نړۍ
په انډونیزیا کې د ۷.۷ درجې زلزلې له کبله لږ تر لږه ۳۸ کسان مړه شوي
زلزله د شنبې پر سهار شوې او ژغورونکي هڅه کوي د زلزلې مرکز ته څېرمو سیمو ته ځان ورسوي.
د انډونیزیا چارواکو ویلي، د دې هېواد په ختیځ کې د ۷.۷ درجې زلزلې او لسګونو وروستي ټکانونو له امله لږ تر لږه ۳۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان دي.
زلزله د شنبې پر سهار شوې او ژغورونکي هڅه کوي د زلزلې مرکز ته څېرمو سیمو ته ځان ورسوي.
له زلزلې وروسته په څو سیمو کې له یوه مټر څخه د کم لوړوالي د سونامي څپې ثبت شوې؛ خو شاوخوا درې ساعته وروسته د سونامي خبرداری لغوه شو.
د انډونیزیا د پېښو د ملي مدیریت ادارې مشر سوهاریانټو ویلي، د ماسپښین تر ۳ بجو ۳۸ کسان وژل شوي، دوه سخت ټپیان او ۱۱ نور سطحي ټپیان شوي دي. د هغه د څرګندونو له مخې، شاوخوا دوه زره کسان د ژوند ژغورلو لپاره خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د مائومره په بندري ښار کې ژغورونکو د ۲۰ کسانو مړي موندلي دي. همداراز شپږ ټپیان او دوه هغه کسان موندل شوي، چې تر خاورو لاندې بند پاتې ول.
انډونیزیایي چارواکي وایي، یو شمېر خلک اوس هم په زیانمنو ودانیو کې بند پاتې دي او ځمکښویېدنې هم څو لارې تړلې دي.
ژغورونکي اوس هم ناګیکائو سیمې ته، چې د زلزلې مرکز ته نږدې ده، نهدي رسېدلي. ځمکښوېدنو ځمکنۍ لارې تړلي او په دې سیمه کې مخابراتي اړیکې هم زیانمنې شوې دي.
د ناګیکائو شاوخوا دوه زره اوسېدونکي ایستل شوي او کورونو، زېرمتونونو او دولتي ودانیو ته زیانونه اوښتي دي. د برښنا د پرې کېدا او د ټرافیکي ګڼېګوڼې راپورونه هم ورکړ شوي دي.
د ختیځې نوسا تِنګارا والي ویلي، لږ تر لږه پېنځه کسان د خوب پر مهال د ودانیو د نړېدا له کبله وژل شوي دي.
د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو ویلي، زلزله ډېره سخته وه او ټکانونو یې شاوخوا یوه دقیقه دوام وکړ. په ځینو سیمو کې خلک د ژوند د ژغورلو لپاره له کورونو بهر وتښتېدل.
د تالیبورا سیمې یوه ۵۱ کلن اوسېدونکي ویلي، د زلزلې پر مهال ۱۳ کسان په کور کې وو او ټولو د ژوند د ژغورلو لپاره له کوره بهر ووتل.
د انډونیزیا د جیو فزیک ادارې ویلي، زلزله د ځايي وخت له مخې د سهار په ۴:۵۸ د ځمکې په ۱۵ کیلومټره ژوروالي کې شوې او وروسته یې څو ټکانونه هم ثبت شوې دي.
په ۱۹۹۲ز.کال کې هم دا سیمه ۷.۵ درجې زلزلې لړزولې او پراخ زیانونه یې اړولي وه.
انډونیزیا د «بحرالکاهل د اور کړۍ» په نوم سیمه کې پرته ده؛ هغه سیمه، چې د ځمکې د تختو د سخت فعالیت له کبله پر ځلونو د زلزلو او اورغورځوونکو غرونو د چاودنو شاهده وي.
نړۍ
په یمن کې د حوثیانو پرمختګ؛ امریکا له نوې ستونزې سره مخ ده
رویټرز راپور ورکړی، چې حوثي جنګیالیو د یمن د ساحلي سیمو په اوږدو کې سویل ته پرمختګ کړی او د بابالمندب تنګي د تړلو وړتیا یې زیاته شوې ده. دغه تنګی د سره سمندرګي په خوله کې پروت دی او د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی.
د ایران پلوو حوثیانو چټک پرمختګ د دې ډلې نفوذ تر سټراټیژیک بابالمندب تنګي پورې رسولی، چې له کبله یې امریکا د منځني ختیځ په روان کړکېچ کې له نوې ستونزې سره مخ شوې ده.
رویټرز راپور ورکړی، چې حوثي جنګیالیو د یمن د ساحلي سیمو په اوږدو کې سویل ته پرمختګ کړی او د بابالمندب تنګي د تړلو وړتیا یې زیاته شوې ده. دغه تنګی د سره سمندرګي په خوله کې پروت دی او د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی.
د راپور له مخې، حوثیانو د جمعې پر ورځ «پریم» ټاپو تر کنټرول لاندې راوستی، چې د یمن او افریقا ترمنځ د بابالمندب تنګي تر منځ پروت دی.
د حوثیانو دغه پرمختګ د سعودي عربستان لپاره هم اندېښمنوونکی بلل شوی؛ ځکه دغه هېواد د هرمز تنګي له تړل کېدا وروسته د سره سمندرګي له بندرونو څخه د خپلو ډېرو تېلو د لېږد لپاره کار اخلي.
راپور زیاتوي، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د پنجشنبې پر ورځ د امریکايي له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړي او له حوثیانو سره یې د مبارزې لپاره د امریکا د پوځي مرستې غوښتنه کړې ده.
د درې بېلابېلو سرچینو د څرګندونو له مخې: واشنګټن ویلي، چې د اوس لپاره به په مستقیم ډول په جګړه کې ښکېل نهشي؛ خو له سعودي عربستان سره به استخباراتي معلومات شریک کړي.
د امریکا د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې واشنګټن د سرې بحیرې د بېړیو د تګ راتګ پر آزادۍ او ملي امنیتي ګټو راڅرخیږي او غواړي سیمهییز شریکان د امنیتي ننګونو د اواري لپاره مخکښ رول ولوبوي.
شنونکو ويلي؛ که حوثیان بابالمندب وتړي، د نړۍ د تېلو شاوخوا اووه سلنه او د نړیوالې سوداګرۍ نږدې ۱۲ سلنه به له خنډ سره مخ شي.
دوی باور لري، چې د حوثیانو پر وړاندې د امریکا پوځي اقدام به د واشنګټن لپاره بله ستره ننګونه وي؛ ځکه امریکايي پوځ له وړاندې په ایران کې د جګړې له کبله له پوځي فشار سره مخ دی.
د امریکا پخوانیو چارواکو او شنونکو ویلي، واشنګټن اوس له دوه انتخابونو سره مخ دی؛ یا باید د حوثیانو د شاتګ لپاره خپل پوځي ځواکونه او هوايي دفاعي مهمات وکاروي، یا سعودي عربستان او د هغه متحدین پرېږدي، چې پر یوازې ځان له دې ډلې سره مقابله وکړي.
نړۍ
اروپايي ټولنه د ګرینلینډ د نیولو لپاره د ټرمپ د هڅو په غبرګون کې پانګونه زیاتوي
د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا فون ډېرلاین ګرینلنډ ته له رسېدا وروسته ویلي، چې د اروپايي ټولنې د پانګونې نوی پروګرام به «د پام وړ» وي.
د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا فون ډېرلاین ګرینلینډ ته له رسېدا وروسته ویلي، چې د اروپايي ټولنې د پانګونې نوی پروګرام به «د پام وړ» وي.
ټاکل شوې، چې دغه پانګونې د مهمو کانونو، سپوږمکیزو اړیکو او نوي کېدونکې انرژۍ په برخو کې وشي.
فون ډېرلاین ګرینلینډ ته په خپل دوهورځني سفر کې د ګرینلینډ او ډنمارک له حکومتونو ملاتړ کړی دی.
د دغو دواړو هېوادونو چارواکو له دې مخکې څو ځله د ټرمپ د دې هڅو مخالفت کړی، چې د ټاپو کنټرول ترلاسه کړي.
ګرینلینډ د شمالي قطب په سټراټیژیک جغرافیایي موقعیت کې پروت دی او د یخونو له ویلې کېدا سره د کښتۍچلونې د لارو او معدني سرچینو په ګډون د دې سیمې ارزښت د امریکا، روسیې، چین او اروپا لپاره زیات شوی دی.
ټرمپ له دې مخکې ویلي وه، چې امریکا د خپل امنیت د خوندي کولو لپاره د ګرینلینډ کنټرول ته اړتیا لري؛ خو ډنمارک او ګرینلینډ دا غوښتنه رد کړې ده.
نړۍ
ښايي د اطلس یا آرام سمندر نوم بدل کړو-ټرمپ
ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ د امریکا د ولسمشرۍ په دفتر کې پر ټوکو وویل، چې د یوه خلیج او یوه جهیل له نوم بدلولو وروسته ښايي اوس د یوه سمندر وار وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي د اطلس یا آرام سمندر نوم هم بدل کړي. دا څرګندونې له هغې لږ وروسته وشوې، چې نوموړي د یوه اجرائیوي فرمان له لاسلیکولو سره د امریکا په رسمي نقشو کې د انټاریو جهیل نوم« امریکا جهیل» ته بدل کړ.
ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ د امریکا د ولسمشرۍ په دفتر کې پر ټوکو وویل، چې د یوه خلیج او یوه جهیل له نوم بدلولو وروسته ښايي اوس د یوه سمندر وار وي.
هغه ویلي:« مونږ یو خلیج او یو جهیل لرو. اوس یوازې یوه سمندر ته اړتیا لرو. ښايي اړ شو، چې د اطلس یا آرام سمندر نوم بدل کړو؛ ښايي د دواړو نومونه بدل کړو.»
دا څرګندونې له هغې وروسته وشوې، چې ټرمپ د امریکا په دولتي نقشو کې د انټاریو جهیل د نوم بدلولو فرمان لاسلیک کړ. هغه له دې مخکې د مکسیکو خلیج نوم هم« امریکا خلیج» ته بدل کړی و.
ټرمپ همداراز د الاسکا د تر ټولو لوړې څوکې لپاره د «مککینلي غره» نوم بیا رسمي کړ او د «ډینالي» نوم یې، چې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال کارېده؛ له رسمي کارونې وایست.
د ټرمپ دغه وړاندیز په داسې حال کې وړاندې شوی، چې په وروستیو میاشتو کې د واشنګټن او د کاناډا د پلازمېنې اوټاوا ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. ټرمپ څو ځله د سوداګرۍ په برخه کې پر کاناډا نیوکه کړې او له دې مخکې یې وړاندیز کړی و، چې کاناډا دې د امریکا پر یوه ایالت بدله شي.
که څه هم د امریکا حکومت کولی شي په خپلو رسمي نقشو کې کارېدونکي نومونه بدل کړي؛ خو کاناډا، نور هېوادونه او نړیوال بنسټونه نهشي اړ کولی، چې دغه بدلونونه ومني.
اوسمهال اطلس سمندر او آرام سمندر د نړۍ په نقشو کې پخپلو نومونو پېژندل کېږي؛ خو ټرمپ د دغو نومونو د بدلولو احتمال نهدی رد کړی.
-
لوبی3 days agoد افغانستان اتلانو لیګ په پرانیستونکې لوبه کې ابومسلم فراه سرسبز یاشلر ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو نن شپه د ابومسلم فراه او سرسبز یاشلر پر لوبه پیلیږي
-
تازه خبرونه4 days agoد هرات د اقتصادي ودې لپاره نږدې دوه میلیارډ ډالره پانګونه شوې
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران دې پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه ودروي – پاکستان
-
تازه خبرونه4 days agoله پاکستان څخه دې د افغان زدهکړیالانو د ایستلو لړۍ ودرول شي – د بشري حقونو د څار بنسټ
-
لوبی2 days agoسرخپوشان خوافي او آریانا خوست د افغانستان اتلانو لیګ سیالۍ وګټلې
-
څار4 days agoڅار: افغانستان سره د مرستو پر دوام د ملګرو ملتونو ټینګار
-
څار2 days agoڅار: له افغانستان سره د پاکستان دوه مخی سیاست
