تازه خبرونه

د افغان ځواکونو په غچ اخیستونکو بریدونو کې دښمن ته درانده زیانونه واوښتل

په دې عملیاتو کې د ۲۰۳ منصوري، ۲۰۱ خالد بن ولید او ۲۰۵ البدر قول‌اردو ځواکونو ګډون کړی و او د لیزر تجهیزاتو او پرمختللې ټکنالوژۍ پر کارولو ترسره شول.
تر اوسه پورې، د دښمن څلور پوځي اډې نیول شوي او د ماینونو پر چاودنو ۳۲ پاکستانیان وژل شوي او لسګونه نور یې ټپیان دي.

Published

on

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال صدیق الله نصرت ويلي، چې د افغانستان دفاعي ځواکونو تېره شپه په ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې سخت غچ اخیستونکي عملیات پیل کړل.

په دې عملیاتو کې د ۲۰۳ منصوري، ۲۰۱ خالد بن ولید او ۲۰۵ البدر قول‌اردو ځواکونو ګډون کړی و او د لیزر تجهیزاتو او پرمختللې ټکنالوژۍ پر کارولو ترسره شول.

تر اوسه پورې، د دښمن څلور پوځي اډې نیول شوي او د ماینونو پر چاودنو ۳۲ پاکستانیان وژل شوي او لسګونه نور یې ټپیان دي.

د دښمن دوه بې پیلوټه الوتکې هم ویشتل شوي او یو شمېر پوځي تجهیزات ویجاړ او له منځه وړل شوي دي.

چارواکو ټینګار کړی، چې دفاعي ځواکونو خپل عملیات پر بشپړ چمتووالي روان ساتلي  او د سیمې امنیت یې لومړیتوب لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان امنیتي ځواکونو په تورخم کې پاکستان ته درانده زیانونه واړول

نعیمي زیاته کړې: “سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د دښمن اغزن تار ویجاړ شوی؛ د کمیشنرۍ دفتر او د پاکستاني رژیم پوځي پوستې له منځه وړل شودي او وضعیت په بشپړ ډول نظامي دی. هره شېبه د جګړې بیا پیلېدا شونې ده.”

Published

on

د آریانانیوز خبریال محمود نعیمي، چې فرضي ډیورنډ کرښې ته نږدې له تورخم سیمې څخه راپور ورکړی وايي، چې تېره شپه د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د پاکستان پوځي رژیم ځواکونو ته درانده تلفات اوښتي دي.

نعیمي زیاته کړې: “سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د دښمن اغزن تار ویجاړ شوی؛ د کمیشنرۍ دفتر او د پاکستاني رژیم پوځي پوستې له منځه وړل شودي او وضعیت په بشپړ ډول نظامي دی. هره شېبه د جګړې بیا پیلېدا شونې ده.”

د تورخم سیمې اوسیدونکو هم آریانانیوز ته ویلي، چې له تېرو څو ورځو راپدېخوا په سیمه کې جګړه روانه ده او ډېری کورنۍ اړ شوي، چې خپل کورونه پریږدي.

په سیمه کې امنیتي وضعیت اوس هم بې ثباته دی او سیمه‌ییز چارواکي له هر ډول احتمالي ګواښ سره د مقابلې لپاره د امنیتي ځواکونو پر چمتووالي ټینګار کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ایراني ځواکونو پر ډزو ګڼ‌شمېر افغان مهاجرو ته مرګ او ژوبله اوښتې

دا پېښه د سې‌شنبې پر ورځ( د کب پېنځمه د سیستان او بلوچستان په ولایت کې رامنځته شوې ده.

Published

on

 
د حال‌وش بشري حقونو بنسټ راپور ورکړی، چې د ایران سرحدي‌ځواکونو د افغان مهاجرینو پر یوه موټر په ډزو کې دوه کسانو خپل له هیلو ډک ژوند له لاسه ورکړی او له ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه د سې‌شنبې پر ورځ( د کب پېنځمه د سیستان او بلوچستان په ولایت کې رامنځته شوې ده.

حال‌وش راپور ورکړی، چې ایرانی پوځیانو پر موټر له قانوني درېدا او خبرداري پرته ډزې کړي، چې په کې یو شمېر سپرلۍ پر مرمیو لګېدلي؛ موټر چپه شوی او اور یې اخیستی دی.

د راپورونو له مخې؛ د ۶ ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!