تازه خبرونه

په افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زده‌کړې ورکړ شوي

دا پروګرام په ۲۰۲۵ کال کې د هېواد د جنوب‌ختیځو سیمو لپاره «له بیاهڅونې ترهڅېدنې: د کارپنځونې او کارموندنې نوښتونه» تر سرلیک لاندې د ۷۵ ښځو او ۷۵ نرینه‌وو په ګډون پلی شو. د زده‌کړو دا کورسونه په لوګر او غزني ولایتونو کې ترسره شول او د بازار له اړتیاوو سره سم پر مهارتونو راوڅرخېد.

Published

on

د کار نړیوالې ټولنې (ILO) په افغانستان کې ۱۵۰ پخوانیو روږدو(معتادینو) ته تخنیکي او کارپنځوونکې زده‌کړې برابرې او ورته یې د بیاهڅېدنې او اقتصادي ځان‌بسیاینې زمینه برابره کړې ده.

دا پروګرام په ۲۰۲۵ کال کې د هېواد د جنوب‌ختیځو سیمو لپاره «له بیاهڅونې ترهڅېدنې: د کارپنځونې او کارموندنې نوښتونه» تر سرلیک لاندې د ۷۵ ښځو او ۷۵ نرینه‌وو په ګډون پلی شو. د زده‌کړو دا کورسونه په لوګر او غزني ولایتونو کې ترسره شول او د بازار له اړتیاوو سره سم پر مهارتونو راوڅرخېد.

ګډونوالو خپل سوداګریز کاري پلانونه چمتو کړل او ۶۰ غوره کسان یې د نورو مالي مرستو او لارښوونو د ترلاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) ته ور وپېژندل.

د کارپنځونې پر زده‌کړو سربېره دې پروژې د کار په بدل کې د پیسو د ورکولو کاري فرصتونو ته هم لاسرسی زیات کړی دی. د بازار ارزونې له مخې؛ ۱۱۰ ګډونوال په بېلابېلو تخنیکي کورسونو کې لکه: لاسي صنایع، د موبایل رغول، برښنايي کارونه، د سولر سیسټمونو لګول، د موټرسایکل  او خیاطي کاري برخو کې شامل شول.

دا نوښت، چې د افغانستان د ځانګړي اماني صندوق (STFA) له لوري تمویلېږي؛ د بیا روږدېدا په مخنیوي، د اقتصادي مقاومت پیاوړتیا او ټولنیز ادغام کې مهم رول لري.

د افغانستان لپاره د کار نړیوالې ټولنې لوړپوړي همغږي کوونکې ټیته حبیاکار ویلي، چې دا پروګرام د بیا‌رغونې او اقتصادي هڅېدنې ترمنځ اړیکه څرګندوي او د مهارتونو او فرصتونو برابرول د پخوانیو روږدو د راتلونکې په بیا جوړونه او د ټولنې د مقاومت په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

Trending

Exit mobile version