Connect with us

سوداگري

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د شولو د پروسس کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې

سیمه‌یی چارواکي دغه پروژه د صنعت، پانګونې او کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم پرمختګ بولي او تمه ده، چې د بغلان ولایت پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز وکړي. 

خپور شوی

د

د بغلان ولایت سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د مرکزي بغلان ولسوالۍ د نوي پرانیستل شوي صنعتي پارک د چم‌قلعې په اړوند سیمه کې د دوه میلیون ډالرو پر ارزښت د شولو د پروسس د یوې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې دي.

سیمه‌یی چارواکي دغه پروژه د صنعت، پانګونې او کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم پرمختګ بولي او تمه ده، چې د بغلان ولایت پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز وکړي. 

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د شولو د پروسس د کارخونو د جوړولو د بنسټ‌اېښودنې مراسم د سیمه‌ییزو چارواکو، د صنعت او سوداګرۍ ادارې د مسوولانو، قومي مشرانو او یو شمېر اوسېدونکو په شتون کې ترسره شول.

د بغلان والي عبدالله مختار په دې مراسمو کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د پانګونې د ودې او د ملي سوداګرو د ملاتړ لپاره په بېلابېلو اقتصادي برخو کې مناسب فرصتونه برابر کړي دي.

هغه زیاته کړې؛ د دې کارخونې جوړېدل په اقتصادي وده، کورنیو تولیداتو زیاتوالي او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو کې مهم رول لوبولی شي.

دغه راز د بغلان ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس محمد نعیم همکار د دې فابریکې پرانیسته د صنعت او کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې یو مهم ګام وباله.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا کارخونه د مرکزي بغلان په صنعتي پارک کې د شولو د پروسس لومړنۍ فابریکه ده او کولی شي د ولایت د کرنیز صنعت په وده کې اغېزناک رول ولوبوي.

له بلې‌خوا د دې پروژې پانګوال غلام نصیر برکت‌زي ویلي، چې دا کارخونه د دوه میلیون ډالرو پر لګښت جوړېږي او د فعالیت له پیل سره به یې د مرکزي بغلان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو ته د مستقیم او غیرمستقیم کار زمینه برابره شي.

هغه ټینګار کړی، چې د دوی موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د کرنې سکټور پراختیا او د هېواد ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.

برکت‌زي، چې د پرانیستې په مراسمو کې یې ګډون کړی و زیاته کړې، چې هڅه کوي د بغلان ولایت په بېلابېلو اقتصادي او صنعتي برخو کې پانګونه وکړي او د اقتصادي ودې او ځان‌بسیاینې زمینه برابره کړي.

د بغلان یو شمېر قومي مشرانو او اوسېدونکو د دې فابریکې له جوړېدو هرکلی وکړ او دا یې د بېکارۍ د کمولو او د سیمه‌ییز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.

ویل کیږي، چې دا فابریکه به هره ورځ د پام وړ شولې پروسس کړي او د کرنیزو تولیداتو د ودې او د کورنیو محصولاتو د بازار د پیاوړتیا په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

سوداگري

چینايي او ازبکستاني پانګه‌والو د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ بهرنیو پانګه‌والو د افغانستان اسلامي امارت له لوري د سراسري امنیت د ټینګښت او د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال له برابرېدا ستاینه کړې او د هېواد د فلزي او غیرفلزي کانونو په برخه کې یې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

Published

on

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د دې وزارت مالي او اداري مرستیال حسام‌الدین صابري د ازبکستان او چین له یو شمېر پانګه‌والو سره لیدلي دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ بهرنیو پانګه‌والو د افغانستان اسلامي امارت له لوري د سراسري امنیت د ټینګښت او د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال له برابرېدا ستاینه کړې او د هېواد د فلزي او غیرفلزي کانونو په برخه کې یې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

حسام‌الدین صابري د دوی د پانګونې له لېوالتیا هرکلی کړی او ډاډ ورکوي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت به د کانونو له قانون او کړنلارې سره سم د پانګونې د بهیر د آسانتیا لپاره لازمې همکارۍ ترسره کړي.

Continue Reading

سوداگري

په افغانستان کې د ۴۶ میلیون ډالرو پر ارزښت د معیاري لابراتوارونو جوړولو تړون لاسلیک شو

دغه تړون نن چارشنبه( د غويي درویشتمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د معیار او کیفیت ادارې د رییس فیض‌الله تمیم او د هندي TCRC کمپنۍ د استازي ترمنځ لاسلیک شو.

Published

on

د معیار او کیفیت ادارې او یوې هندي نړیوالې کمپنۍ ترمنځ په افغانستان کې د معیاري لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو او تجهیز تړون، چې ارزښت یې له ۴۶ میلیون ډالرو ډېر دی؛ د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې لاسلیک شو.

دغه تړون نن چارشنبه( د غويي درویشتمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د معیار او کیفیت ادارې د رییس فیض‌الله تمیم او د هندي TCRC کمپنۍ د استازي ترمنځ لاسلیک شو.

د تړون له مخې؛ یاد شرکت به په پېنځه کلونو کې د هېواد د مرکز او د افغانستان نهو مهمو بندرونو معیاري لابراتواري کمپلکسونه جوړوي، پرمختللي تجهیزات به نصبوي او شته وسایل به هم ترمیموي.

دغه راز ټاکل شوې، چې د معیار او کیفیت ادارې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره بهرني متخصصان ګوماري او کورني او بهرني روزنیز پروګرامونه به ترسره کوي.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د معیارونو له نړیوالې ټولنې (ISO) څخه د کیفیت د معتبرو نړیوالو تصدیق‌لیکونو ترلاسه کول هم د دې پروژې یوه برخه ده.

Continue Reading

سوداگري

آریانا افغان هوایي شرکت له صادراتو څخه د ملاتړ لپاره د کابل- ډیلي د کارګو بیې راټیټې کړې

د یاد شرکت د څرګندونو له مخې؛ د کابل ـ ډیلي د کارګو نوی نرخ د هر کیلوګرام لپاره ۱.۲۰ امریکایي ډالر ټاکل شوی، چې افغان سوداګرو او صادروونکو ته به ډېره آسانتیا برابره کړي.

Published

on

آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی، چې د هېواد له سوداګرۍ او صادراتو څخه د ملاتړ لپاره یې د کابل- ډیلي د کارګو خدماتو نرخونه راټیټ کړي دي.

د یاد شرکت د څرګندونو له مخې؛ د کابل ـ ډیلي د کارګو نوی نرخ د هر کیلوګرام لپاره ۱.۲۰ امریکایي ډالر ټاکل شوی، چې افغان سوداګرو او صادروونکو ته به ډېره آسانتیا برابره کړي.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ویلي، چې د کابل- ډیلي د کارګو نرخ کمول د کورنیو محصولاتو د صادراتو په زیاتوالي کې اړین رول لوبوي او د سوداګریزو فعالیتونو په وده کې به مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې؛ آریانا به په راتلونکي کې د نویو هڅو پر ترسره کولو د خپلو خدماتو د ښه‌کولو او د پېرودونکو اړتیاوو ته د ځواب ویلو هڅې روانې وساتي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!