روغتيا
په افغانستان کې یو ناروغ له دایمي معلولیته وژغورل شو
د کابل په سردار محمد داوود خان روغتون کې داکتران بریالي شول، چې د پېچليو عملیات په پایله کې یو ناروغ له دایمي معلولیته وژغوري.
د سردار محمد داوود خان روغتون د عامې روغتیا او روغتیایي خپرونو مدیریت څرګنده کړې، چې د ستردرستیز روغتیایي قوماندانیت لومړي مرستیال داکتر عبدالولي احمدزي او د دغه روغتون د ارتوپیدي څانګې څانګوالو د پښې د دایمي معلولیت یو ناروغ بریالی عملیات کړی دی.
دغه ناروغ عبدالاحمد نومېږي او د هلمند ولايت اوسیدونکى دى؛ کورنۍ يې د بېوزلۍ او بېوسۍ له کبله له ماشومتوبه پر درملنه بریالي شوي ندي او ماشوم یې معیوبه د ځوانۍ پړاو ته راورسېده.
روغتون ته له مراجعې وروسته د یاد روغتون داکترانو دغه ځوان عملیات کړ. اوس له بریالیو عملیاتو وروسته دغه کس له معیوبیته او دایمي معلولیته وژغورل شو.
د سردار محمد داوود روغتون مسوولینو ويلي، دغه روغتون غواړي د پېچلو جراحي عملیاتو د ترسره کولو لپاره د داکترانو وړتیاوې نورې هم لوړې، معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي او د دا ډول عملیاتو لپاره له معیاري او پرمختللیو وسایلو کار واخلي.
د یادونې ده، چې د سردار محمد داوود خان روغتون په جراحي او اورتوپیدي څانګو کې بریالي او حیرانونکي عملیات ترسره کیږي.
