تازه خبرونه
په روسیه کې د مسکو فارمټ اتمه غونډه سبا جوړېږي
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل آریانا نیوز ته ویلي، چې امیر متقي به له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او د افغانستان د وضعیت، سیمهییزو تحولاتو او په افغانستان کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړي.
ټاکل شوې، چې د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه مشورتي غونډه سبا دوشنبه(د تلې دیارلسمه / د اوکټوبر پېنځمه) په مسکو کې جوړه شي. د افغانستان پلاوی به د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي پر مشرۍ په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل آریانا نیوز ته ویلي، چې امیر متقي به له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او د افغانستان د وضعیت، سیمهییزو تحولاتو او په افغانستان کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړي.
دغه غونډه په داسې وخت کې جوړېږي، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوي او روسیې هم د دغو ترینګلتیاوو د کمولو لپاره پر خبرو اترو ټینګار کړی دی.
د غونډې مهم بحثونه به د کابل او اسلامآباد ترمنځ وروستۍ ترینګلتیاوې، سیمهییز تحولات، اقتصادي همکاري، سوداګري او ټرانزیټ وي.
ویل کیږي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان ترڅنګ د پاکستان، چین، هند، ایران او د منځنۍ آسیا د هېوادونو استازي هم ګډون کوي او تمه ده، چې د غونډې په پای کې ګډه اعلامیه خپره شي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې نړیوالې مرستې بیا پیل شوې
د دې ادارې عمومي رییس مطیعالحق خالص ويلي، د چاپېریال ساتنې کوچنۍ مرستې د سیمهییزو طرحو د ملاتړ لپاره مهم پروګرام دی، چې د طبیعي سرچینو، ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې او د اوبو او خاورې د مدیریت په برخه کې به اغېزناک رول ولري.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکو ويلي، نړیوال چاپېریال ساتنې صندوق په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې د کوچنیو مرستو پروګرام بېرته پیل کړی، چې له مخې به یې د طبیعي سرچینو د ساتنې او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمهییزو پروژو د پلي کېدا زمینه برابره شي.
د دې ادارې عمومي رییس مطیعالحق خالص ويلي، د چاپېریال ساتنې کوچنۍ مرستې د سیمهییزو طرحو د ملاتړ لپاره مهم پروګرام دی، چې د طبیعي سرچینو، ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې او د اوبو او خاورې د مدیریت په برخه کې به اغېزناک رول ولري.
هغه ټینګار وکړ، چې افغانستان د شنوخونو ګازونو په تولید کې لږه ونډه لري؛ خو د اقلیمي بدلونونو له ناوړه اغېزو تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی او چاپېریالي مرستې باید له سیاسي ملاحظاتو پرته روانې وساتل شي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام استازي هم په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړیوالو هڅو د زیاتېدا غوښتنه وکړه.
د چاپېریال ساتنې نړیوالو مرستو بیا پیل د ۲۰۲۱ز.کال له ځنډ وروسته په افغانستان کې د سیمهییزو چاپېریالي نوښتونو او پروژو د ملاتړ لپاره نوې زمینه برابروي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او د تګراتګ لارې دې ژر تر ژره پرانیستل شي
نوموړي د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې د خپل ګوند د ولسي غونډې پر مهال ویلي، د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د تګراتګ دروازو تړل کېدا د کرښې دواړو غاړو ته د خلکو پر اقتصادي ژوند منفي اغېز کړی دی.
د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مرکزي صدر ایمل ولي خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او تګراتګ د لارو د ژر تر ژره بیا پرانیستل کېدا غوښتنه کړې او څرګندوي، د دغو لارو تړل کېدا د ډیورند فرضي کرښې دواړو غاړو ته خلک او سوداګر له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
نوموړي د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې د خپل ګوند د ولسي غونډې پر مهال ویلي، د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د تګراتګ دروازو تړل کېدا د کرښې دواړو غاړو ته د خلکو پر اقتصادي ژوند منفي اغېز کړی دی.
ایمل ولي خان ټینګار کړی، د پښتون میشتو سیمو؛ چمن، باجوړ، مومندو، وزیرستانونو او چترال ترمنځ سوداګریزې او د تګراتګ لارې باید بېرته پرانیستل شي او د خلکو کاري فرصتونه باید له سیاسي اختلافونو سره ونه تړل شي.
هغه زیاته کړې، د فرضي کرښې دواړو غاړو ته میشت خلک د سوداګرۍ او تګراتګ حق لري او پاکستاني چارواکي باید د دغو حقونو د خوندي کولو لپاره عملي اقدامات وکړي.
د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مشر دا هم ویلي، چې د لارو تړل کېدا د خلکو اقتصادي وضعیت خرابوي او د دې ستونزې حل باید د کرښې دواړو غاړو ته د خلکو د ګټو په پام کې نیولو سره لومړیتوب ولري.
تازه خبرونه
هېواد ته له ستنېدا وروسته اته ساعته تر پوښتنو لاندې وم -امریکايي یوټیوبر
هغه ویلي، چې ۴۸ ساعته یې خپل ګرځند (مبائیل) ته لاسرسی نه درلود او د امریکا د فډرالي څېړنو اداره(افبيای) یې د ګرځند د څېړلو په حال کې ده.
امریکايي یوټیوبر اسنیکو څرګنده کړې، چې له افغانستان څخه له ستنېدا وروسته امریکايي چارواکو اته ساعته تر پوښتنو لاندې راوستی او برښنايي وسایل یې ترې ضبط کړي دي.
هغه ویلي، چې ۴۸ ساعته یې خپل ګرځند (مبائیل) ته لاسرسی نه درلود او د امریکا د فډرالي څېړنو اداره(افبيای) یې د ګرځند د څېړلو په حال کې ده.
اسنیکو په کابل کې له درې ورځني پاتې کېدا وروسته د انس حقاني په ګډون د اسلامي امارت له څو چارواکو سره لیدلي وه.
دا پېښه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې یوه امریکايي چارواکي له سفر روروسته د فډرالي څېړنې غوښتنه کړې وه.
-
تازه خبرونه2 days agoترکیې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته پر نغوته د مکې له دفاعي تړون دفاع وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانان په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب اتیایمه کلیزه نمانځي؛ له پیله تر دې دمه د استازولۍ پر څوکۍ روان اختلاف
-
لوبی3 days agoلبنان په آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام کې افغانستان ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه له اسلامي امارت سره د پړاوایز تعامل د لارې نقشه جوړوي
-
لوبی5 days agoد آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام؛ افغانستان له ایران څخه ۹ پر ۲ ماتې وخوړه
-
تازه خبرونه5 days agoسویډن د افغانستان د پخواني سفیر د پناه غوښتنه رد کړه؛ امریکا ته یې د لېږلو هڅه کوي
-
Opinion5 days agoد اپیک غونډه؛ چین د نړیوال اقتصاد او نوي نړیوال نظم په محور کې
-
تازه خبرونه2 days agoد جرمني د ښي اړخي ګوند مشر د افغانانو پر ګډون د ۲.۶ میلیون کډوالو د بېرته ستنېدا غوښتنه وکړه
