سیمه ییز خبرونه
په غزه کې د اسرائیلو پر هوایي لږ تر لږه ۲۰۰ کسان ووژل شول
د حماس لخوا د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ په دې برید کې، چې نن سهار (سېشنبه د کب اتهویشتمه / د مارچ اتلسمه) شوی له ۲۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي د ښځو او ماشومانو په ګډون وژل شوي دي.
اسرائیلو د غزې په تړانګه کې خپل پراخ بریدونه بیا پیل کړل، چې د بېلابېلو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د اوربند د تړون له پلي کېدا راپدېخوا ترټولو سخت پوځي عملیات ګڼل کیږي.
د حماس لخوا د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ په دې برید کې، چې نن سهار (سېشنبه د کب اتهویشتمه / د مارچ اتلسمه) شوی له ۲۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي د ښځو او ماشومانو په ګډون وژل شوي دي.
دا بریدونه د هوايي ځواک او درندو توپخانو پر کارولو ترسره شو او د غزې شمالي، مرکزي او جنوبي سیمې یې پر نښه کړي دي.
راپورونه ښيي، چې اسرائیلو په غزه کې له ۴۵۰ څخه پر زیاتو هدفونو بریدونه کړي، چې په کې د حماس بېخبناوې(زیربناوې) او د استوګنې سیمې ښودل شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د ورکړ شويو معلوماتو له مخې، چې حماس یې کنټرولوي؛ د بریدونو په دې پړاو کې له ۲۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
حماس ویلي، چې ډېری قربانیان ملکي وګړي دي، چې په خپلو کورونو او سرپناوو کې تر برید لاندې راغلي.
په غزه کې روغتیايي سرچینو راپور ورکړی، چې روغتونونه له ټپیانو ډک دي او د طبي تجهیزاتو د نشتوالي او د برښنا د پرېکیدو له کبله د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو وړتیا خورا محدوده شوې ده. ملګرو ملتونو دا خبرداری هم ورکړی، چې دوامداره بریدونه کولی شي په غزه کې بشري وضعیت “د نه راستنېدو حالت” ته ورسوي؛ ځکه، چې د جګړې له کبله له یو میلیون څخه ډېر خلک بې ځایه شوي دي.
په سیمه ییزه کچه مصر او قطر، چې د اوربند په خبرو اترو کې یې د منځګړو رول لوبولی؛ د بریدونو بیا پیل غندلی او د جګړې د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده. د مصر حکومت دا اقدام “سیمه ییز ثبات ته ګواښ” وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې د بحران د پراخېدو د مخنیوي لپاره مداخله وکړي.
امریکا پر نړیواله کچه محتاط دریځ غوره کړی او د اسرائیلو د ځان له حق څخه یې د ملاتړ ترڅنګ دفاع کړې او د ملکي ځاني زیانونو د کمولو غوښتنه کوي. اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو هم له دواړو خواوو غوښتي، چې له زغمه کار واخلي.
د دې پراخ او ناڅاپي برید په ځواب کې د حماس وسلوالې ډلې اسرائیل پر “نسلي وژنه” تورن کړ او د نړۍ له ټولو عربي، اسلامي او آزادو هېوادونو یې وغوښتل، چې د اسرائیلو پر ضد لاریونونه وکړي.
سیمه ییز خبرونه
امریکا عادلانه خبرو ته چمتو نده – تهران
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د نویو خبرو اترو د امکان په اړه یوه نغوته وکړه؛ خو ایراني چارواکي ټینګار کوي، چې د واشنګټن وروستۍ تګلاره د رغنده ډیپلوماسۍ پر ضد ده.
د تهران او واشنګټن ترمنځ تاوتریخوالی په داسې حال کې یو ځل بیا راپورته شوی، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ د امریکا اوسنی چلند ښیي، چې واشنګټن “عادلانه او برابرو خبرو ” ته لازم چمتو نلري.
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د نویو خبرو اترو د امکان په اړه یوه نغوته وکړه؛ خو ایراني چارواکي ټینګار کوي، چې د واشنګټن وروستۍ تګلاره د رغنده ډیپلوماسۍ پر ضد ده.
د اټومي خبرو د بیا پیلولو هڅې له هغې وروسته ودرول شوې، چې اسرائیلو د روان کال په جون کې د ایران دننه پر اټومي اهدافو برید وکړاو بیا ورسره د امریکا بریدونه هم مل شول.
امریکا، اروپايان او اسرائیل پر تهران تور لګوي، چې د وسلو د تولید وړتیا ترلاسه کولو لپاره یې خپل اټومي پروګرام پټ کړی؛ خو ایران تل ټینګار کړی، چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د سولهییزو موخو لپاره دی.
له ۱۲ ورځنۍ جګړې مخکې تهران او واشنګټن پېنځه پړاوه غیر مستقیمې خبرې اترې کړې وې؛ خو د ایران د یورانیمو د غني کولو په څېر اختلافونه، چې امریکا یې درول غوښتل، خبرې ودرولې.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ” تر برید لاندې نړیوال قانون ” تر سرلیک لاندې په یوه کنفرانس کې وویل: “امریکا د خبرو په میز کې هغه څه نشي ترلاسه کولی، چې په جګړه کې یې ندي ترلاسه کړي.”
هغه زیاته کړې: “ایران تل د ډیپلوماسۍ لپاره چمتو دی؛ خو د هغو خبرو اترو لپاره نه، چې د بل تر اغېز لاندې وي.”
دغه راز په دې کنفرانس کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید خطیب زاده واشنګټن تورن کړ، چې “د خبرو بهیر پر ننداریز کولو” هغه اهداف ترلاسه کول غواړي، چې امریکا یې د جګړې پرمهال لټه کوله.
د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د خبرو اترو میز ته راستنېدا به یوازې هغه وخت شونې وي، چې امریکا “رښتینی، له درناوي ډک او برابر ” چلند غوره کړي.
سیمه ییز خبرونه
ایران له امریکا سره د سولهییزې اټومي هوکړې په لټه کې دی
د ایران بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعید خطیبزاده ویلي، چې تهران غواړي له امریکا سره سولهییز اټومي تړون ته ورسیږي؛ خو ټینګار کوي، چې د ایران ملي امنیت د خبرو اترو وړ ندی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال سعید خطیبزاده د سېشنبې پر ورځ ویلي؛ ایران غواړي له امریکا سره د روان اختلاف د حل لپاره “سولهییزې” اټومي هوکړې ته ورسیږي؛ خو خپل ملي امنیت به له زیان سره مخ نکړي.
د ایران بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعید خطیبزاده ویلي، چې تهران غواړي له امریکا سره سولهییز اټومي تړون ته ورسیږي؛ خو ټینګار کوي، چې د ایران ملي امنیت د خبرو اترو وړ ندی.
هغه دا څرګندونې د ابوظبي په دولسم سټراتیژیک ډیالوګ کې کړي او څرګندوي، چې واشنګټن د منځګړو هېوادونو له لارې تهران ته د اټومي مذاکراتو په اړه متضاد پیغامونه رالېږي.
د خطیب زاده د څرګندونو له مخې: د جون په میاشت کې د ایران او اسرائیل ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې راپدېخوا، چې امریکا هم په کې د ایران پر ځینو اټومي تاسیساتو برید وکړ؛ اټومي مذاکرات پر ټپه درېدلي دي.
ایران او امریکا د اټومي تړون په اړه پېنځه نامستقیمې خبرې کړې دي؛ خو د یورانیمو غني کولو او تفتیشونو په اړه اړوند اختلافات پخپل حال پاتې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړې: “ایران د اټومي بم جوړولو هڅه نهکوي او چمتو دی، چې نړیوالې ټولنې ته په دې برخه کې ډاډ ورکړي. مونږ پخپل کورني اټومي پروګرام ویاړو.”
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران ستر رهبر ایتالله علي خامنهیي تېره اوونۍ یو ځل بیا تر فشار او ګواښونو لاندې له امریکا سره خبرې رد کړې او څرګندوي، چې تهران به یوازې د متقابل درناوي په فضا کې خبرې وکړي.
سیمه ییز خبرونه
په اسلام آباد کې له محکمې بهر موټر بم مرګ او ژوبله رامنځته کړه
د پاکستان د (PTV) د راپور له مخې؛ ډېری قربانیان هغه کسان دي، چې د محکمې ناستې ته راغلي وه. چاودنې له محکمې بهر ولاړو څو پارک شوي موټرهم زیانمن کړل.
د پاکستان دولتي رسنیو راپور ورکړ، چې په پلازمېنه اسلامآباد کې د سېشنبې پر ورځ( د لړم شلمه) له یوې محکمې بهر یو موټر بم زوروره چاودنه رامنځته کړه، چې په کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي،
د پاکستان د (PTV) د راپور له مخې؛ ډېری قربانیان هغه کسان دي، چې د محکمې ناستې ته راغلي وه. چاودنې له محکمې بهر ولاړو څو پارک شوي موټرهم زیانمن کړل.
عیني شاهدانو له چاودنې وروسته د پېښې صحنې بیان کړي دي؛ د پولیسو او طبي کارکوونکو په ګډون د بېړنيو مرستو ډلو ټپیان نږدې روغتونونو ته ولېږدول.
چاودنې کړکۍ ماتې کړې او ټوټې یې پر سړکونو خپرې شوې.
د اسلامآباد پولیسو تر اوسه پورې په دې اړه بشپړ معلومات ندی خپاره کړي؛ خو تائیدوي، چې څېړنې روانې دي. چارواکو سیمه محاصره او امنیتي پرسونل یې ځای پر ځای کړي دی، په داسې حال کې، چې عدلي ډلې د پېښې ځای ارزوي.
تر دې دمه هیڅ ډلې یا چا د برید مسوولیت ندی منلی.
چارواکو ویلي؛ د اسلامآباد پولیسو، د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) او استخباراتي ادارو یوه ګډه ډله د چاودنې په اړه څېړنه کوي، چې د چاودنې لامل معلوم کړي او مسوول کسان وپېژني.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د اسلامآباد په ګډون په ټول پاکستان کې امنیتي پېښو خلک اندېښمن کړي دي.
-
لوبی4 days agoد فوټبال مینهوالو ته زیری؛ آریانا ټلویزیون به د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو د نومبر پر دوه ویشتمه خپور کړي
-
تازه خبرونه5 days agoپه پنجشېر کې د پارندې برښنابند تولیدي کارخونه پرانیستل شوه
-
د هوا حالاتو بدلونونه5 days agoپه ایران کې د اوبو د بحران له کبله د تهران نلونه وچ شول
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان د افغان کډوالو نیول زیات کړي
-
نړۍ5 days agoټرمپ د بودیجې د لایحې پر لاسلیک کولو د امریکا د حکومت د تر ټولو د اوږدې مودې تعطیلۍ پای ته ورسوله
-
څار4 days agoڅار: د کابل پر وړاندې د اسلام آباد روان بې بنسټه تورونه
-
تحول4 days agoتحول: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د پایلو ارزونه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان وضعیت د سیمې امنیتي ودې او پراختیا ته لومړیتوب لري
