سوداگري

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د شولو د پروسس کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې

سیمه‌یی چارواکي دغه پروژه د صنعت، پانګونې او کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم پرمختګ بولي او تمه ده، چې د بغلان ولایت پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز وکړي. 

Published

on

د بغلان ولایت سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د مرکزي بغلان ولسوالۍ د نوي پرانیستل شوي صنعتي پارک د چم‌قلعې په اړوند سیمه کې د دوه میلیون ډالرو پر ارزښت د شولو د پروسس د یوې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې دي.

سیمه‌یی چارواکي دغه پروژه د صنعت، پانګونې او کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم پرمختګ بولي او تمه ده، چې د بغلان ولایت پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز وکړي. 

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د شولو د پروسس د کارخونو د جوړولو د بنسټ‌اېښودنې مراسم د سیمه‌ییزو چارواکو، د صنعت او سوداګرۍ ادارې د مسوولانو، قومي مشرانو او یو شمېر اوسېدونکو په شتون کې ترسره شول.

د بغلان والي عبدالله مختار په دې مراسمو کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د پانګونې د ودې او د ملي سوداګرو د ملاتړ لپاره په بېلابېلو اقتصادي برخو کې مناسب فرصتونه برابر کړي دي.

هغه زیاته کړې؛ د دې کارخونې جوړېدل په اقتصادي وده، کورنیو تولیداتو زیاتوالي او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو کې مهم رول لوبولی شي.

دغه راز د بغلان ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس محمد نعیم همکار د دې فابریکې پرانیسته د صنعت او کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې یو مهم ګام وباله.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا کارخونه د مرکزي بغلان په صنعتي پارک کې د شولو د پروسس لومړنۍ فابریکه ده او کولی شي د ولایت د کرنیز صنعت په وده کې اغېزناک رول ولوبوي.

له بلې‌خوا د دې پروژې پانګوال غلام نصیر برکت‌زي ویلي، چې دا کارخونه د دوه میلیون ډالرو پر لګښت جوړېږي او د فعالیت له پیل سره به یې د مرکزي بغلان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو ته د مستقیم او غیرمستقیم کار زمینه برابره شي.

هغه ټینګار کړی، چې د دوی موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د کرنې سکټور پراختیا او د هېواد ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.

برکت‌زي، چې د پرانیستې په مراسمو کې یې ګډون کړی و زیاته کړې، چې هڅه کوي د بغلان ولایت په بېلابېلو اقتصادي او صنعتي برخو کې پانګونه وکړي او د اقتصادي ودې او ځان‌بسیاینې زمینه برابره کړي.

د بغلان یو شمېر قومي مشرانو او اوسېدونکو د دې فابریکې له جوړېدو هرکلی وکړ او دا یې د بېکارۍ د کمولو او د سیمه‌ییز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.

ویل کیږي، چې دا فابریکه به هره ورځ د پام وړ شولې پروسس کړي او د کرنیزو تولیداتو د ودې او د کورنیو محصولاتو د بازار د پیاوړتیا په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

Trending

Exit mobile version