روغتيا
په افغانستان کې له هیموفیلیا سره د مبارزې نړیواله ورځ ونمانځل شوه
د اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت له هیموفیلیا سره د مبارزې نړیواله ورځ “ټولو ته د لاسرسي” تر سرلیک لاندې ونمانځله.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د هیموفیلیا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت ويلي، چې په هېواد کې درې زره کسان پدې ناروغۍ اخته دي.
د دغه وزارت د چارواکو په وینا؛ که په هیموفیلیا ناروغۍ د اخته کسانو پر وخت درملنه ونهشي، ښايي د بدن یوه برخه یې فلج شي او ځینې وخت دغه ناروغي د مرګ لامل هم کیږي.
د دغه وزارت مالیې او ادارې مرستیال څرګنده کړی: خوشاله یم، چې نن زمونږ هېواد افغانستان هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر هر کال د هیموفیلیا پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ لمانځي، چې موخه ترې د خلکو د پوهاوي لوړول او د ناروغانو روغتيايي حالت ته لاسرسی دی.
د روغتیا وزارت مرستیال زیاتوي، که څه هم دوی کافي بودیجه نهلري؛ خو د هیموفیلیا ناروغانو د درملنې لپاره یې بودیجه ځانګړې کړې. ټاکل شوې د زونونو پر کچه د دې ناروغۍ د تشخیص مرکزونه هم جوړ شي.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په نړۍ زرګونه خلک پر دغې ناروغۍ اخته دي، چې دا مهال زمونږ په هېواد کې ۳ زره کسان پدې ناروغۍ اخته شوي دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ دمګړۍ مونږ په کابل کې پر دغه ناروغۍ اخته ۸۵۷ کسان لرو، چې ۵۹ یې میرمنې دي.
که د هیموفیلیا ناروغانو په وخت درملنه ونهشي؛ د بدن ځینې برخې به فلج یا حتا ناروغ به مړ شي.
د تشخیصي وسایلو نشتوالی یا کموالی، د متخصصینو نهشتون او د دې ناروغۍ په اړه د خلکو د پوهاوي نشتوالی هغه نورې ستونزې دي، چې د دې ناروغۍ د خپریدو لامل شوي دي.
یو شمېر ګډونوالو ويلي، پانګوال باید د کیفیت لرونکیو مرکزونو د جوړولو لپاره اقدام وکړي، چې د هیموفیلیا ناروغان بهر ته لاړ نهشي.
هیموفیلیا یوه ارثي اختلال دی، چې پر هیموفیلیا اخته کس د پروتینونو د نشتوالي یا کمیدو او یا د انعقادي فکتورونو د نشتوالي له امله نشي کولی د وینې بهیدو مخه ونیسي.
هیموفیلیا بېلابېل ډولونه لري؛ خو ترټولو عام او پېژندل شوي یې په انسانانو کې د هیموفیلیا A – فکتور ۸ کمښت، د هیموفیلیا B او فکتور ۹ کمښت ډولونه دي.