سوداگري
په نږدې را تلوونکې کې به د قشقري د نفتو له نويو څاګانو هم استخراج پیل شي
د کانونو او پترولیم وزارت خبر ورکړی، چې په نږ دې راتلونکي کې به د قشقري له نویو او بیا رغول شویو څاه ګانو څخه هم د نفتو استخراج پیل شي.
د کانونو او پترو لیم وزارت مسوولین وايي، چې دم ګړۍ د سرپل د قشقري د نفتو د استخراج حجم د ورځي ۴۰۰ متریک ټنو ته رسیږي، چې په نږدې را تلونکي کې به د نويو او بیا رغول شوي څاه ګانو څخه استخراج پیل شي. له دې سره به د قشقري څخه د نفتو د استخراج په حجم کې د پام وړ زیاتوالی رامنځ ته شي.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي؛ له چینايي شرکت سره د شوي تړون پر بنسټ اوس د قشقري سیمي د استخراج حجم ۴۰۰ متریک ټن ته رسیږي؛ خو په نږ دې راتلونکي کې به د دې استخراج حجم نور هم ډېر لوړ شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم وايي، چې په هېواد کې پر لوړه کچه د تولید ظرفیت شته او په دې برخه کې پر کورنۍ پانګونه ټینګار کوي.
دوۍ زیاته کړې؛ د کانونو وزارت باید د کورنیو پانګوالو د هڅوني لپاره هم په دې لویو قراردادونو کې د فعالیت لپاره زمینه برابره کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی څرګندوي؛ د هېواد د نفتو او لویو کانونو په استخراج کې باید کورنیو پانګوالو ته ونډه ورکړ شي او دې سکتور ته باید یو لوی د ډېر پانګوالو ګډ شرکت جوړشي، چې هم له هېواده پانګه بهر نهشي او هم ظرفیتونه رامنځته شي.
د اقتصادي چارو شنونکيو ويلي، چې افغانستان د نفتو په ګډون په بېلابېلو برخو کې طبیعي سرچینې لري. که د دې سرچینو استخراج له منظمو پلانونو سره وشي؛ له دې سره به د افغانستان پر اقتصادي پراختیا ژورې او مثبتې اغېزې رامنځته شي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالقادر جیلاني وایي؛ د چیني شرکت لهخوا د قشقري د څاه ګانو د نفتو د استحراج بهیر اوس په منظم ډول سره ښه روان دی. دا د افغانستان د اقتصاد لپاره ډېره اړینه خبره ده. هیله لرم، چې د طالبانو حګومت( اسلامي امارت) له دې ظرفیتونو څخه ښه او د ملي اقتصادي د پراختیا لپاره ډېره استفاده وکړي.
که څه هم د کانونو وزارت مسوولین د نوي انکشافاتو په اړه د قیق ارقام نهوړاندي کوي؛ خو په دې وروستیو کې د سرپل د محلي چاروا کو له قوله ویل شوي، چې د قشقري د نفتو له څاګانو څخه د تېلو د استخراج کچه د ورځې له ۶۵۰ ټنو څخه ۹۰۰ ټنو ته لوړه شوې او د ورځی عوايد يي ٦٠٠ زره دالر ښودل شوي دي. دا مهال د تېلو له ۱۵ څاګانو څخه استخراج کېږي او په راتلونکي کې به د څاګانو شمېر نور هم زیات شي.