Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د کرونا ویروس د واکسینو کمپاین پیل شو

خپور شوی

د

په افغانستان کې د کرونا واکسین بهیر پیل شو، چې په لومړي سر کې به روغتیاپالان، امنیتي ځواکونه او بیا خبریالان واکسین شي.

کرونا واکسین په افغانستان کې د دي ويروس د لومړنۍ مثبتې پېښې د  لومړۍ کلیزې په مناسبت پیل شو. دا پروګرام په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني او نورو جګپوړیو حکومتي چارواکو په حضور کې په رسمي توګه پرانیستل شو. په دي كمباين كي به د هند پېنځه سوه زره ډوزه واکسین پر دوه نیم سوه زره کسانو تطبیق شي.

ولسمشر اشرف غني د دې بهیر په پرانیسته کې ویلي؛ افغان دولت هڅه کوي، چي څه نا څه څلویښت سلنه وګړي په دوه یم پړاو کې واکسین شي.

اشرف غني ویلي: کرونا ویروس یو نړیوال ناورین و، چې نړۍ یې له ستونزو سره مخ کړه؛ خو په افغانستان کې د دې ناروغۍ لومړۍ او دوه یمه څپه ښه مدیریت شوه.

ولسمشر غني د کرونا ویروس د واکسین د پیل په مراسمو کې ویلي، چې د کرونا خطر له منځه ندی تللی او د ویروسونو بېلابېلې بڼې د رامنځته کېدو په حال کې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې کرونا واکسین په لومړي سر کې  روغتیایي کارکوونکیو، امنیتي ځواکونو او د رسنیو کارکوونکو ته ورکول کیږي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ د هند لخوا پېنځه سوه زره ډوزه واکسین دوه سوه پنځوس زره روغتیاپالانو، امنیتي ځواکونو او خبریالانو ته تطبیق کیږي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وایي: د واکسین عدلانه تطبیق د عامې روغتیا وزارت مسوولیت دی؛ له خلکو مدني بنسټونو او رسنیو څخه غواړو، چې د دغه مسوولیت په تر سره کولو کې همکاري وکړي.       

په کابل کې د هند سفیر ویلي، چې له دې وژونکي وېروس سره مبارزه له نړیوال پیوستون پرته ناشونې ده.

په افغانستان کې د هند سفیر رودرنډرا ټانډون ویلي؛ کرونا ویروس نړۍ اغېزمنه کړه او پر اقتصاد یې هم  د ناوړه پایلو ترڅنګ ځاني زیانونه واړول. له نړیوال پیوستون پرته  له کرونا سره مبارزه سخته ده.

د هند کوویلیډ واکسین څو ورځې مخکې د روغتیا د نړیوالي تولني لخوا تائید شو.

د وروستیو رسمي څرګندونو له مخې؛ په هېواد کې  پېنځه پنځوس زره او ۶۴۶ كسان پر كرونا اخته شوي، چي  دوه زره څلور سوه پېنځه دېرش ترې مړه او نور روغ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا ویروس تطبیق د افغانستان په ګډون د نړۍ له ۷۲ هېوادونو پرته په ټوله نړۍ پیل شوي دي.

تازه خبرونه

اټریش له ازبکستان سره د افغان کډوالو د ایستلو د آسانتیا لپاره تړون لاسلیکوي

د اټریش کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون موخه دا ده، چې د مهاجرینو د راستنولو بهیر له درېیمو هېوادونو څخه آسانه او د ایستلو د تطبیق زمینه برابره کړي.

Published

on

اټریش ویلي، چې راتلونکې میاشت به له ازبکستان سره یوه داسې تړون لاسلیک کړي، چې د مهاجرینو؛ په ځانګړي توګه د افغانانو د ایستلو بهیر آسانه کړي.

د اټریش کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون موخه دا ده، چې د مهاجرینو د راستنولو بهیر له درېیمو هېوادونو څخه آسانه او د ایستلو د تطبیق زمینه برابره کړي.

د راپور له مخې؛ د اټریش کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزیران د می پر اوومه ازبکستان ته سفر وکوي او دا تړون به پر رسمي بڼه لاسلیک کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مارکوس هاینډل دغه تړون مهم بللی او څرګندوي، چې هدف یې د هغو کسانو انتقال دی، چې باید خپلو اصلي هېوادونو په ځانګړي توګه افغانستان ته ستانه شي.

په اروپایي ټولنه کې هم د هغو مهاجرینو د ستنولو بحثونه روان دي، چې د استوګنې حق نه‌لري؛ په ځانګړي توګه افغانان.

د اروپایي کمیسیون ویاند ویلي، چې په دې برخه کې له اړوند افغان چارواکو سره تخنیکي تماسونه روان دي.

دغه اروپایي چارواکی ویلي، چې دا تماسونه د اروپایي ۲۰ هېوادونو د کورنیو چارو او مهاجرت وزیرانو په ګډه غوښتنه پیل شوي او غوښتنه کوي، چې د مهاجرینو د ستنولو په بهیر کې دې ښه همغږي وشي.

سره له دې، چې د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ اندېښنه ښودلې؛ یو شمېر اروپایي هېوادونو د هغو مهاجرینو د ستنولو لپاره پلان جوړول پیل کړي، چې پر وینا یې د استوګنې حق نه‌لري یا هم پر جرمونو تورن دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان کې ناورین؛ ځمکې ښویېدنې پېنځه کان‌کېندونکي له ژوند بې‌برخې کړل

د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

نن سهار د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې ځمکې ښویېدنې له پېنځه کسانو خوږ ژوند اخیستی دی.

د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د څلورم سرحدي کنډک قومندان میر احمد ویلي، چې قربانیان د یاوان ولسوالۍ اوسیدونکي وه او د تونلونو دننه د سرو زرو پر استخراج اخته ول.

ویل کیږي، چې د پېښې اصلي علت د خاورې نرمښت او د خوندیتوب د آسانتیاوو نشتوالی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د برید پر تور یو افغان مجرم وپېژندل شو

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

Published

on

د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د ویرجینیا ایالت یوې فډرالي منصفه جرګې یو افغان د ۲۰۲۱ ز.کال د کابل هوايي ډګر په برید کې له یوې ترهګرې ډلې سره د همکارۍ پر تور مجرم پېژندلی دی.

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

دا پرېکړه په دې معنا ده، چې نوموړی له عمري بند څخه ژغورل شوی؛ خو اوس هم تر ۲۰ کلونو پورې د بند له احتمال سره مخ دی. فډرالي قاضي تر اوسه د وروستۍ سزا نېټه نه‌ده ټاکلې.

یاد برید د ۲۰۲۱ ز.کال د اګست پر شپږویشتمه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بې‌نظمه وتلو پر مهال په داسې حال کې ترسره شو، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل هوايي ډګر «ابي ګېټ» ته نږدې ځان والوزاوه. په دې پېښه کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.

څارنوالانو ادعا کړې، چې شریف‌الله د ځای د څارنې او د اړیکو د آسانتیا په برابرولو کې له دې برید سره مرسته کړې؛ خو د هغه مدافع وکیلانو ویلي، چې د امریکا حکومت تر ډېره د FBI د پلټنو پر مهال د تورن پر څرګندونو تکیه کړې او کافي خپلواکه شواهد یې نه‌دي وړاندې کړي.

دا دوسیه په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په تړاو لومړنۍ جنایي محکمه بلل کېږي. دا هغه پېښه ده، چې اوس یې هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه بحثونه اغېزمن کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!