تازه خبرونه

په افغانستان کې له بانکي حسابونو څخه د پیسو ایستلو محدودیت نور هم کم شو

د دې نوې پرېکړې له مخې: د افغانیو حساب لرونکي کولی شي په اوونۍ کې تر ۳۵۰ زره افغانیو پورې او په میاشت کې تر ۱ میلیون افغانیو پورې وباسي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۶, ۱۴۰۴

د افغانستان بانک اعلان کړی، چې له بانکي حسابونو څخه د پیسو ایستلو محدودیت کم شوی او اوس خلک کولی شي د پخوا پر پرتله له خپلو حسابونو څخه ډېرې پیسې وباسي.

د دې نوې پرېکړې له مخې: د افغانیو حساب لرونکي کولی شي په اوونۍ کې تر ۳۵۰ زره افغانیو پورې او په میاشت کې تر ۱ میلیون افغانیو پورې وباسي.

د ډالرو حساب لرونکي هم کولی شي په اوونۍ کې تر ۵ زره ډالرو پورې او په میاشت کې تر ۱۵ زره ډالرو پورې وباسي.

د انفرادي حسابونو لپاره تر ۲ میلیون افغانیو یا ۳۰ زره ډالرو پورې د ایستلو محدودیت نشته.

دغه راز د شرکتونو حسابونو لپاره هم د ۳.۵ میلیون افغانیو یا ۵۰ زره ډالرو څخه کم د پیسو ایستلو محدودیت نشته.

Trending

Exit mobile version